خدمت
رحمت دیوان
[pukhto]
ما ټوله شپه د هغه په خبرو سوچ وکړو.
د هغه خبرې مې په ذهن کې چورلېدې راچورلېدې، ډېرې نا اشنا شان خنداګانې مې په غوږونو کې کړنګېدلې او خوب ته يې نه پرېښودم.
زما شپږ اوه کاله کېږي چې زه ادب ته راغلى يم، تراوسه د يو طالب علم په حيث لګيا يم او ليکل کوم، زما
د خوښې صنف افسانه ده او تل مې افسانه ليکلې.
ما د خپلو افسانو مجموعه راغونډه کړې وه، کومې افسانې چې زما خپله خوښې وې هغه ټولې شپږ افسانې کېدې او د اويا مخونو نه زياتې نه وې، زما دا خيال و چې درې څلور نوموړي اديبان چې راته په دې ليکل وکړي او بيا ورسره زما خپل ليکل هم شي نو مخونه به يې د سلو مخونو نه واوړي، بس خو پوره کتاب شو او بيا به يې چاپ کړم.
ما چې کله خپل کتاب ترتيب کړو نو بيا مې يو څو نوموړو اديبانو ته ورکړو او هغوی پرې ليکل شروع کړل. دوه درې مياشتې به تېرې شوې وې چې د هغه څلورو واړو مشرانو ليکل راته راورسېدل، ليکل يې ډېر ښه کړي وو او ډېر څه يې پکې داسې ويلي وو چې ما يې تصور هم نه و کړى، يو پراګراف يې تاسو هم ولولئ:
“د رحمت ديوان افسانې په پښتو ادب کې يوه نوې اضافه ده، داسې اضافه چې پښتو ادب به پرې تل وياړ کوي، ځکه چې کوم موضوعات ښاغلي افسانه نګار خپل کړي دي نو ډېر ښه ليکل يې پرې کړي دي او ځينې خو داسې هم دي چې تراوسه پورې پرې په پښتو ادب کې چا قلم نه دى پورته کړى، دا د پښتو ادب يو لوى خدمت دى چې د داسې افسانو اضافه پکې وشي”.
د بل هم يو پراګراف ولولئ:
“ما چې کله دا ټولګه ولوسته او بيا مې افسانه نګار په خپل نظر کې راوستو نو ما يقين نه شو کولى چې ګني دا افسانې ده ليکلي دي، ځکه چې دومره ښکلې او خوندورې افسانې او بيا داسې ښکلي ښکلي موضوعات، دا خو د پښتو ژبې او ادب دپاره ډېره ګټوره مجموعه ده”.
بس بخښنه غواړم، خو زما په خيال د درېم په خبرو کې هم د لوستو څه شته:
“په نثر کې افسانه داسې ده لکه په شاعرۍ کې چې غزل دى، په افسانه ليکلو کې ډېر کم خلک کامياب شوي دي چې ډېرې ښې ښې افسانې يې ليکلي او زه په دعوې سره ويلى شم چې په هغوی کې يو رحمت ديوان هم دى”.
چې د دې درې نوموړو خبرې مو واورېدې او بيا هم غصه نه شوئ، نو دا څلورم ولې نه اورئ، د ده هم يو پېراګراف بايد اوس تاسو ولولئ:
“د پښتو ژبې او ادب د خدمت لپاره چې داسې ځوانان مټې رابډوهي نو بيا به پښتو ضرور ترقي کوي، دا هم د داسې ځوانانو کمال دى چې پښتو يې دې ځاى ته ورسوله، په پښتو افسانه کې به دا مجموعه يوه ډېره ګټوره اضافه وي او تل به پرې پښتو درنه ښکاري”.
د دې څلورو واړو مقالو له لوستلو وروسته ماته ځان يو ډېر لوى علامه ښکاره شو، نه پوهېدم چې زما په افسانو کې هم دومره څه شته او يا ما هم د پښتو ژبې دومره خدمت وکړو، دوی چې څه ليکلي وو دا تر اوسه زما په تصور کې هم نه وو او نه ما کله داسې سوچ کړى و، زما له زړه ورته بې شمېره دعاګانې ووتې.
پرون چې د کوم کتاب مخکتنه په پرېس کلب کې وه، هغه هم د افسانو مجموعه وه، ماته هم بلنه راغلې وه نو زه هم ورغلى وم. په کتاب بې شمېره مقالې ليکل شوې وې او ځينو کسانو پرې نظمونه هم ليکلي وو. کتاب ما لوستى و او په کتاب مقالې مې اوس اورېدې، په کتاب هم ډېر ليکل شوي وو او دلته هم پرې ډېر ويل روان وو. د کتاب په افسانو يو کس په خپله مقاله کې وويل:
“ما د افسانو ډېرې مجموعې لوستې دي خو دا مجموعه ډېره ځانګړې ده، په دې کې چې کوم موضوعات راغونډ شوي دي او بيا څومره په ښکلي انداز ليکل شوي دي، نو يقيناً چې په پښتو ژبه او ادب کې يوه ګټوره اضافه ده او د پښتو افسانې ډېر لوى خدمت دى”.
د کتاب او د ليکوال نوم يې درته نه اخلم، خو لږه شان پېژندګلو يې درسره کوم، کېدى شي تاسو يې هم وپېژنئ.
دا ښاغلى په يوه سرکاري اداره کې د پښتو استاذ په حيث د پښتو لپاره کار کوي، اويا زره روپۍ د مياشتې تنخوا اخلي، دغې اداري ورته خپل کور او موټر هم ورکړى دى، بې شمېره کتابونه يې دغه ادارې چاپ کړي دي او ځينې نور يې خپله او په ملګرو چاپ کړي دي. ما داسې اورېدلي دي چې ځينې کتابونه يې په خلکو ليکلي دي او بيا يې په خپل نوم چاپ کړي دي. ګناه دې يې د ويونکي په غاړه وي.
بېګا چې زه کور ته راغلم نو په خپلې افسانوي مجموعه مې ليکل شوې څلور واړه مقالې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، په مخکتنه کې د اديبانو خبرو مې په غوږونو کې کړنګا کوله.
ټوله شپه راله د دې غمه خوب رانه غلو، دا ټولې خبرې مې په ذهن کې ګډې وډې روانې وې، داسې مې محسوسوله چې دا ټول لفظونه په ما پورې خاندي، لفظونه راته په دېوال باندې منډې وهي، ټوکې راپسې کوي او ما خوب ته نه پرېږدي.
د شپې په اخري پېر کې چې کله مې سترګې ورغلې، نو څه ګورم چې يو دربار لګېدلى دى، پښتو بره ناسته ده او زه ورته لاندې لاسونه تړلى ولاړ يم، زما يوه يوه افسانه راځي او په ما ګواهي ورکوي، د لفظونو يو لوى غوېمنډ راجوړ دى او زما تماشې ته ولاړ دى، ځينې راپسې اوازونه کوي او ځينې راپورې خنداګانې کوي، ځينې له خندا شنه شوي دي او ځينې له قاره سره اوختي دي، د ټولو ګواهانو او زما د افسانو د ثبوتونو نه وروسته پښتو دا اعلان وکړو:
“چونکې دې افسانه نګار ټول عمر زما د خدمت دعوې کړي دي، صرف په دې خاطر چې ځان ته نوم پېدا کړي، شهرت ترلاسه کړي، د خپل نوم پېدا کولو دپاره يې ټول عمر په ما ملنډې وهلي دي، نو د ده سزا دا ده چې……………….”.
او زما سترګې بيا خلاصې وې، بق بق مې بره لاندې، اخوا دېخوا وکتل، خو هيڅ هم نه وو، ليپ ټاپ مې هم داسې لګېدلى پروت و، زر راپاڅېدم او خپله مجموعه مې راواړوله، څلور واړه مقالې مې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، د لفظونو د خندا ګډوډ اوازونه مې په غوږونو کې بيا کړنګا شروع کړه، اخر چې د خندا اوازونه د برداشت نه بهر ووتل نو څلور واړه مقالې مې سيليکټ کړې او په ډيليټ مې ګوته کېښوده، بيا مې د کتاب په وړومبۍ پاڼه وليکل:
“ګرانو لوستونکو! دا افسانې نه ما د پښتو ادب د خدمت دپاره ليکلي دي او نه دا چې پښتو ژبه دومره خواره ده، زه د پښتو ژبې ډېر منندوى يم چې ماته يې په خپله جولۍ کې ځاى راکړو او ماله يې دومره وس راکړو چې زه دا خپل مات ګوډ ليکل په پښتو کې وکړم، که څوک يې په دې خاطر ګوري چې ما د پښتو خدمت کړى نو نه دې يې ګوري، ځکه چې زه د پښتو خدمت نه شم کولى، بلکې پښتو زما خدمت کوي چې ماته يې خپل لفظونه راکړي او زه په هغه لفظونو کې خپل احساسات خلکو ته رسوم”.
د سحر رڼا خپلې وزرې غوړولې وې، د لمر سترګې زمکې ته تودوالى وررسولى و، په دې وخت کې مې په موبايل زنګ راغلو، اوکى مې کړ:
“هيلو”.
له بل لوري غږ راغلو:
“السلام علېکم، رحمت ديوان خبرې کوئ؟”.
“وعلېکم سلام، او ګرانه، تاسو څوک؟”.
“زه د واشنګټن نه صدر روف خبرې کوم، د غږ راډيو همکار يم”.
ما ورته وويل:
“ښه ډېر ښه، زه مو څه خدمت کولى شم؟”.
هغه وويل:
“مونږ ستاسو په ادبي خدمت يوه خپرونه کول غواړو…..”.
ما يې خبره ورپرې کړه:
“خدمت؟؟؟”.
زما په دې پوښتنه هغه حېران شو
“او خدمت………..”
او ما ښه وخندل، ښه ډېر مې وخندل.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي