67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

خوشې وخت مه تيروئ

شفيق الله سهار

[pukhto]
خوشې وخت تېرول مو په خپله ځان ته د زهرو ستنې وهل دي، خوشې وخت تېرول او وزګار ګرځېدل د هغه خلکو کار دی، چې ذهن يې د بې کاره خبرو ډک وي، ځکه د هغوي ذهن د دې خبرو نۀ علاوه د نورو خبرو د جذب ظرفيت نلري وزګارتيا يوازې د دندې نه ګوښه کېدل ندي، بلکې وزګارتيا د لاس تر زنې کېناستل او په هيڅ کار لاس نه پورې کول دي.
د يو فعال انسان لپاره د خوشې وخت تېرول ډېر بد زيري لري، په ذهن يې شيطاني فکرونه غلبه کوي او تر خپل تسلط لاندې يې را ولي، د مثال په ډول که يو کس د خپلې دندې ګوښه شي، هغه په دې فکر دی چې زه بې کاره شوی يم .
لومړی ورسره د اينده او تېر په اړه بې ځايه سوچ او فکرونه پيدا شي، تره زوی، ګاونډي، پلار، ورور، پوله، پټي په اړه يې منفي فکرونه، دا به څنګه شي؟ هغه په به څنګه شي خو بل اخېره سوچ او فکر يې ټول منفي نقد وګرځي، چې له امله يې شاوخوا ته ستونزې دېوالونه وکه او د سرطان په شان په نااعلاجه ناروغۍ اخته شي. په خپل کور کلي کې يې ژوند سخت شي، هر چا سره په زړه کې قصد او حسد حتاَ د خپلې ښځې سره يې هم په معمول لانجه راځي.
د وزګار کېناستلو نه د بل چا کار په غاړه اخيستل بهتره دي، يو خوا به هغه سره مرسته وکړې او د بلې خوا به دې د احسان پوروړی، شي بې کاره مه کېنئ!
بې کاره کېناستل مو شته وړتياوې له خاورو سره خاورې کوي او په غرقېدونکي سيند مو لاهو کوي، وزګارتيا مو د لېونتوب اخيري حد ته رسوي، بې کاره مه کېنئ!
يو څه وليکئ، نوي کتابونه په هره برخه کې ولولئ تر څو هر اړخيزه مطالعه مو زياته شي، سپورټ وکړي، د کتابونو المارۍ دې د سره وسپړئ شايد د متعلمۍ/محصلۍ په دوره کې تا داسې يو څه ليکلي وي چې ستا اوس په کار راشي.
نوښت وکړئ د نوو فکرونو په تجربه کولو شروع وکړئ، شرم ندی پکار، د کور په کارونو کې برخه واخلئ، خو د خوشې کېناستو سره د تل لپاره خدای په اماني وکړئ.
[/pukhto]

10 خوښونې

اړوند مطالب

د ملګرو مکالمه
لاسنیوی
ښکار
بنجاره
منظم اوسه
سزا
د سيندونو اقتصادي ارزښت
غوټه

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

مارچ 2020
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Feb   Apr »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /