خوړينه
نصرت ارمان
[pukhto]
ماښام شو، تورکی کور ته دننه شو. لوبو ستړی کړی و. د هغه له ننوتو څو شېبې نه وې تېرې چې د ګاونډي لور يې راننوته.
مور يې له نغري راووته، لوګي جينۍ وټوخوله. د سبو بوی کور په سر اخيستی و.
لاس يې ښځې ته اوږد کړ.
ـ دا واخله!
بېرته خپل کور ته په منډه شوه.
ښځه کوټې ته لاړه، هلک شمعه بله کړې وه او په زوړ توشک پړ مخ پروت و.
ورغله.
ـ دا وخوره.
هلک راجيګ شو. د مور لا س کې يې مڼې وې. يوه يې ده ته ورکړه. او خپله دروازې ته تکيه کړې کېناسته.
هغه مڼه له شکمنو سترګو تېره او لاس کې تاوه راتاوه کړه. و يې غورځوله.
ـ ماته هغه بله!
مور يې خپله ورخطا کړه.
ـ واخله زهر دې شه.
د تورکي شونډې بړوسې، سترګې مړې او تندی تريو شو.
ـ نه يې خورم.
مور يې ورپاڅېده، سر ته يې ودرېده.
ـ اوس به يې خورې.
ماشوم ځان غونج کړ، مڼه يې زنګانه سره پرته وه، لاس يې ور تېر کړ. نيولو سره يې خوړينه مڼه کې ګوتې ننوتې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي