خوښي په ډېرو عادي شیانو کې ده

ژباړه: امتياز نجيبي
سارا علي خان د مشهور فلمي لوبغاړي سېف علي خان او ارمېتا سینګ لور ده. په ۱۲ اګست ۱۹۹۵ کال Pataudi کې په ټاګور (Tagore) کورنۍ کې پېدا شوې ده .
سارا علي خان په ډېره لږه موده کې بالیووډ کې خپل نوم وويست او هلته یې سر په سر څو فلمونو کې کار وکړو او د لیدونکو د خوښې وړ وګرځېده.
خپلې زده کړې یې په کولمبیا Prestigious پوهنتون نیویارک کې په ( History And Politicaal Science) تر سره کړې. د مور او پلار د طلاق نه وروسته یې مور سره اوسېده؛ خو سارا وایي چې هر څه چې یم دې کې مې زیات لاس د پلار دی. پلار داسې نه یم پرېښې چې زه ترېنه شکایت وکړم.
سارا وایي: کله چې مې وزن ۹۶ کیلو و او ما په فلمونو کې د کار کولو فکرونه کول دا ټول فکرونه به مې وزن ته کتلو سره خاورې شول؛ ځکه د وزن کمول راته ډېره سخته و؛ وزن به مې بېرته ډېر زر ډېرېده. هر څه کېدای شي؛ خو کله چې کلکه اراده وشي او د کلکې ارادې تر شاه ته داسې څوک ولرې چې تا ډاډه کړي چې هر څه کېږي؛ بایله هیڅکله د ستونزو حل نده، ته باید هغه څه ته ځان ورسوې چې ته یې غواړې.
سارا عالي خان که خوښه مو وي رابشو پوښتنو ته چې ستاسو د خوښوونکو په زړه کې دي؛ ما کوښښ کړی دی چې هغه پوښتنې له تاسو وکړم چې ستا (فین) هغه له تاسو کول غواړي.
سارا: سمه ده
ـ څنګه بالیووډ ته راغلئ او چا تشویق کړئ؛ یعنې خپله مو غوښتل که د پلار او مور تشویق دلته راورسولئ؟
سارا: زما مور او پلار به تل ماته ویل چې خپل درسونه ووایه او هغوی ته تر هر څه مهم زده کړې وې؛ خو که رښتیا ووایم له ماشومتوب نه مې فلمونو لیدو سره علاقه لرله او کله چې یو څه لویه شوم نو پلار او مور ته به مې ویل چې زه هم غواړم ستاسو غوندې په فلمونو کې کار وکړم؛ خو پلار او مور مې راته ویل چې ته دې باید اول زده کړې تر سره کړې او هغې نه وروسته چې دې څنګه خوښه وه هغسې به کېږي او ستا د ژوند فېصلې به ته خپله کوې؛ خو دا به هله کېږي چې مونږ پوه شو چې ته دا پرېګړې په ښه ډول تر سره کولې شې. ماته یې دې خبرې خوند راکړو؛ ځکه چې هغوی ته زما خوښه مهمه وه.
کله چې ما کالج په ښو نمرو پاس کړو نو مور او پلار مې ډېر خوشاله وو او د خپلې خوښې ژوند ته پرېښودلو یو څه اجازه یې راکړه.
کله چې په دې پوه شوم چې د هغوی باور راباندې پېدا شو چې زه خپل ژوند په خپلو پرېکړو مخې ته وړی شم؛ نو ما ډېر کوښښ شروع کړو، داسې کوښښ چې د خپلې خوښې ژوند او د مور او پلار د خوشالۍ او د هغوی د باور ساتنې لپاره ډېر څه وکړم.
په ژوند کې د یو چا باور تر لاسه کول اسانه دي؛ خو د هغې ساتل ډېر ګران کار دی؛ ما لپاره دغه باور ساتل ترهر څه مهم وو؛ زه د هغوی باور او زما خوښې دغه ځای ته راورسولم؛ د پلار او مور تشویق او زما کوښښ او مینه وه!
ـ د ماشومتوب د ژوند په اړه که راته ووایې او بیا د مور او پلار د بېلتون نه وروسته ژوند؛ یعنې د دواړو مرحلو نه تېره شوې یې؛ څه توپیر پکې تاسو لیدلای شئ؟
سارا: زما مور او پلار ډېر زیات په خپلو کارو کې بوخت خلک وو. که زه ووایم چې د دوی د زیاتې بوختيا له امله دوی سره بېل شول؛ نو زما به دا خبره غلطه نه وي؛ ځکه ژوند یوازی دا ندی چې ته پکې مصروف یې او پیسې ګټې، ژوند ډېر زیات اړخونه لري چې پاملرنه غواړي.
زه نه غواړم چې هر اړخ ته یې بېله کتنه وکړم؛ ځکه چې په دې باندې هر څوک چې د ژوند کولو لپاره راغلي دي پوهېږي؛ خو څوک چې پرې نه پوهېږي هغوی پوهېږي؛ خو وخت نه ورکوي.
له مور او پلار سره مې یو ځای ژوند هم داسې و چې ما به مور پلار ډېر سره یو ځای نه لیدل او کله چې سره بېل شول نو زما لپاره دومره سخته نه وه؛ ځکه چې زه دې ژوند سره عادت وم؛ خو بیا هم یو ځای ژوند ښکلی و؛ په میاشتو کې به مې یو ځل مور او پلار سره یو ځای لیدل.
زما یو عادت دا دی چې پوښتنو ته تشریحي ځواب ورکوم، کله کله داسې کېږي چې اصلي پوښتنه رانه پاتې وي او د پوښتنې په جزئياتو باندې غږېږم؛ نو ستاسې زړونه تنګ نکړم هههههه!
ـ نه مونږ هم غواړو چې تاسو نه کیسې واورو او تجربې هغه څه دي چې ډېر څه پکې نغښتي.
ـ بالیووډ ته راتګ لپاره چلنجونه څه و؟
ساراـ ژوند ټول چلنج چلنج دی. زه مې مور او پلار پریښې وم چې د ژوند چلنجونو سره خپله وجنګېږم دا زما لپاره هغه څه وو چې اوس ترې ګټه اخلم. ما چې کله غوښتل بالیووډ ته راشم زما وزن ۹۶ کیلو و او ما چې کله مور او پلار ته د فلمونو کې د کار کولو وویل هغوی راسره ومنله؛ خو راته یې وویل چې لومړی باید ځان فیټ کړې او بیا داسې وړتیا ځان کې پېدا کړې چې زمونږ په نوم بالیووډ ته ورنشې؛ باید په خپل نوم ورشې او هلته په خپل نوم یاده شې؛ نه زمونږ په نوم.
یعنې هغوی راته دا ویل چې مونږ تا سره په ورتلو کې ډېره کمه مرسته کولای شو؛ خو هلته په انټري (په فلم کې د هیروینې کېدو) او په بالیووډ کې د پاتې کېدو درسره هیڅ نه شو کولای؛ نو د هغوی هره خبره چې په هغه ورځ یې ماته کړې وه زما لپاره چیلنج و.
ما هڅه وکړه او د خپل نوم ځلولو لپاره مې خپله هر څه وکړل. چلنج دی چې د ژوند په مفهوم او په خپلې وړتیا دې باوري کوي.
ـ د خپل ورور ابراهیم علي خان او ستاسو اړیکې څنګه وې/دي؟
سارا: زمونږ د دواړو ملګرتیا وه؛ خو کله چې ما بالیووډ ته د تګ خبرې کولې هغه به راپورې سخت خندل راته ویل به یې: خپل وزن ته وګوره بیا بالیووډ ته د تګ خبرې کوه. که رښتیا ووایم د هغه دې خبرو هم زه تشویق کړې یم او دا یې راته زده کړي دي چې زه باید د خپلو خیالاتو سره ځان جوړ کړم که غواړم خیال مې په حقیقت بدل شي.
مونږ ټول په ژوند کې خیالي نړۍ لرو او کله کله ترې دومره خوند اخلو چې په هماغه خیالاتو ژوند تېروو؛ خو داسې نکوو چې د خیالاتو لپاره ځان جوړ کړو او بیا یې خپل حقیقي ژوند کې پلي کړو.
د حقیقي او خیالي ژوند تر منځ یوازې همدا ځان جوړول دي بس… او پاتې شوه زمونږ د خورولۍ او ورورلۍ خبره ابراهیم هیڅ کله ماته دا فکر ندی راکړی چې زه ووایم کاشکې د ده ورور وای؛ یعنې مونږ د یو بل ورور هم یو او خور هم!
ـ د ماشومتوب یوه کیسه که راته وکړئ، پلار مو په یوې مرکې کې ویلي و چې یوه ورځ لندن کې د سارا په لیدو یو ټکسي ډرېور ما نه کرایه وانخسته؛ تاسو ته یاد دي هغه څنګه چل شوی و؟
ساراـ ههههه! هو زه چې کله ماشومه وم مور او پلار داسې لویه کړم چې د ماشومتوب نه یې د هر څه واک راکړی و او په هيڅ بده خبره یې نه یم رټلې؛ خو پوه کړې یې یم. دا زما لپاره هغه څه و چې زه یې په ځان باوري کړې یم. زه داسې استعدادونه ګورم چې هر څه لري، د تکړښت پرې ختمه وي؛ خو ډېر وروسته پاتې وي؛ یعنېې په ژوند کې څه لاسته راوړنه نه لري. دا یوازې د ماشومتوب په وخت کې د والدینو د رټلو او د خلکو مخ کې د هغوی د سپکولو وجه وي او د هغه وخت تاثیرات یې وس هم په ژوند باندې وي.
په هغه وخت کې مونږ لندن ته لاړو ما ته مې والدینو ویلي وو چې هر چا سره خبرې وکړه؛ خو خپلو خبرو ته پام کوه. زه نپوهېږم چې په ماشومتوب کې دوی دا خبرې ماته څنګه په ذهن کې کېنولې وې او څنګه ما په هغه وخت کې په خپل ژوند کې عملي کولې؛ نو ما د ټکسسي ډرېور سره ډېرې په مینه او په خندا خبرې وکړې، کله چې مونږ ښکته کېدو پلار ته مې یې وویلی چې زه کرایه نه اخلم؛ ځکه ما مې په ژوند کې داسې ماشومه نه وه لیدلې چې د لویانو غوندې رویه یې راسره کړي وي.
دا هر څه زما د مور او پلار راکړه وه او د هغوی ازادي وه چې ماته یې راکړې وه؛ خو د دې ازادۍ مانا دا نه وه چې زه باید هر بد وکړم، نه که لږ بد به هم رانه وشو هغوی زه نه رټلم؛ بلکې پوهولم یې. زه مې د مور او پلار سره بې اندازې مینه لرم.
ـ له ډېرو لوبغاړو نه دا پوښتنه شوې ده چې خلک وایي د دوی ژوند ډېر ښکلی ژوند دی چې هر څه غواړي کولای شي او د عادي ژوند نه ډېره بهتره دی؛ تاسو په دې اړه څه وایئ؟
ساراـ که زه ووایم چې عادي ژوند زمونږ د ژوند نه ډېر زیات بهتره او ښه ژوند دی؛ خو څوک به یې راسره ونه مني؛ ځکه چې خوښي په ډېرو عادي شیانو کې ده چې مونږ خلک ورته وخت نه لرو؛ ځکه ټول فوکس مو په خپل کار باندې دی. هغه څه رانه پاتي دي چې ژوند ته د خوند ورکولو اسباب دي.
ټوله ورځ او شپه په دې باندې فکر کوو چې څنګه نوم روښانه او څنګه وکولای شو چې د خپلې کورنۍ نوم او خپل نوم خاورې نکړو؛ څومره چې زمونږ د خلکو ژوند ته د خلکو فکر دی د عادي خلکو ژوند ته ندی، مونږ هغه څه نشو کولی چې عادي خلک یې په ډاډه زړه کوي؛ که یې وکړو یوه ډنډوره ترې جوړه شي چې په کولو یې پښېمانه شو.
زه نپوهېږم چې ولې خلکو ژوند کټګوري کړی دی، ځینو ته يې اسمان کې ځای ورکړی دی چې په تېروتنه یې خاورو سره خاورې کړي او ځیني یې د لومړي سر نه خاورې کړي وي.
زما په نظر ژوند د ټولو لپاره عادي دی، ټول عادي انسانان یوو؛ خو یوازې مو توپیر په زده کړې کې دی او بس. زده کړه باید وکړو او ځان ورسوو او خپل وجدان او خلکو ته دا وښیوو چې یو څه یو؛ نور به ژوند کې کوښښ کوو چې تر کومه رسېږو او قسمت مو چېرته بیایي.
ـ په بالیووډ کې مو تر اوسه څلور فلمونه کړي دي؛ کوم اکټر سره مو کار کول راحته وي او خوند ترې اخلئ؟
ساراـ زه پوهېږم چې پوښتنې مو کومې خواته روانې دي هههه! زمونږ د بالیووډ اکټران ټول ښه دي؛ ځکه څوک چې دلته راځي هغوی د ډېر ورک اوټ ( کوښښ) نه وروسته دلته لار پېدا کوي او حتمن به داسې یو څوک وي چې کار کول ورسره اسانه کار نه وي؛ هغه داسې چې د هغوی د وړتيا له امله کس تر فشار لاندې وي چې ایا هغه سره به کار وکولای شي کنه؛ خو په ځان باور مې وکولای شو چې د هر یو سره په ډېرې راحتۍ سره کار وکړای شم.
ـ د خوښې لوبغاړی/ لوبغاړې څوک ده؟
سارا ـ خپل مور او پلار
ـ مور او پلار خو مو د ژوند لوبغاړي هم دي د هغوی نه وروسته؟
سارا ـ شاه روخ خان، امېر خان، سلمان، رنبر کپور، ماهدوري، کرینه کپور… او په نوو راغلو کې کارتیک ارین، سوشان سینګ راجپوت، رنویر سنګ، ورون داون، ډیپیکا پاډوکون، کرتي سنن، شرده کپور او…
تقریباً ټول مې خوښېږي.
ـ شخصي ژوند په اړه که پوښتنه وکړم ایا مینه مو کړې ده؟
ساراـ ژوند بې مینې ناممکن دی.
ـ تاسې په اخره کې د پوښتنې نه تېښته کوئ او د لومړیو پښتنو غوندې د پوښتنې اړخونه نه راسپړئ؛ نپوهېږم ولې؟
ساراـ هههه! هرې پوښتنې ته باید په تشریحي ځواب ورنکړل شي؛ ځیني WH پوښتنې وي چې په هو او نه کې ځوابېږي؛ یعنې ځواب یې باید یوه کلمه وي.
ـ مینه مو کړې ده؟
ساراـ یعنې تاسې هغه ځواب غواړئ چې ما په تېرو پوښتنو کې درنکړ؟
ـ هههه! مونږ یې نه غواړو ستا خوښوونکي یې غواړي.
ساراـ که زه ووایم چې ټول خبر دي؛ نو غلطه به نه یم. ټول پوهېږي چې زما کارتیک ارین بالیووډ ته د راتلو نه مخکې خوښېده او د هغه په څېره کې زه کیوټنیس (خوږوالی) ګورم او تر اوسه مې په هغه زړه بایللی دی او کېدای شي چې په راتلونکي کې مو په یو فلم کې د ټي وي په پرده وګورئ.
ـ په اخره کې د ژوند یو لنډ تعریف راته وکړئ چې لوستونکي هم ترې ګټه واخلي؟
ساراـ ژوند یعنې مینه، سخت کار او د دې دواړو لپاره په ځان باور او هغه څه پسې لټه کول چې ژوند دې ښکلی کړي او ته پکې خوشاله یې، که هغه ډېر غټ کار وي او که وړوکی؛ خو د ژوند جوړېدو او سخت کار کولو نه مخکې مینه، له کار سره مینه، مور او پلار سره مینه؛ یعنې د ټولو اړیکو سره مینه ډېره اړینه ده.
ژوند دا ندی چې یوازې یې ځان لپاره وکړو؛ ژوند کې باید د نورو خوشالیو لپاره هم یو څه وکړو؛ د هغوی لاسنيوی، هغوی ته ښې خبرې؛ که ووایم چې ژوند کې د نفرت لپاره هیڅ ځای نشته؛ نو مبالغه به مې نه وي کړي.
ـ ډېره مننه
سارا: تاسو نه هم مننه
تبصرې
تبصرې بندې دي