خو کومه پوهه

وصيل فيضي
ځوان نسل ته چې د بدمرغیو نه په تنګ دي او د خلاصون لار لټوي ډېر کله ناهیلي مخې ته ودرېږي ځکه ټولې هغه ډلې چې د دوی مخې ته د انتخاب په بڼه پرتې دي د دوی د ټولو پوښتنو او هیلو ځواب نه وایي.
په داسې حال کې دوی یا بېخي له سیاست و ارمانونو نه لاس په سر شي او یا له همدې نیمګړو انتخابونو نه یو انتخاب کړي او د دودیز سیاست له سېلاو سره لار ووهي.
زما وړاندیز دا دی چې مخکې له دې چې دوی ناهیلۍ او ارمانونو سره کمپرومایز ته غاړه کېږدي پوهې ته جدي وخت ورکړي.
خو کومه پوهه؟
افغانستان یا د افغانستان بدمرغي نړۍ کې کومه استثنایي پېښه نده.
موږ یو نړیوال سیاسي جال کې ژوند کوو او ډېریو ملکونو یا زموږ نه وړاندې بدمرغي تېره کړې او یا نن هم پرې اخته دي.
د بدمرغیو څرنګوالی مو هم ډېریو سره ورته دی او د بدمرغیو هغه لامل چې، کپیټالیزم، نړیواله لاسوهنه، ښکېلاک، دیني افراطیت، فقر او نور دي هم سره ورته دي.
د سیمې د ډېریو ملکونو د نننیو بدمرغیو سرچینه د شلمې پېړۍ د ښکېلاک او سړې جګړې قرباني کېدل دي.
ډېره اړینه ده، هغو لپاره چې د بدلون هیلې لري، تر څو تاریخ ولولو.
د تاریخ کره پوهه، هم خپل تاریخ او هم د خواوشا نورو ټولنو.
د مبارزو او مبارزینو تاریخ، د ازادي غوښتونکیو او ولسي مبارزینو د ژوند او د ستونزو تاریخ.
موږ کړای شو له دې بدمرغیو راووځو خو یوازې په دې توګه چې له ستونزو سره ریالیست چلند وشي، هغه وپېژنو، وخت ورکړو او که څه هم سختې به وي د بدلون دایمي لار ته کار وکړو نه لنډمهالو پروژه اي او د چټلو سیاستونو په جر کې بندو حللارو ته.
موږ وخت لرو، نړۍ نه ختمېږي که موږ د ژوند یو څو کاله خپلې پوهې ته ورکړو، خو که د پوهې وخت پر چټلو ورځنیو سیاستونو ولګوو کلونه به تېر شي خو هېڅ حللاره به مو نه وي موندلې.
له پوهې مې هم هېڅکله موخه یوازې پوهنتوني ډېګري نده، هغه د دندو لپاره ښه دي خو اصلي پوهه په ټولنیزو علومو کې ما ته د ځان روزنه ښکاري.
خپله پر ځان فکري پانګونه او خپله خپلې سپېڅلې کنجکاوۍ ته ارزښت ورکول او لټه، یوازې هله ممکنه ده له ناهیلیو خلاص شو او له واکمنو چوکاټونو بهر نوې حللارې او فکرونه وزېږوو.
تبصرې
تبصرې بندې دي