خپلې لور ته د فرویډ سپارښتنې

ژباړه: جنید بابکرخيل
کله چې زیګمونډ فرویډ لوی ارواپوه خپلې ۱۶ کلنې لور آنا فرویډ ته د آزاد ژوند کولو لپاره اختیار سپاره، دا څلویښت نکات یې ورته وریاد کړل، د آنا فرویډ د وینا له مخې ددې څلویښتو نکاتو په رعايت سره هغې وکولای شول چې په خپل بدن کې آرامښت رامنځته کړي، هغه د خپل ژوند په ۲۸ کال کې د ارواپوهنې لویه د نظر خاونده شوه.دا څلویښت نکات په دې ډول دي.
ګرانې آنا جانې! ته کولای شي چې ستا ژوند ستا ښکلیو خوبونو په څېر ښکلی شي، یواځې بايد دا باور ولرئ چې آسانه کارونه تر سره کوي. هره ورځ دا څلویښت لارښوونې په کار واچوه او له خپل ژونده خوند واخله.
روغتيا: ۱-زیاتې اوبه څښه. ۲-د سهار خواړه د یو پاچا(پادشاه )په څېر، د غرمې خواړه د شاهزاده ګۍ په څېر او د یو بېوزله په څېر د شپې خواړه وخوره. ۳-له ترکاري(سبزیجاتو) څخه زیاته استفاده کوه.
۴-ددې دریو نکاتو سره ژوند وکړه EEE. انرژي energy شوق او لیوالتیا enthusiasm همدردي empathy ۵-له سپورټ(ورزش) څخه ګټه واخله. ۶-زیاته ساعتیري وکړه. ۷-له تیر کال څخه زیات کتابونه مطالعه کړه.
۸-هره ورځ لس دقیقې سکوت او تفکر وکړه. ۹-اووه ساعته خوب کوه. ۱۰-هره ورځ له لسو څخه تر دیرشو دقيقو قدم وهه او د قدم وهلو په حال کې موسکا کوه.
شخصيت: ۱۱-خپل ژوند له هیچا سره مه پرتله کوه، ته نه پوهيږي چې د هغوی ترمنځ څه روان دي؟. ۱۲-منفي فکرونه مه لره، د هغه پر ځای خپله انرژي په مثبتو چارو کې لګوه. ۱۳-د خپل توان څخه پورته کار مه ترسره کوه. ۱۴-خپل ځان ډیر جدي(serious )مه نیسه.
۱۵-خپله انرژي د نورو په فضوله چارو کې مه لګوه. ۱۶-کله چې ویښه یې زیاته خیال پردازي کوه. ۱۷-کینه یعنې د وخت بې ځايه مصرف، ته هر هغه څه چې بايد ويې لري، درسره دي. ۱۸-تېر هېر کړه… خپل د ژوند د شریک تېرې تېروتنې مه وریادوه. دا کار ستا د حال ژوند آرامښت زیانمنوي.
۱۹-ژوند ډیر لنډ دی ددې لپاره چې له نورو متنفر واوسي. د نورو پر وړاندې نفرت مه ساته. ۲۰-د خپل تېر ژوند سره ملګرې اوسه چې ترڅو د حال ژوند(اوسني ژوند) خراب نکړئ. ۲۱-هیڅوک ستا د خوشال ساتلو زمه واري نه دي، مګر ته پخپله یې. ۲۲-په دې پوهه شه چې ژوند ښوونځی دی چې باید څه ترې زده کړئ. او ستونزې ددې ښوونځي د درسي برنامې څخه دي او د جبري صنف(جبري کلاس)په څېر دي.
۲۳-زیاته خندا او موسکا کوه. ۲۴-مجبوره نه یې چې په هر بحث کې ګټونکې شي. د مخالفت وخت هم شتون لري.
ټولنه: ۲۵-کله نا کله د خپلو خپلوانو احوال اخله. ۲۶-هره ورځ نورو ته یو ښه څیز وربښه. ۲۷-د هر چا خطا د هر څه په اړه چې وي ویې بښنه. ۲۸-زیات وخت له اویا کالو څخه د زیات او شپږو کالونو څخه د کوچنیو وګړو سره تېر کړه.
۲۹-کوښښ وکړه هره ورځ لږ تر لږه دریو کسانو ته موسکا کوه. ۳۰-دا چې نور ستا په اړه څه فکر کوي تا پورې اړه نه لري. ۳۱-د ناروغۍ په حالت کې ستا دنده(شغل)ستا مرستې ته نه راځي، بلکې ستا دوستان ستا همکارۍ ته رسي، نو له هغوی سره په اړیکه کې اوسه.
ژوند: ۳۲-مثبتې چارې ترسره کړه. ۳۳-له هر بې ګټې، زشت او هغه څه چې دې نه خوښیږي ترې لرې اوسه. ۳۴-مینه د هر څه درملنه ده. ۳۵-هر حالت څه که ښه وي یا که بد، تېرېدونکی دی. ۳۶-اړینه نه ده چې څه احساس لرې، باید پاڅېږې، خپل کالي غاړې ته واچوي او په ټولنه کې حضور ولرئ.
۳۷-په دې باوري اوسه چې ښه وخت هم راځي. ۳۸-همدا چې سهار له خوبه راپاڅې له خپل خدای څخه منندویه اوسي. ۳۹-ستا داخلي عمده برخه خوښي ده، نو په همدې بنسټ بايد خوښه اوسي. آخره مګر کم ارزښته نه ده.
۴۰-مرسته وکړه ترڅو مثبت پيغامونه په نړۍ کې دوام ومومي او د هغه انعکاس په خپل ژوند کې ووینې..
نوټ: ليکنه د (انتشارات نویسا)له فیسبوک پاڼې څخه راخستل شوې او پښتو شوې ده.
تبصرې
تبصرې بندې دي