دا خبره به راسره ټول ومنئ!

شمس الدين شمس
[pukhto]
هغوی چې د نورو په وېرولو او ازارولو کې ځان امن او راحت احساسوي روحي ناروغان دي او ددې ټولنې له لويانو نيولې تر کوچنيانو او له لوستو نيولې تر نالوستو غواړي چې نور په يو نه يوه ډول شکنجه او ازار کړي.
دلته که دې کړنه د نورو له فکر سره سمه نه وه سپکوي دي او که نور هيڅ يې له واک پوره نه وي غيبت او پروپاګند خو ترې چا وړی نه دی؛ ددې ځای خلک آن د تفريح په مجالسو او ودونو کې غواړي ځان تر نورو ستر او عزت داره وښايي نو مغروره او بوس کېناستل غوره ګڼي او له چا سره سپڼ هم نه کوي چې بیا ورباندې خپله هم تفريح د زړه د بوج د کمولو پر ځای بوج جوړ شي او نور يې هم پر خوند پوه نکړي.
اکثر وخت شکنجه ، اذيت او ازار ورکول يوازې په خوله نه وي، چاته لاس وراچول هم نه وي بلکې د نورو د کړنو پر خلاف ناوړه عکس العمل په وسيله خلک ازارول کيږي مثلاً يو چا به ډېره د خوند خبره روانه کړې وي خو مقابل لوری به يې بې له مخه ښې پرته ځای پريږدې او ور به په ځان پسې په شړک وتړي چې دا تر فزيکي شکنجې خلکو ته زيات اذيت ورکولای شي، په دې اړه عمر دراز مروت په خپل يو شعر کې وايي :
زه په ترخـه خـــبره مـرم عمر دراز مروته
زما د قتل ډېر سوچونه دې ياران نه کوي
ددې ټولنې هر وګړي تر خپله وسه د نورو د ازارولو هڅه کړې ده، دلته له کورونو نيولې تر ناستو او بنډارونو او آن تر ټولنيزو رسنيو نورو ته د خنډونو او ستونزو جوړولو کوشش شوی دی، د سارې په ډول دلته دې آن د خلکو د ویښتو پر پریښودلو او په خپله خوښه جوړولو هم نور کار لري او که د چا پر مرضۍ نه وي برابر؛ نو په شلو نومونو يې يادوي.
يا که د يو چا غږ ډېر ارامه وي ايجړا يې بولي او که برعکس لږ څه لوړ وي ډم او دې ته ورته ډېرې خبرې ورپسې تړي يا په بله بڼه دلته کوچنيان د لويانو تر مخ حتی خوراک هم نه کوي ځکه که کومه تېروتنه ترې وشي؛ نو بیا دګل کېږي، دا چاره تر کوچنيانو هم نه ده محدوده ډيری وختونه به تاسې خپله ښه وږي هم يئ؛ خو چې چيرته ميلمانه شئ او يا کوم ملګری د څه د خوړلو بلنه درکړي؛ نو تاسې ددې پر ځای چې نس مو موړ کړئ هغوی ته د درواغو په تسلئ ډاډ ورکوئ چې ګوندې ماړه يئ.
دا او دې ته ورته ډېرې نورې بېلګې شته چې مونږ په ورځني ژوند کې ورسره مخ يو او ځان او نورو ته مو ستونزې جوړې کړې دي، پر دې خبره لوستې او نا لوستي دواړه ښه پوهيږي چې د نورو په ځورولو، وېرولو او ناکراره ساتلو غوټي پرانستل کيږي نه بلکې لا ټينګېږي اوس؛ نو زموږ د ټولو مسوليت دا نه جوړيږي چې تاوتريخوالی وغندو او تاوانونه يې رابرسېره کړو او ليکنې پرې وکړو بلکې دا دی چې په خوله، قلم او لاسونو داسې څه ونه کړو چې د نورو د وېرولو، اذيت او مزاحمت سبب شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي