درد يو شور دی!

احمد جمال جمال
[pukhto]
درد يو شور دی
دغه شور به در رسېږي
که کوڼ هم يې!
مونږ شعر ته الهام ځکه وايو، چې شاعر کله، کله داسې ملغلرې ولس ته ورکړي، چې له وخت مخکې د ده په خيال خاطر کې هم نه وي؛ خو په ناخوداګا ډول يې خلک له فکري محصول برخمن شي او د ادب د غذا او بډاينې سبب هم وګرځي.
سوال يا پوښتنه کول علم او پوهه غواړي؛ خو په منظوم کلام کې دا کار ځکه مشکل دی، چې په سلو کې به لس، اته کسه شاعران داسې وي، چې د يوې موضوع په اړه د خپل نظر د تپوس په شکل کې پېش کوي او کله، کله يې ځواب هم په خپله وايي.
د عـصـرې حاضر په شاعرانو کې ممتاز اورکزی له دغه کمال څخه برخمن دی او په شعر کې حيرانونکي او بوږنونکي پوښتنې د لوستونکي مخ ته راځي:
چې د کومې صحنې په کوم ايت پېښ شوی
ړومبی ځل څنګه وو د ميو ضرورت پېښ شوی
دا خوند کوي چې د سوال کوونکي سوال په منطق برابر وي، ځکه چې همدغه سوال يا پوښتنه ده، چې انسان تحقق او پلټنې ته اړ کوي او ځواب يې راوباسي.
الهام، محيط او مطالعه د يو ليکوال او شاعر په ژوند ډېر اغېز کوي.
مونږ د نصرت ژوند او پند ته له همدغو درېيو زاويو څخه ګورو او بيا پرې خبرې کوو چې ولې يې کيسې، ناولونه او شعر وليکه په الهام خو مو هسې هم خبره وکړه.
خو محيط يې داسې دی او وي چې د ښاغلي د سترګو د غوړيدلو سره يې تل کاله کې د شعر ښاپيرۍ پر پلار ورته له خپل ګلورين پلوه ګلونه شيندلي وو.
له خوشحال سره که کېني يو څو کاله
دا د غره خټک به واړه شاعران شي
ارمان هم هملته د شعر او شاعرۍ سره اشنا شو ، کتاب يې وپېژنده او مطالعه يې پيل کړه.
نصرت نظم او غزل ليکي، اکثره نظمونه یې ازاد دي او په نظم کې يې هم د غزل په شان خواږه شته، د ده تل شعر کې نشه، موسيقي، پير، کافر، مسلمان داسې کلمات ډېر دي.
دی له مرګ نه ژوند ته ډېره ترجيح ورکوي، تل يې شعر کې ژوند پرستي ښکاري او د ( وصلح خير) لاروی يا منونکی دی، خو تل يې يو نيم بيت کې مايوسي هم شته او له کمي زياتي بيخي خلاص هم نه دی، ما يې د ليک لپاره د يوه غزل دوه بيتونه راخستي، چې په يوه کې د ثواب او په بل کې د قلم او کتاب خبره ده، من حيث د يو مهذبه انسان دا دواړه خبرې زموږ لپاره ارزښتمنې دي او کمال يې دا کړی، چې دواړه يې د سوال يا پوښتنې په ډول مطرح کړي، چې په ظاهر ساده خو د مانا له مخې ډېرې غني پوښتنې دي.
د غم غلطولو لاره کومه ده، چې ورشم
بغېر د مرګ نه لاره د ثواب شته دی، که نشته؟
زمونږ د څلوېښت کلنې جګړې، بربادۍ او د نورو اسلامي او غيرې اسلامي هېوادونو پرمختګ او ابادۍ زمونږ نوي نسل ته قسماقسم پوښتنې پيدا کړې او حق يې هم دی چې بايد ځواب شي.
دويم بېت يې هم د غزل مقطعه ده چې وايي:
هغوی چې وايي، رڼا ته رسېدل زمونږ ارمان دی
په لاس کې يې قلم شته دی، کتاب شته دی که نشته؟
ډېر ښه، مونږ پوهېږو چې قلم او کتاب په ظاهره دوه مختلف جنسونه دي، خو په اصل کې دا پوره اکاډمي ده، چې د همدې په واسطه د ملت د پرمختګ وربېرته کولای شو او ځان خپل منزل مقصود ته رسولی شو.
که چيرې مونږ له دغه دواړو سره رشته ونه لرو؛ نو همداسې به په ناورين پسې ناورين ګورو، هم به وژل کېږو او هم به بدنامېږو.
د نصرت د وينا مطابق که چيرې مونږ د امن او پرمختګ رڼا ته رسېدل غواړو؛ نو لومړی بايد د قلم او کتاب په ارزښت پوه شو او راسره وي او هم د خپل علم او هنر په زور له نورو قامونو سره د مثبت رقابت له لارې د جديدې ټيکنالوجۍ په اختراع او کارونې برلاسي شو او نوي نسل ته قلم او کتاب ورسوو، چې راتلونکې يې د دوی په لاس کې دی.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي