دسمال

عطاءالله ځواب
– سپوږمۍ دا ولې ؟
– راوغورځېدم
– ته راکه لاس دې! زه يې سم وګورم
– سخت درد کوي
غاټول د سپوږمۍ لاس په خپلو لاسونو کې ونيوه، وينې ته يې پام شو اوس هم روانه وه.
– چرته راوغورځېدې؟
– د جومات په خواکې ښيښو باندې!
– کور ته لاړه شه کنه!
– بيا مې پلار کنځي او مور مې وهي
– زما هم همدا حال دی
– اوس څه وکړم؟
– ته صبر چې لاس درته وتړم
له جيب نه يې دسمال راوويست سپوږمۍ د غاټول په لاس کې ريښې، ريښې دسمال ته وکتل .
غاټول دسمال په دواړو لاسونو کې ونيوه او په خوله يې څيري کړ.
د سپوږمۍ لاس يې وتړه، له درده يې وای- وای له خولې وتل .
سپوږمۍ د غاټول سترګو ته وکتل ډنډ وې.
– ولې ژاړې؟
– ژاړم خو نه
– دروغ مه وايه؟
– هسې
په دې سره سپوږمۍ له غاټوله غاړه تاوه کړه، درد يې کم شوی و.
عجب لالا غږ کړ: څه کوې غاټوله؟
دواړه له يو بله بېل شول، ويې ليدل چې عجب لالا په غوسه د دوی په خوا کې ولاړ دی.
غاټول په ډار وويل: هه، هغه دسپوږمۍ لاس خوږ شوی و
– چوپ شه د لوچک بچيه!
ترس شو، غاټول په خپل مخ لاس کېښود، له سترګو يې اوښکې توئ شوې
– څه شوي عجب لالا ما خو څه نه دي کړي؟
– هو- هو تا خو څه نه دې کړي
په دې سره يې يوه بله کلکه څپېړه وخوړه، مخ يې تک سور واوښت.
– نور دې دلته ونه ګورم او که بيا مې وليدې هډوکي دې درماتوم
غاټول په نيم دسمال اوښکې وچولې، د دې له خاطره يې نه ژړل چې وهل يې خوړلي، بلکې دې ته خپه و چې نوره به سپوږمۍ ونه ګوري.
عجب لالا روان شو، سپوږمۍ يې له خوږ لاسه نيولې ځان پسې راکشوله.
د سپوږمې په لاس کې نيم دسمال په وينو او د غاټول په لاس کې نيم دسمال په اوښکو لوند پاتې شو….
تبصرې
تبصرې بندې دي