دلته موسم بدل دی

احمد جمال جمال
[pukhto]
امېلونه جورومه د لفظونو
د سخن په باريکيو کې زرګر يم
(باور شينواری)
يقيناً چې په شعر کې د لفظونو په ښه شان استعمال د شاعر او په وړاندې کولو کې يې د سندرغاړي استعداد او مهارت معلومېږي. د موسيقۍ د فن هغه سندرغاړي ته د استاد لقب ورکوو چې د ښه شعر د انتخاب باوجود د لفظونو په ادا کولو حاکم وي او کلام له خوندورې موسيقۍ سره د اورېدونکو ذهنونو ته ننباسي.
همدغه رنګه د ښه شاعر ځانګړنه هم دا ده چې د نوي ژور فکر او لوړ تخيل سره په کلام کې د لفظونو په کارونې برلاسی وي او الفاظو ته مناسب ځای ورکوي.
شاعر د خپل فکر او تخيل په زور په الفاظو کې په داسې هنر خپل پيغام ولس ته رسوي چې هم موسيقيت لري او هم د مانا او مفهوم له مخې غني وي.
د هوس د ډمو پښو کې ګونګري مست دي
د احساس کړيکه ويده په هر کردار ده
د مرګي د وېرې سيوری ښار کې خور دی
زنده ګي خوله کې خبره د ښامار ده
شېر محمد حيدر د انساني فکر څښتن دی او تمام انسانيت ته په درناوي قايل دی. دا يې د دې بيت له مخې وايم.
چې د انسان د اوښکو رنګ شريک دی
بايد انسان په انسان ودردېږي
شاعر ته د قام سترګې وايي، ځکه چې دوی ته خدای تعالی د الهام په نوم يو ستر نعمت ورکړی.
څوک پېغمبر شي، څوک شاعر شي درده
په چا غزل په چا کتاب نازل شي
شاعر د وخت او حالاتو په ځينو تقاضوو باندې پوهېږي.
سلګونه کاله وړاندې چې خوشال خان خټک د مغلو د لښکر د تورو او نېزو لاندې پښتانه وليدل او د خلاصون بله معقوله لار يې نه وه، نو ويې ويل:
پښتانه چې نور څه فکر که ناپوه دي
بې له تورې خلاصی نشته په بل کار
همدا وه چې د ايمل خان او دريا خان په څېر نورو پښتنو ورته لبيک وويلو او د جنګ ميدان ته راووتل، مغل يې له شکست او ناکامۍ سره مخ کړل.
ورپسې د رحمن بابا دور راځي چې هغه مونږ ته د محبوب الهي د محبت نغمې زمزمه کړې او تر څنګ يې خلکو ته د وخت د ظالمو واکمنو پر ضد د احتجاج د غږ د پورته کولو هنر زده کړو، البته په شعر و شاعرۍ کې.
په سبب د ظالمانو حاکمانو
کور او ګور او پېښور درېواړه يو دي
خو د باچا خان او ګاندي جي له راتګ سره په پښتنه خاوره بري صغير پاک و هند کې د عدم تشدد هوا په حقيقي مانا وچلېده او ورسره زمونږ د پښتنو شعر او په اکثره کلامونو کې د ناتاوجنتيا څرک تر سترګو کېږي.
مخامخ راته قاتل د سر ولاړ دی
خو انسان دی، پرې ګوزار کولی نه شم
او داسې نور…
د شېر محمد حيدر په شاعرۍ کې هم د رد تشدد رنګ شته او ترقي پسند ښکاري.
حيدره مونږ دې خود پرسته او جنګ پرسته نه وی
حيدره مونږ دې د هر خوا نه سپين سړي ښکارېدی
او يا يې دا بيت چې:
د شيشو ښاره خدای دې روغ وساته
تيږې ړندو سره لاسونو کې دي
بل ځای وايي:
چې جذبه د پاڅون نه لري، زړه مړ دی
انقلاب خو دوهم نوم د روح او ځان دی
د حيدر د دې بيت په مصداق چې انقلاب سيلاب دی، وېښ او بيدره خلک ترې ګټه اخلي او ويده غرقوي. د پښټونولۍ له مخې ويلی شو چې ننګ د پښتنو ايمان دی او بې ننګي مرګ. ځکه خو حيدر هم وايي:
جنګ کې که سرونه زمونږ غوڅ شي د ننګ څلي دي
پوزې که شوې غوڅې تاريځونه به ولېدلي وي
پاک چاپېريال، سرسبز او شاداب غرونه او ډاګونه انسان ته فطري سکون او خوشالي ورکوي، خو د دې متضاد بې خونده وي.
سپين غر ته څنګه به د قاف ښاپېرۍ سيل ته راشي؟
نښتر اره شول، واورې وسوې، منظرونه مړه شوو
د نفاق او ځان ځانۍ ريښه له جهالت نه خړوبېږي او يو قام له منځه وړي.
هر چا له ځانه داېره تاو کړې
په هر منظر د ځان ځانۍ منظر دی
او په بل ځای کې خود پرستي او خودپرسته داسې راپېژني:
د خود پرسته زړونو خاوره د اغزو خاوره ده
نه ترې خوشبو راخېژي، نه پرې چرته ګل راخېژي
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي