دله ګان

لنډه کیسه/ مبارک شاه داودزی
[pukhto]
یو بې ادبه ملګری مې لاره، دومره بې ادبه و چې کله یې هم کوم ادبي کار نه کاوه، یواځنی ښه عادت یې دا و چې خپل کار و بار یې ښه پر مخ وړه او که به یې کوم ناوړه کار کاوه، نو په پرده کې به یې کاوه، زما نه غیر یې دغه پټه څېره چاته نه وه معلومه.
د ګرمۍ موسم کې خدای له ډېرې مودې وروسته پرې ورپېښ کړم، ښه راته خوشاله شو او ورسره یې ګیلې هم کولې؛ چې پوښتنه مې نه کوې.
د شپې تر ډېره سره ناست وو د مخکې او اوسني وخت کیسې مو سره و کړې، له خبرو یې وپوهېدم چې په بدعملۍ کې له حده اوښتی، د څملاستو په وخت کې یې په ورانه ټپ راکړ، ویل یې؛ ته به هم وایې چې دنیا مې ولیده، سبا دې وړم چې دنیا درباندې وګورم.
ما ویل چې څه دنیا به راباندې ګوري، یا به مې سینما ته وړي یا کوم بل داسې ورته ځای ته.
له څملاستو وروسته مې د بړستن لاندې په همدې سوچونه کول چې یار مې په کاروبار کې ډېر مخکې تللی، ځان مې ورسره تله، نو تله یې راباندې درنه ښکارېده، نیت مې پرې ساعت په ساعت بدېده، همداسې په بدنیتۍ کې ويده شوم.
سهار تر چایو وروسته یې خپل نوی ماډل موټر راوویست، دا چې ځان ته غره نشي ورته مې وویل: هلکه! په دې کې مونږ هلته سورلۍ چلوو، ډېر به یې نه راته غوروې، ویې خندل، ویل یې: ستا دا عادت لا نه دی ختم شوی، د ځان د پاسه هېڅوک هم څوک نه منې، ورسره کېناستم، موټر یې څو ځایه ودراوه، هر چا سره به یې لږ ګپ لږاوه او په شفر کې به ورسره غږېده.
موټر یې په یو خلاص سرک روان کړ، له ښه مزله وروسته په یو ځای کې هوټل راغی، موټر یې ورتاو کړ، دواړه ورکوز شوو، د هوټل والا لکه چې ورسره بلد و، په خندا یې موږ دواړو ته ستړي مشي وکړه.
موټر یې هغه ته وسپاره او زه یې له لاسه ونیولم ، د سرک چپ لور ته پټيو کې یې روان کړم، ګمان مې کاوه چې دلته به یې هم کار پاتې وي، په لار کې ناڅاپه ودرېد، مخ یې راواړوه، ویل یې که څوک په مخه راغلل او پوښتنه یې وکړه، ورته وایه چې لال خان مچيو والا پسې ګرځو، دلته یې مچۍ ساتلي دي، ښه مې ورته وکړه.
له څه مزله وروسته مخکې یوه شاړه ګاڼۍ راغله، ورسره خوا کې زوړ کور و، د کور نه لږ وړاندې ودرېدو، هغه اول شا او خوا وکتل، بیا یې زړه دروازه وټکوله، لږ وروسته یو سپین ږیری راووت.
دوی دواړوپه ښه شان روغبړ وکړ، ماته هم راغی لاس مې ورکړ، بیا هغوی سره جدا شوو، څه پس پسک یې وکړ، بوډا کور ته ننوت، ملګری مې زما خواته راغی، په شونډو یې له شیطانت ډکه موسکا وه، راته یې وویل؛ هلکه! اوس به دې نر او ښځه معلومېږي، زه بیا هم د فیل په غوږ کې ويده وم.
په دې کې سپین ږیری بیا راښکاره شو، په ډېره بې شرمۍ یې وویل: اول کوم یو ننوځئ؟
د شکه خبره وتې وه، په زړه مې ډار راننوت، ملګري مې نه ماته وکتل نه بوډا ته، همداسې کور ته ننوت.
بوډا راغږ کړ: هلکه! لږ څنګ ته شه چې څوک شک ونه کړي.
غوسه مې له کنټروله ووته، خو پدغه غرمه کې د ډار او شیطان اشارې ګډې وې، د بوډا مخ ته مې وکتل، وړې او خړې سترګې يې یو خوا بلخوا اړولې، په زړه کې همدې سودا اخیستی وم: دا ښځه به یې څه وي؟ ولې یې دغه ناوړه کار ته غاړه اېښې، ویل مې راځه بوډا وپوښته، خو زړه مې نشو کولای.
له ښه ځنډ وروسته مې بد عمله ملګری راووت، سترګې یې د بوډا سترګو ته ورته وې، دا ځل بوډا بیا به په ډېرې سپین سترګۍ ماته وویل: ژر کوه، د لارې سر دی او خلک پټيو ته راوځي.
له زړورتوب سره سره مې په پښو کې ساه ورکه شوه، ملګری مې له خندا شین و، نه پوهېدم شیطان هم یاري راسره تازه کړه، په تصور کې یې هغه نالیدلې ښځه راته لره بره کوله.
ملګري مې له لاسه ونیولم، ویل یې اوس مې ستا برخه پیسې ورکړي، یو ځل خو ورشه، و خوبه یې ویني، ما همداسې شاته زور کاوه، بوډا له مانه زیات ناکراره و، کېدای شي کله به یې داسې کوم بې زړه شی نه و لیدلی، ویل یې: یا ورځه او یا ځه، څه غوبل دې جوړ کړی.
زړه خو مې غوښته چې یوه ښه څپېړه ترې پورته کړم، خو نه پوهېږم چې څنګه مې په دروازه قدم واخېسته، کله چې انګړ ته شوم، نو وړاندې د دوه کوټو مخ ته جوړه برنډه کې مې یوه ځوانه ښځه ولیدله، کله یې چې زه ولاړ ولیدم، کرار کرار زما خواته راغله، ټولو غړو مې سستي کوله او په خولو کې ډوبېدم.
ښځه راخواته شوه، موسکۍ شوه او د کوټې د تګ یې راته وویل، هغې زما له شاه دروازه ځنځير کړه، زه لا بیا هم ولاړ وم، هغې بیا د کوټې د تګ وویل، نه پوهېږم له شرمه او که د ګرمۍ نه مې بدن خوله خوله شو، د هغې حال ته مې کتل، وېښته یې ړنګ بنګ په ولو پراته وو، سترګې یې د بوډا سترګو ته ورته وې، خو دومره توپیر یې لاره چې په دغو سترګو کې لږ شرم پاتې و، دومره شرم چې سترګې یې راسره نشوې مخ کولای.
دواړه چوپ ولاړ وو، په اول وار مې لږ زړه وکړ، ورته مې وویل؛ دغه بوډا دې څه دی؟
د څېرې رنګ یې یې والوت، له لږې چوپتیا وروسته یې وویل: څه یې کوې؟
ورته مې وویل: هسې پوښتنه مې وکړه، ملګري مې دلته په غلطۍ راوستی یم.
راغبرګه یې کړه؛ هو هغه ماته وویل، بیا یې روپۍ راوویستې، یو څه یې ترې رابېلې کړې؛ ها، دغه دي ملګري دې ستا په ځای راکړې دی، نور ې خبرې مو ونه کړې.
دروازه یې خلاصه کړه ويې ويل: دلته ډېر داسې په غلطه راغلي، خو بیا په بار بار راځي.
ترې راووتم، ملګری او بوډا راته حیران شوو، ځکه ډېر لږ وخت له دوی نه بېل شوی وم.
ملګري ته مې څو کنځاوې وکړې او په غوسه روان شوم.
لا به مې دوه قدمه نه وو اخیستي، چې بوډا مې ملګري ته وویل: هلکه بیا داسې دله ګان رانه ولې!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي