دنیا

ګل رحمان رحماني
[pukhto]
په پښتو شعر کې دنیا په دوو مفاهیمو کارول شوې ده، یو یې شتمني او پیسې او بل هم زموږ اوسنۍ نړۍ چې د اخرت په مقابل کې کارېږي، فاني او تلونکې ده. په پښتو شعر کې دنیا په دواړو ماناوو کارېدلې ده، چا فرېب او دوکه ګڼلې او چا د هغه دنیا یاني اخرت کښت او د تیاریو د چانس نوم ورکړی دی.
په یوه پښتو لنډۍ کې راځي:
دنیا د یار له سترګو ځار کړه
دنیا به تل وي یاران کله کله وینه
حمزه بابا بیا په دې نظر دی چې دنیا په انسان ودانه ده، که یې د کرکې یا مینې په خاطر غندو یا ستایو، نو دا هم دنیا ته د انسان ورکړه ده، د انسان له راتګ سره ورته هر څه راغلي دي:
چې دنیا د اب و ګل ته انسان راغی
مینه راغله، کرکه راغله، توپان راغی
دا چې سترګې زما ډکې ډکې کېږي
نوم د تګ په خوله وانه خلې باران راغی
غني خان بیا دنیا(جهان) ته د خپلې قناعت او پر ځان باور لرلو فلسفې له انده ورته ګوري او په بې پروايي ترې تېرېږي
پروا یې غني نه کړي که یې سپک تلي که دروند
توف څه په دا جهان وي او څه تول ددې جهان
حمید بابا د شتمنۍ په مانا له دنیا څخه کرکه لري او د لولۍ نوم یې ورکړی دی.
د یوه غېږ کې پرته او بل ته خاندي
څه لولۍ او بې حیا ده دا دنیا
د رحمان بابا بیا د دنیا په اړه متفاوت نظرونه لري، یو ځای وايي چې په احمقانو ودانه ده، خو بل ځای بیا خپله خبره جبرانوي او د عقبا توښه یې ګڼي.
دا دنیا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنیا باندې غرض
بل ځای بیا خپله خبره داسې جبرانوي:
ښه ده ښه ده دا دنیا
چې توښه ده د عقبا
بله بېلګه:
په دنیا کې که څه کار دی خو د دین دی
ددې کار په کننده وو افرین دی
بله بېلګه:
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
استاد پسرلی بیا له دنیاوالو له ترخې ناهیلۍ وروسته هغه کڼه بولي او خپل کار ورته عبث ښکاري
دنيا کڼه ده د ويشتلي زړه فرياد نه اوري
عبث له درده اړومه هرې خواته شپېلۍ
زه وایم:
دنیا ته راغلم چې رڼا له خپل وجوده ورکړم
خو چې ایرې شومه ناځوانې دنیا پرېښودمه
د عرفان او تصوف پیروان په دې اند دي چې دنیا له جنته د شړل شوي انسان د ګناه د جبران او ماموریت( عبادت) ځمکه او له خدای ج نه د بښنې غوښتلو ساحه ده، د ازمایښت او بالاخره بېرته د خپل اصلي استوګنځي د ګټلو سیالي ده. شیطاني په ټوله مانا غواړي چې موږ ته یې تر حده زیاته ښکلې کړي چې زړونه ورپورې وتړو او له اخرته بې پروا شو.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي