67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د ادبياتو ارزښت

شمس الدین شمس

[pukhto]
ددې لپاره چې د ادبياتو په ارزښت په سم ډول پوه شو نو په لمړې سر کې د ادبياتو ارزښت د نبوي ارشاداتو له مخي څيړو د ادب کلمه چې په گڼ شمير احاديثو کي راغلي ده دلته له هغې جملي څخه د يوه حديث مبارک يادونه لازمي ګڼو له ابو هريرة (رض) څخه روايت دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمايي. ((الکلمة الطیبة صدقة)) ژباړه: (نېکه او ښکلې خبره صدقه ده) ددې حدیث په اوريدلو سره موږ بايد خوشاله شو ځکه که یو څوک د مالي صدقې توان نه لري نو په يوه غوره وينا او ليکنې سره هم کولای شي چې صدقه وکړي.
که ادبيات په ټوله کې د اسلامي احکامو تر سیوري لاندې ترسره شي د ټولنې د پايښت لپاره به ار زښتمند او اغيزمن تمام شي.
له اسلام څخه مخکې د جاهلیت په زمانه کي شعر د ادبياتو يوه برخه وه او مشرکينو به د قبيلو ترمنځ د تعصب او نورو شخصي غوښتنو لپاره استعمالوه خو د اسلام په راتلو سره حالت بدل شو او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ادبياتو او اديبانو ته په ډير ښه سترګه کتل چې دلته هم د ادبياتو د ارزښت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم يوه ارزښتمنه وینا را نقلوو محمد (ص) فرمايي: (( اغيزناکه ژبه ده انسان ښکلا ده))
د رسول الله صلی علیه وسلم له دې مبارکی وينا څخه دا څرګندیږي چې اسلام د ادبياتو پر وړاندې روڼ او روښانه دريځ لري او هغو ليکنو او ليکوالانو ته لبیک وايي کوم چې ټولنه سمې او نيغې لارې ته رابولي.
هره ټولنه چې ادبيات ونه لری د وخت په تېرېدو سره يې نوم او نښان ورکيږي.او کله چی موږ غواړو ژبه مو ژوندۍ پاتې شي او ټولنه مو پرمختګ وکړي نو بايد خپلو ادبياتو ته ډير ارزښت ورکړو او کار ورته وکړو.
ادبيات د يوی ټولنې لپاره د ملا د تير په څير دي. او ټولنه پرته له ادبياتو پرمختګ نه شي کولای.
د ادبياتو مثال د هغه ونې په څېر دي کومه چې پرته له اوبو ژوندۍ نه شي پاتې کيدای. ادبيات هم د ټولنې لپاره د اوبو په څېر دي کومه ټولنه چې ادبيات او اديبان نه لري پرمختګ نه شي کولای ادبيات موږ دټولنې په درد پوهوي او بیا وروسته پرې پوهان د درد پټۍ لګوي. لکه ژوندی او ښه مثالونه یې زموږ د ټولنې يو شمېر ناوړه دودونه لکه ولور، بدل، د نجونو ورکړه په بدو کې او داسې نور
ولور هغه پيسې دې چې د نجلۍ پلار يې له خپل زوم څخه د خپلې لور په بدل کې اخلې دا عمل ډير يو ناوړه عمل دې چې دولت يي په مخنيوي کې له ستونزو سره هم مخ و خو دا ناوړه عمل د ادبياتو پر مټ په ډيره لږه موده کې له منځه ولاړ ادبيانو دا چاره پر چا په زور سره تحميل نه کړه بلکې په خپلو ليکنو ، مقالو او شعرونو کې يې ورټله. هماغه وه چې دا ناوړه عمل د خلکو له پامه بد شو او اوس خلک ددې چارې په ترسره کولو سره ځان سپک او حقير ګڼې او هيڅکله هم زړه نه ښه کوي چې له چا دې ولور واخلي.
بدل هم يو ډير ناوړه عمل دي چې يو څوک خپله خور يا لور د ځان يا زوی لپاره په بدل ورکوي يعنی د هغوی لور يا خور د ځان لپاره کوي او خپله لور يا خور هغوی ته ورکوي چې په دي کار کې له نجونو سره ډير زياتی کيږې ځکه ځينې وختونه په کورني چاپېريال کې ستونزه او مشکل پيښيږي. او تاوتريخوالې پيدا کيږي چې په بدل کې بيا دا چاره ډير مشکلات زیږوي ځکه ستونزه په يوه لوري کې وي او سزا يي دواړه اړخونه ويني.
دا چاره تر ډيره په لرې پرتو سيمو کې ترسره کيږي دا هم اوس د ادبياتو پر مټ په له منځه تلو دی ؛ ددې عمل يادونه هم اديبانو په خپلو ليکنو او مقالو کې کړی ده او ويلې يې دي چې په دي چاره کې ښځو ته د څارويو او يا بې روحه څيزونو په څېر کتل کېږي. نو ځکه خو د خلکو هم له پامه بده شوې ده او اوس ددي چاري تر سره کولو ته زړه نه ښه کوي.
د نجونو ورکړه په بدو کې (سوره) دا ناوړه عمل هم داسې وه چې که چيرې به د يوه چا ورور يا زوی قتل يا مړی کاوه نو د قاتل خور يا لور به په سوره کې د مقتول زوی يا ورور ته د جوړې کولو په نيت ورکول کيده چې بيا به د نجلۍ سره ناوړه سلوک او بد چلند کيده آن تر دې چې هغه به وژل کيده هم. چې دا چاره په ادبياتو کې د کيسو ، طنزونو او ډرامو پر مټ را برسيره شوه او بدې پايلې يي ټولنې ته ور په ګوته شوي خلک هم پر دې پوه شول چې هر څوک چې يو جرم ترسره کوي سزا يي هم بايد همغه ته ورکړل شي. چې خوشبختانه اوس دا چاره په مکمله توګه له منځه تللي ده.
د خوشالۍ ځای دی چې دا ټول ناوړه دودونه له ادبياتو څخه د سمې استفادي په صورت کې له منځه تللي.
ادبيات که ټولنه سموي نو انسان هم خپلې موخی ته هم ځيروي چې له امله يي انسان د عزت او شهرت تر پولو رسي. لکه د پښتو ژبې ستر شاعر،ملي مبارز او ملي اتل خوشحال خان خټک ده له ډير فکر او سوچ وروسته يوه لاره پيدا کړه چې هغه ادبيات وه د بند په دوره کې يي ګڼ شمير داسې شعرونه او قصيدې وليکلې چې ګواکې دی د مُغلو له خوا تيروتې وه او اوس په خپلو کړنو پښيمانه دی چې د يوې بیلګی يادونه یی په لاندی ډول شوې ده.
پس لــه بــــنده دی داعـــــزم د خوشحال دخــــاطـــــر جزم
یا نیـــــــولی مـــــــخ مکې ته یا مـغـلـو ســـــــــــــــــــره رزم
د خوشحال کلیات مخ۲۳۷
کله چې خوشحال خان له بنده ازاد شو نو خلک هم پوه شوي وه خوشحال خان چې پخوا څه کړي په ناپوهۍ کې يې کړي او تيروتې دی. او اوس دا په خپلو کړنو پښيمانه دی نو خوشحال خان خټک يي خپل مشر وټاکه.نو خوشحال خان خټک هم اراده وکړه چې مغل به له خپلې خاورې شړي او ويي ويل
څــو وانـــه خلی له غـــــــــلیـــمه انتقام
مـــرد نه خـوب کا نه خـوراک کا نه ارام
(د خو شحال کلیات مخ ۷۰)
چې دا چاره خوشحال خان خټک په ډيره بهادرۍ سره ترسره کړه او کوم ظلمونه او وحشتونه چې مغلو له پښتنو سره کړې وو د هغو ټولو غچ يي له مغلو واخيست او يواځې دا نه چې خوشحال خان خټک له مغلو خپل غچ واخيست او له خپلې خاورې يې وشړل او د پښتنو لپاره اتل شو. بلکې خوشحال خان خټک په خپل (۷۸) کاله عمر کې پښتو ته د ادبياتو په برخه کې هم دومره څه پريښودل چې پښتانه به يي تر عمره يادوي او په خپلو څيړنو کې به يې کاروي.
ادبيات نه يواځې دا چې ناوړه دودونه او مشکلات له منځه وړي او انسان خپلې موخې ته ځير کوي بلکې ځينې وخت د ادبياتو يوه وړه ټوټه يوه کوچنۍ ټولنه د خپلې ازادۍ د ترلاسه کولو په موخه د یوې لويي امپراتورۍ لپاره هم سرخوګې جوړولای شي لکه
که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بی ننګۍ له دې ساتينه
د ميرمن ملالۍ هغه ټپه چې د ميوند د جګړی په ډګر کې يي کړي وه. او د افغان مبارزينو د مورال د لوړوالي او د ښمن د مغروره لښکر د ماتېدو سبب شوې وه. سمه ده چي ادبيات ستاسو پر ټپ پټۍ نه شي لګولی تر څو ډاکټر (رنځپوه) ته لاړ نه شئ او هغه يي درملنه ونه کړي. همداسي که چيري تاسي روحاً او ذِهناً نا ارامه اوسئ ډاکټر (رنځپوه) ستاسې په رنځ نه شي پوهېدلای او نه ورسره ستاسې د رنځ درملنه وي خو په دې برخه کې اديب د ادبياتو پر مټ ستاسو په ستونزه پوهيدلای شي او په کيسو شعرونو، او مقالو سره ستاسی روح او ذهن ارامولای شي. لکه څرنګه چې د ادبياتو له نوم څخه را معلوميږي يو جامع لفظ دي نو په ادبياتو کې د هر چا د روزنې او پوهونې لپاره ځانګړي ځای دی .چې له هر يوه څخه يي په لاندي ډول يادونه شوې ده.
زموږ پوه او لوستي خلک خپل احساس، فکر او تجربه د خپلو ليکنو، مقالو، کيسو، ناولونو، ډرامو، فلمونو او شعرونو په وسيله ټولنې ته وړاندې کوي تر څو يوه ټولنه خپلو موخو او اهدافو ته ځير کړي. او دا پوهان د هر چا د پوهاوي لپاره جلا جلا لارې لټوي لکه دوی د ماشومانو،ځوانانو،لوستو،او نالوستو کسانو د پوهاوي لپاره له بيلابيلو ميتودونو او لارو کار اخلي.
د ماشومانو د روزنې لپاره په ادبياتو کې دماشومانو کیسې دې چې که چيري موږ خپلو ماشومانو ته په کوچنيوالي کې هغه ووايو نو زموږ کوچنيان به ډير زيرک او ذهين وي.
د ځوانانو د روزنې لپاره په ادبياتو کې کيسې، لنډي کیسې، ناول او شعرونه دي. چي ځوانان کولاي شي چې د ناولونو، شعرونو او کيسو څخه په ګټي اخیستني سره خپلې موخی او ورسيږي.
ومو ويل چې ادبيات يو جامع لفظ دی نو ادبيات د نالوستو خلکو د پوهاوي او د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لارې چارې خلکو ته ښيي. موږ که هر څومره دا ډول خلک په خپلو خبرو او نصيحتونو سره وپوهوو نو کيدای شي زموږ خبرې دا ډول خلکو ته هسی بابيزه او خوشې ښکاره شي. خو دا چاره بيا فلم او ډرامه په ډير لږ وخت کې کوي او هغوی ته د ژوند کولو موخه او لارې چارې په اسانۍ سره ورزده کولای شي.

[/pukhto]

3 خوښونې

اړوند مطالب

ژور خپګان Depression
زده کړه
ژوبڼ ته د تګ اصول
له ژونده خوند واخلئ!
د یو لیوني له خاطرو څخه!
ترور خان
د ژوند لويه هستي (پلار جان)
تر ټولو ښه تفریح

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جون 2017
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
« May   Jul »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /