د ارزښت د ښکته والي او لوړوالي راز

خالد حق مل
[pukhto]
پولي واحد د یو هیواد لپاره په نړیواله کچه د پیژندنې یوه ښه وسیله ده. کومه پیژندنه چې د یو هیواد په خپلې کرنسۍ کیږي شاید بل څه په دې برخه کې ترې مخکښ نه وي.
د یو هېواد د پولي واحد ارزښت د هغه هیواد له سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو… حالاتو سره تړلی او په ډېرو مواردو کې ورسره مستقیمه اړیکه لري.
پولي واحد د یو هیواد د هر ډول اړیکو( سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او نورو اړیکو سره مستقیمه رابــطه لري یعني نیغ په نیغه یي د اثر لاندې راځي.
له تېرې څه مودې راهیسې د افغانستان کرنسي(افغانۍ) د نورو هېوادونو د پولي واحدونو، په ځانګړې توګه د ډالر په مقابل کې په دوامداره توګه خپله ارزښت له لاسه ورکوي. چې علتونه یې هم تر ډېره څرګند دي. چې سیاسي بې ثباتي کډوډي ( د ګاونډیانو مداخلې، خپل منځي شخړې او ناامني، د کورني تولید کموالی، یا عدم کیفیت او نور ستر لاملونه ښودلی شو.
د پولي واحد د ارزښت لوړوالی او ښکته والی دواړه د یو هیواد ا قتصادي پیاوړتیا ته په کتو سره د هیواد په ګټه دي یعني که د چین هیواد د پولي واحد ارزښت ښکته دي نو دا یوه ارادي موضوع ده، ډېری وخت نړیوالو کنټرول کوونکو ادارو په چین باندي فشارونه راوړي تر څو د خپلو پیسو ارزښت لوړ کړي خو د چین ګټه په دې کې ده چې خپله کرنسي په ټیټ ارزښت کې وساتي.
دا ډیره څرکنده خبره ده چې دا ډول هیوادونه ولې خپله کرنسي ټیټه ساتي؟ که وروسته پاتې هیوادونه د خپلو پیسو ارزښت په قصدي او یا غیري قصدي ډول ښکته کړي نو د پیسو د پړسوب(inflation) د رامنځته کیدو باعث ګرځیدلی شي.
خو د چین په څېر پرمختللي هیوادونه دا ډول کارونه په قصدي توګه کوي او هدف یې دا وي ترڅو د خپل هیواد تولیدات په کم قیمت نوري نړۍ ته وړاندي کړي او د تولیداتو د خرڅلاو مارکیټ یې ګرم پاتي شي.
که چین په داسي شرایطو کې د خپلو پیسو ارزښت لوړ کړي چي نږدي ټوله نړۍ ته صنعتي او خوراکي توکي صادروي نو د تولیداتو د خرڅلاو د کموالي جدي ویره یې وجود لري.
بله خوا هغه هیوادونه چې وروسته پاتې دي. او تر ډيره د اړتیا توکي له نورو هېوادونو واردوي، باید خپله کرنسي په لوړ ارزښت کې وساتي.
که افغانستان د خپلو پیسو ارزښت ټیټ کړي نو د یاد هیواد د مالي پالیسیو د جوړوني ادارې سره دوه وېرې پیدا کیدای شي یوه وېره د پیسو د پړسوب( Inflation) ده چې دا ډول هېوادونو ته تر هر څه ډیره ګواښوونکي وي.
او دوهمه ویره دا ده چي که له نورې نړۍ تولیدات واردوي نو باید د واردشويو تولیداتو په مقابل کې هماغه هیواد د خپلو پیسو زیاته اندازه تادیه کړي تر څو د تولیداتو مناسب قیمت پوره کړي، نو د واردولو څخه وروسته یې باید په خپل هیواد کې په لوړه بیه خرڅ کړي تر څو د تادیه شوو پیسو جبران ترڅنګ په مناسبه اندازه ګټه هم پلورونکي ته په لاس ورشي.
زما په اند د یو هیواد د پولي واحد د ارزښت د ښکته والې او پورته والي راز په لاندې څو فکتورونو کې دی:
اول دا چي د هیواد د تولیداتو کچه باید لوړه وي او په ډيره اندازه د توکو او خدماتوتولیدات او د تولیداتو صادرات ولري. که د یو هیواد د تولیداتو او په ځانګړي توګه د صادراتو کچه ټیټه وي نو عادي ده چي د خپلو پیسو د ارزښت کنټرول په واک کې نه لري او ورځ تر بلې ټیټیږي.
دوهم تسلط او واک اختیار هم کیدای شي چې د یو هیواد په اقتصادي پیاوړتیا کې اغیزمن تمام شي او دې کړنې سره د نوموړې هیواد د پیسو ارزښت برقرار پاتي کيږي. د بهرني استعمار په ذریعه د یو هیواد پولي واحد نسبي یا غیر واقعي ارزښت خپلولی شي خو دا ډول ارزښت یواځې تر استعمار پوري محدود وي.
دریم: که د یو هیواد د وارداتو سطحه د صاداراتو په نسبت لوړه وي نو د نوموړی هیواد د پولي واحد کنټرول هم یو څه ستونزمن کار دی او په داسې شرایطو کې نوموړي هیواد ته پکار ده ترڅو که د حقیقي ارزښت توانایې نه لري نو د خپلو پیسو لپاره د نسبي ارزښت لارې چارې ولټوي.
د افغانیو ارزښت هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دولت کې غیر حقیقي ارزښت لرلو. او د بهرنیو نړیوالو موسیسو په مرسته یې تر یو حده لوړ ارزښت لره، خو دا لوړ ارزښت د کومو نورو عواملو له وجې نه و، یواځې د بهرنیانو په مرسته ولاړ و. خو کله چې بهرنیانو خپل تمرکز په افغانستان کم کړ نو د بهرنیو مرستو د تدریجي کموالي سره افغانۍ هم خپل ارزښت په تدریجي توګه کم کړه.
[/pukhto]
نړۍ مننه د مازیګر ویبپاڼې له مسولینو څخه چې زمونږ غږ ته انعکاس ورکوي ، او لیکنې مو تر هیوادوالو رسوي