67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د ازادۍ لمانځونکو ته!

د امريکايانو چې په هر ځای کې خوښه  وي، عمليات کوي، بمونه  غورځوي، ملکيان  وژني، د خلکو کورونو ته  ننوځي، تورې کڅوړې  ور په سروي او باګرام ته  يې وړي.

جان کيري راځي د څوارلس ميلونه خلکو رايو ته لغته ورکوي او د خپلې خوښې حکومت درته جوړوي. 

رسنۍ دې ورځ  او شپه پردی کلتور، مذهب او فکر نشروي.

غله او زورواکي د محاکمه کېدو پر ځای واک ته رسيږي، د ښار منځ کې دې په خلکو پښې ږدي، ځمکې دې غصبوي، خو څوک دې ترې د ولې پوښتنه نشي کوی.

په بازارونو کې دې په ښکاره په بهرنيو پيسو راکړه ورکړه کېږي، پردي توليدات  دې  راوړل کېږي او پلورل کېږي دې.

په ادارو کې دې په سپين سترګۍ رشوت اخېستل کېږي، موقفونه دې په پرتليز او ميراثي ډول ويشل کېږي، لنډغر دې  د ملي ارزښتونو څرګند سپکاوی کوي..

قاتلين، ورانوونکي او خرڅ شوي دې  همداسې په شان او دبدبه کې وي.

اوس تاسو ازادي هم دې ته واياست؟ !

له ځان نه بيرغ تاوول تاسو ته ازادي ښکاري؟!

کوم قاتل په دار شو؟ کوم غاصب نه  غصب راوګرځول شو؟ کوم غل زندان ته ولېږل شو؟ چرته څوک په استعداد موقف ته ورسېده؟  د کوم زورواکي  نه واک واخېستل شو؟  کله د ظالم نه د ظلم پوښتنه وشوه؟ کله د مظلوم اواز واورېدل شو؟

کانونه او ځنګلونه  چور شول،  له څو ځانګړو اشخاصو پرته په کې چاته برخه ورسېده؟

همدا اوس په لسګونه ولسوالۍ د طالب او داعش تر ولکې لاندې دي او حکومت يوازې د قومندانۍ او ولسوالۍ تر دېوالونو حاکميت لري.

همدا اوس  غريب له ګرمۍ سوزي او چورواکي ارکنډيشنو ته پراته دي.

همدا اوس موږ په وېره کې ژوند کوو.

همدا اوس  په ښارونو کې وژنې کېږي، کوم وژونکی ونيول شو؟

تاسو فېسبوک کې د ازادۍ د مبارکيو پوسټونو ته ازادي واياست؟!

د هرې بې انصافه حادثې وروسته يوازې دومره ويل کېږي چې د پلټنې کميسون وټاکل شو، خو د پلټنې د کوم کميسون نتيجه مو وليده؟

ازادي څه ته وايي؟ چرته ده ازادي؟ کومه ازادي؟ د څه شي ازادي؟

کرايي ليکوالان، چاپلوسان او دبړه ماران، د ولس په احساساتو لوبې کوي. دوی هغه څه وايي چې په عمل کې نشته!

راوښاياست چې چرته محکمه کې حق حقدار ته ورکړل شوی؟

راوښاياست چې چرته زورواکي ادارې ته د ننوتو لپاره په کتار کې ولاړ شوي؟

راوښاياست چې چرته د غلو مالونه ګمرک شوي؟

راوښاياست چې چرته قانون په ټولو منل شوی؟

راوښاياست چې  چرته په ويش کې انصاف شوی؟

کلونه شي  چې هماغه زړې څېرې د نظام په چوکاټ کې چورلي. کلونه شي چې د بې وزلو لاسونه تڼاکې دي، کلونه شي چې بې وسه او بې کسه در په در ګرځي. کلونه شي چې قاتلين او مفسدين زموږ په سرونو ناست دي. کلونه شي چې  مظلومان د جبر لاندې د ژوند ساه ګانې باسي. کلونه شي چې موږ د پرديو او خرڅ شويو رهبرانو په ملاتړ لګيا يوو. ايا دا ازادي شوه؟!

4 خوښونې

اړوند مطالب

لوڅ شخصیت
لیک نښې
څنګه قوي شخصیت ولرو؟
د اري اوښ / شتر دوکوهانه
د ژباړې روان بهير او څو ستونزې
لوبه
د مازيګر بنډار ديارلسمه ناسته وکړه
تور مار

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اگست 2017
S S M T W T F
 1234
567891011
12131415161718
19202122232425
262728293031  
« Jul   Sep »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /