د الفت صیب ګاونډى راته د هغه کیسې کوي

محمد نعمان دوست
[pukhto]
چې څنګه مې د اروا ښاد ګل پاچا الفت پر مزار نظر پریوځي، نو سمدلاسه مې دا بیت پر ژبه راشین شي:((دې زیارت کې وینم بل راز تاثیرونه – دلته مکوئ واړه واړه سوالونه)).
ژوند هم عجیبه دی، د سترګو په رپ کې تیر شي او هر څه بدل کړي. دا بیت د هغه نظم مقطع ده چې الفت صیب، علامه سید جمالدین افغان ته لیکلی و او دادی اوس د دې بیت شاعر هم د یوه زیارت بندیوان دی.
د سه شنبې په سهار (سلواغې ۲۱مه) مې، له خپل ملګري ښاغلي ذبیح الله بهار سره همدې زیارت ته د تلو تکل وکړ.
په دې زیارت کې زه هم (بل راز تاثیرونه) وینم. که هره ورځ ورته لاړ شم، نو هر ځل به جدا سکون محسوسوم، په دې خاموشه زیارت کې یو شور وي، لکه د قبر ټول دیوالونه چې یې خبرې کوي، د انسانیت خبرې، د مینې خبرې او د الفت خبرې.
د الفت صیب د اروا خوشحالولو په موخه مو د سروې نیالګي واخیستل. چې څنګه یې د مزار چاردیوالي ته ننوتم، مخکې له دعا مې هماغه بیت پر ژبه ونڅیده.
د زیارت په محوطه کې یو سړی کړوپه ملا، لګیا و. هغه سره سطل و او شاوخوا نیالګیو ته یې اوبه ورکولې. نیالګي مو وکرل او بیا مې له دې سړي سره خبرې شروع کړې. خبرې خو هغه وخت په شکرو بدلې شوې چې پوه شوم دا سړی له الفت صیب سره یو ځای پاتې شوی او د هغه خدمت یې کړی دی.
له مزاره د الفت صیب کلا ښکاري، سړي د هغه دور کیسې کولې چې دی نوی زلمی و او همدې کلا ته، ته راته. هغه به کلا ته لاس ونیوه ، کلا ته به مې وکتل، د سر سترګو به کار پریښود او د زړه سترګې به بینا شوې:
الفت صیب به له کلا راووت، قره قول به یې پر سر او خړه کورتۍ به یې پر تن وه. هره خوا به یې لکه ماهر عکاس په ځیر ځیر کتلې. د خانانو او ملکانو په لیدلو به یې تندی ګونځې شو، د خلکو د ناوړه رواجونو په لیدلو به یې شونډې په غاښ کړې، ( دوه جنازې) به یې ولیدلې ورته تم به شو، سر به یې وخوځوه او بیا به روان شو. د هر څه تصویرونه به یې په مهارت واخیستل او بیا به یې د خلکو مخې ته کیښودل.
دا سړی ماجب خان نومیږي. شاوخوا (۵۰ ) کاله عمر لري او وايي چې له دولسو کالونو راهیسې دلته منجاور دی.هغه، د الفت صیب دیوال شریک و او وايي چې هغه وخت یې لا عسکرۍ ته عمر نه و رسیدلی چې د الفت صیب او د هغه د میلمنو خدمت یې کاوه او هغه ورته غله ورکوله، نازوه یې.
ماجب خان ته د الفت صیب ځینې خبرې او کارونه په یاد دي. را ته ویل یې:
کله چې به الفت صیب غله (غنم، جوار، وریژې) واخیسته، د خپل کور د خوراک برخه به یې جلا کړه. خپله به یې د کلي د مسکینانو یو اوږد لیست جوړ کړ او بیا به یې اضافه غله پر همدوی ویشله. نورو خانانو به خپلې اضافي غلې پلورلې خو الفت صیب دا کار نه کاوه، مسکینانو ته یې خیرات ورکولې.
ماجب خان ته په یاد دي چې الفت صیب به میاشت کې درې څلور ځلي د کلي سپین ږیري او مشرانو ته ډوډۍ وکړه، له هغوی سره به یې خبرې کولې او مشورې به یې ترې اخیستې. هغه دا هم وویل چې الفت صیب به سپین ږیرو ته ویل: چې تاسې ډوډۍ خورئ ما ته خوند راکوي.
ماجب خان د الفت صیب د ژوند د وروستیو شیبو شاهد هم پاتې شوی. هغه ته په یاد دي چې کله دا ستر عالم او سیاستوال په ژوند شکي شو، نو خپلو اولادونه ته یې داسې وصیت وکړ: چې کله مړ شوم، اعلانونه به نه کوئ، حکومت به نه را غواړئ، زما مړی دې دهقانان خښ کړي!
ماجب خان ته هغه شیبې ډیرې خوندورې دي چې د الفت صیب په خدمت کې یې تیري کړي، هغه را ته ویل: غواګانو ته مې ورته واښه راوړل، غنم مې ورته وړه کول، ډیر یې نازولم. ډوډۍ یې راکوله د جیب خرڅ یې را کاوه، لکه اولاد غوندې یې ګڼلم.
هغه دا هم ویل چې دلته (عزیز خان کڅ)ځینو خانانو غریبان نه پریښودل، دا خانان له ښونځي جوړولو سره هم مخالف ول او ویل به یې چې که مکتب جوړ شي، د دهقانانو بچي به هم ورته ځي او زموږ د زمکو کارونه به پاتې شي. همدا الفت صیب و چې موږ غریبانو دلته کورونه جوړ کړل، مکتب جوړ شو.
خانانو پر غریبانو ډیر ظلم کاوه، خو الفت صیب به د غریبانو په څنګ کې ولاړ و.
ماجب خان د الفت صیب جنازه کې هم ګډون کړی او ویل یې چې دومره مخلوق راغلی و چې هیڅ حساب یې نه کیده.
ماجب خان ته الفت صیب دومره ګران دی چې د هغه د مزار منجاوري خپل ویاړ ګڼي. خو داسې څوک نشته چې دغه بې وسه او غریب منجاور ته د مرستې لاس ورکړي. هغه له څلور- پنځو کالونو راهیسې نه معاش لري او نه کوم بل امتیاز.
د الفت صیب مزار د کابل- جلال اباد پر لویه لاره پروت دی.یوه چاردیوالي ترې را تاوه ده. دا هغه وخت جوړه شوې چې ګلاب منګل د لغمان والي و او چې کله هغه والي و، نو ماجب خان ته هم توجه کیده.
دغه منجاور ګیله کوي چې له شاوخوا درې کلونو راهیسې نه د لغمان د اطلاعات او فرهنګ ریاست څخه څوک راغلي او نه کوم بل چا د ده پوښتنه کړې او نه چا د زیارت احوال اخیستی دی.
د الفت صیب زیارت د ځینو نورو زیارتونو په څير د خرافاتو ځای نه دی او چیرته چې خرافات نه وي هلته زموږ خلک انساني مرسته هم نکوي.
د دې زیارت په لیدلو د کراچۍ یو زیارت را یاد شو. دا زیارت د شاه قلندر بابا دی. دې زیارت ته یوه لاره تللې چې دواړه خوا یې د ګلونو دوکانونه دي. هره خوا د رامبیل، چامبیل، ګلابو او نورو ګلانو خوشبویي په مستۍ وي. خلک پنډ پنډ ګلونه اخلي، د شاه قلندر بابا پر مزار یې شیندي، مزار ګلونو کې پټ شي بیرته یې ترې جارو کړي او بیا هماغه شان پټ شي. ګڼ منجاور لري هر څوک ورته پیسې ورکوي او ښه یې ژوند جوړ دی.
د هغه په اړه مشهوره ده چې د کراچۍ دریاب یو وخت ډیر مست و. دا دریاب داسې ښکاري لکه له ښاره چې یې سطحه لوړه وي، خلک وايي همدې بابا سمندر ته د ارام کیدو امر کړی او اوس هم همداسې ارام دی. همدې خیالي کیسې شاه قلندر بابا په خلکو ډیر ګران کړی او عقیدت ورته لري.
خو زموږ الفت، چې ټول عمر یې د ظالمو خانانو، ملکانو، رشوت خور او… د ارامولو او مهارولو لپاره کار وکړ، ټول عمر یې د ولس د حقونو لپاره مبارزه وکړه، د هغوی حقونه یې له غرقیدو وژغورل د چا ورته هیڅ پام نشته.
زه نه وایم چې ډیوې دې د الفت صیب مزار په خپلو اوښکو روښانه وساتي، الفت صیب هم دا نه غوښتل؛ هغه خو ویل چې ډیوې باید په کورونو کې بلې شي، تیاره کورونه روښانه کړي.
زه وایم، دلته دې یو لوی کتابتون جوړ شي. د هغه د فکر ډیوې دې د خلکو په زړونو کې بلې وساتل شي. کنفرانسونه او غونډې جوړول څه مانا؟ ایا الفت دې ته اړتیا لري چې د کنفرانسونو په واسطه یې خلک وپیژني؟
د دې زیارت منجاور ته دې معاش مقرر شي.
د دې منجاور یو ځوان زوی معیوب دی. دماغي حالت یې هم جوړ نه دی. خو له پلار سره همدلته اوړي او را اوړي. نیالګیو اوبو کولو کې پلار سره مرسته کوي او خپل صداقت ښيي.
ماجب خان د نورو منجاورانو په څیر د خیرات په تمه نه دی، خو کورنۍ ور تر غاړې ده او یوازې د دې غوښتنه کوي چې که دولت میاشتنی معاش ورته وټاکي.
دلته شاوخوا دنګې دنګې روسۍ ولې ( ایبلیټس) ولاړې دي. په قبرونو یې سیوری کړی او دا د همدې ماجب خان د لاس نیالګي دي. همده کرلي دي. همدا ونې، ویني چې ماجب خان په الفت صیب څومره میین دی؟ څومره په اخلاص ورته خدمت کوي خو دا ونې د دې شاهدانې نه دي چې دې غریب منجاور سره دې چا په اخلاص مرسته کړي وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي