د انسان پېژندل شوي حسونه

طارق نجيب
[pukhto]
د انسان پنځه حسونه خو به هرومرو پیژنئ. خو نن به یو څو نورو سره هم بلد شئ. داسې ویل کیږي چې انسان لږ تر لږه تر نهه پورې حسونه لري خو ځیني څيړونکي بیا فکر کوي چې تر یوویشت او یا ډيرو پورې حسونه شتون لري. حس د تعریف له پلوه د حسونو یوه ډله چې یوې ځانګړي فزیکي پدیدې ته ځواب وایي او د مغزو یو ځانګړې برخې ته سګنالونه راځي او هلته څيړل کیږي. د انسان حسونه په لاندې ډول دي.
• لید: په تخنیکي ډول دلته دوه حسونه دي چې یو يې د رنګ او بل یې د روښنایې لپاره کاریږي.
• خوند: دا حس خپله پنځه حسونه لري لکه خوږ، مالګین، تروش، تریخ، تریو، خو عموما د یو حس لاندې راځي.
• لمس: دا حس د نورو حسونو څخه توپیر لري، لکه فشار، حرارت، درد، او یا خارښت.
• فشار: دا خو ښکاره حس دی.
• خارښت: دا حس د نورو لمسي حسونو سره توپیر لري.
• ترموسپشن: دا حس د حرارت او یخ وړتیا لري. په دې کې هم دوه حسونه شامل دي. د یخ او ګرم یو حس کې راځي دویم حس د بدن دننني حرارت څارنه کوي.
• غږ: د هوا یا اوبو له لارې د لړزې حس کول دي.
• بوی: دا حس د خوند حس سره یو ځای کار کوي.
• پروپریوسپشن: دا حس ددې وړتیا لري چې د بدن نورو برخو په پرتله د نورو برخو ځای پیدا کړي. دا حس پولیس په هغه وخت کې استعمالوي کله يې په چا شک راشي چې نشه وي او موټر چلوي. پولیس موټر چلونکي ته وایي چې سترګې پټې کړه او پوزه دې لمس کړه. نو که موټر چلونکی نشه وي نو ناکامیږي. دا حس هر وخت استعمالیږي لکه کله چې پښه خارښت وکړي او پرته هغه ځای ته له کتلو هغه ګروې.
• تشنج: په هغه وخت کې استعمالیږي چې کله عضلات اوږدیږي او دا حس د عضلاتو اوږدیدلو څارنه کوي.
• ناسیسپشن: یا په بل لغت کې درد. درد د نورو حسونو لکه لمس حس د زیات بوج له کبله رامنځته کیږي، خو یواځې دا هم نه شي کیدای، دا حس خپل حسې سیسټم لري. په دې کې درې برخې حسونه راځي، د پوستکي، د هډوکو او بندونو او د بدن اورګانونو.
• تعادل حس: دا حس د بدن تعادل او خوځښت دنده تر سره کوي او همدارنګه د جازبې قوه هم درک کوي. د پنځه حسونو نه شتون کې هم یو کس خپل تعادل برقرار ساتلی شي.
• سټرچ (اوږدیدل): دا حسونه په سږو، مثانې، معده کې کار کوي، یانې د خوراک زیاتوالي او فاضله موادو زیاتوالي له کبله پراخیږي.
• تنده: کله چې بدن کې د اوبو کمی وينو نو دا حس د اوبو کموالی درک کوي.
• ولږه: دا حس د بدن د خوراکي موادو کمبود حس کوي.
• مقناطیس حس: دا حس مقناطیس حس کوي خو د مرغیو په څېر غښتلی نه دی تر څو مسیر د ځمکې مقناطیس په مرسته لوری په نښه کوي. څیړنو ښودلې چې انسان کې مقناطیس حس شتون لري خو تر اوسه نه ده جوته شوې چې د کومې موخې لپاره ځانګړی دی.
• وخت: تر اوسه داسې کوم واحد میکانیزم نه دی موندل شوی چې خلک دې وخت درک کړي. خو څیړنو څرګنده کړې چې انسان کولای شي وخت څرګند کړي، په ځانګړې توګه کله چې ځوان وي.
اړوند څيړنې:
• د انسان پنځه حسونه ( لید، اوریدل، لمس، بوی او خوند) د ارسطو له خوا پیژندل شوي.
• تجربو جوته کړې چې انسانان کولای شي وخت تیریدل پرته ساعت ته کتلو درک کړي. په ۱۹-۲۴ کلنو ځوانانو باندې تجربې ثابته کړې چې درې دقیقو وخت کې یواځې درې ثانیې تېروتنه شوې. خو ۶۰-۸۰ کلنو تېروتنه بیا تر ۴۰ ثانیو پورې وه.
• د فلج ناروغي د وخت حس ډير کمزوری کوي.
• د تعادل حس په غوږونو کې دننه درې بهیدونکي مواد دي چې تعادل حس سره مرسته کوي.
• یوه سترګه په یو ساعت کې تر ۳۶۰۰۰ ټوکه مالومات پروسس کولای شي.
• یوه سترګه تر دوه میلیونه کاري برخي لري.
• سترګه ۱۴ مایله لرې شمع کتلی شي.
• سړي نسبت ښځو ته کم رنګونه پيژني.
• د اوریدو نهایي حد تر ۱۲۰ ډیسیبل پورې دی، چی بیا د غوږ کڼیدو امکانات ډيریږي.
• پوزه ۱۰۰۰۰ قسمه بویونه درک کولای شي.
• د انسان بوی حس د یاداښت سره نږدې اړیکې لري.
• د ښځو بوی حس تر نارینه ښه وي او د امینداورۍ پر وخت لا ډيریږي.
• ۸۰ سلنه خوند د بوی له کبله وي.
• لمس حس کې تر ټولو ډير حساس ځای د شونډو شاوخوا، څټ، د ګوتو څوکې او د پښې تلی او تر لږ حساس ځای د ملا منځ دی.
• ډير خوراک تر لنډ مهاله غوږونه کمزورې کوي
• پوستکی د بدن تر ټولو غټ اورګان دی چې تر ۴ میلیونه حسي اخذې لري.
• لمس کولو سره فشار کمیږي نو که چا سره خواخوږي کوئ نو غاړه ورکړئ یا یی لاس په خپل لاس کې ونیسئ او یا هم په اوږه ورته لاس کیږدئ.
• په بدن کې تر ټولو زیات حسونه د درد لپاره وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي