د اکبر پاچا عبادتخانه

ژباړن: اسدالله غضنفر
[pukhto]
په منځنيو پېړيو کې مذهبي تعصب د تقوا او فضليت نخښه وه. که به چا په دين کې زغم اونرمي کوله، دا کار يې د تقوا کمی بلل کېده. بوسويه چې د منځنيو پېړيو مشهور ديني عالم وو، په فخر ويلي دي چې په کاتولي: مذهب کې تر بل هر دين و مذهب زغم و تحمل کم دی. په هغه زمانه کې د زغم نشتوالی او تعصب، له هر ډول بدعت او ارتداده د مومنانو د راګرځولو تر ګردو ښه وسيله او د دين د ساتلو تر ګردو ښه طريقه ګنل کېدله.
دغه حال یوازې هغه وخت بدل شو چې د عقلانيت (رنشنليزم) دوران راغی او نويو فکرونو او نظريو د اروپايانو په ايمان کې شکونه پيدا کړل او عقل ته يې د ژوند په هر اړخ باندې د قضاوت کولو صلاحيت ورکړ. د افکارو تنوير، رنسانس، د صنعت ودې او د سيکولر نظريو خپرېدا، په شريکه، مذهبي عقايد وګواښل.
ديني عقيدې ته تر ګردو لوی خطر کمونيستي ايديالوژي پېښ کړ. د کمونيزم خطر د ټولو اديانو علما په دې فکر کې واچول چې د خپلو عقيدو د ساتنې لارې چارې ولټوي. دوي وروسته بيا، له الحاد سره د مقابلې او د ديني عقيدو د حفاظت په نيت د اديانو تر منځ مذاکرات پيل کړل څو په دې ډول د بېلو بېلو دينونو د پيروانو روابط سره نژدې شي، د اديانو تر منځ مشترک ټکي راټول شي او د يو بل د زغملو او د يو بل د پوهېدلو امکان زيات شي.
په هغه زمانه کې چې اروپايان د مذهبي تعصب او نه زغم په لاره روان وو، په هند کې اکبر پاچا د صلح کل (له ټولو سره سوله) لار خپله کړه او په خپل نوي پايتخت فتحپور سيکري کې یې په ۱۵۷۵ ميلادي کال د اسلام په بېلو بېلو اړخونو د بحث لپاره د عبادتخانې په نوم يوه موسسه جوړه کړه.
اکبر پاچا هره پنجشنبه سادات، مشايخ او اشراف په مذهبي بحث کې د ګډون لپاره عبادتخانې ته دعوتول. مورخ بدايوني په منتخب التواريخ کې ليکي چې:( د پآچا له هدايت سره سم د لمر خاته خوا ته امرا، د قبلې خواته سادات، سويل ته علما او شمال ته مشايخ کېناستل. پخپله پاچا به کله په يوه او کله په بله ډله کې ناست و، د دوی خبرې به يې اورېدلې او د دوی د نظرياتو په اړه به يې پوښتنې ګروېږنې کولې.) که به ريفرينس ته اړتيا پېښه شوه د سلطنتي کتابتون کتابونه د دوی په خدمت کې وو.
په عبادتخانه کې به د اسلام د تاريخ، فقهې او احاديثو په باب توند و تېز بحثونه روان وو. علماوو به پر يو بل تور لګاوه او پر يو بل به يې د کفر ټاپې لګولې. دوه کسه لوی علما، ملا عبدالله سلطانپوري او عبدالنبي صدر چې يو وخت يې په اکبر پاچا ډېر اثر پروت و، له ابوالفضل سره په مناظره کې پاتې راغلل. ابوالفضل چې د عبادتخانې د جوړېدو په کال دربار ته راغلی و، په بحثونو کې ډېر تکړه و. ده به په بحث کې خپل مخالفان لاجوابه کول. ده د اخبره د ملنډو او تحقير په نيت ليکلې ده چې : متعصب علما او معمولي فقها وشرمول شول.
وروسته بيا د حکيم ابوالفتح ګيلاني او مير شريف آملي په څېر شيعه علماوو په راتلو سره په عبادتخانه کې د اسلام يو بل ډول تعبير وړاندې شو. د علماوو تر منځ په وړو وړو خبرو شور ماشور او های وهوی که څه هم د اکبر پاچا طبيعت ورخټه کړی و مګر په خپله ده ته د بحث موضوعاتو ډېر خوند ورکاوه.
د بدايوني په قول: ده به د پوهانو او مشايخو په ملګرتيا ډېر وخت په عبادتخانه کې تېراوه او په تېره بيا د جمعې شپه خو يې تر سهاره پورې د دين د اصلي يا فرعي موضوعاتو په اړه په بحثونو او پوښتنو روڼوله.
اکبر پاچا که دغو متفاوتو تعبيرونو ته حيرانۍ وړ ی و، دا بلکل طبيعي وه، ده ويلي دي: کاشکې مې د نقلي علومو له ښوونکو د نظريو دومره اختلاف نه وای اورېدلی، او کاشکې د ايتونو او حديثونو دومره متفاوت تعبير و تفسير نه وای حيران کړی.
دی چې د اسلامي علماوو تر منځ بحثونو قانع نه کړ، نو د نورو دينونو تعليماتو په اړه د معلوماتو د حصول لپاره يې عبادتخانې ته دنورو اديانو لوی علما راوبلل چې په بحثونو کې برخه واخلي.
دلته د هندو دين علما راغلل. دوی د برهمن ايزم اصول او عقايد شرح کړل. ورپسې دجين(دا هم په هند کې يو دين دی چې د ژوندو موجوداتو نه وژلو ته خورا اهميت ورکوي. له يوې احصاييې سره سم د هند دوه فيصده خلک د جين دين پيروان دي. ژباړن) علما راغلل چې د هغو تر اغېز لاندې اکبر په خاصو ورځو کې د مال حلاله منع کړه. د زردشتي دين عالم، د ستور مهرجي رانا هم د خپل دين غوټې پرانيستلې او لکه څنګه چې بدايوني ليکلي دي، په اکبر پاچا باندې زردشتي عقيدې دومره اثر وشينده چې: پر ابوالفضل يې امر وکړ چې د زردشتيانو له رواج سره سم بايد د ورځې په ټولو ساعتونو کې په دربار کې د مقدس اور د بل ساتلو بندوبست وشي.)
اکبر د لټون د شوق په حکم په ګوا کې استوګن پادريان دربار ته وروبلل چې د عيسايت په باره کې معلومات ورنه واخلي. د مسيحي تبليغانو لومړۍ ډله د پادري اکواويوا په مشرۍ فتحپور سيکري ته په ۱۵۸۰ کې لاړه. د دې ډلې يوه غړي پادري مونسرت د اکبر دربار ته د سفر ډېر په زړه پورې راپور ليکلی دی. ده ليکلي دي چې: پادريانو او د مسلمانانو ديني مشرانو په ګڼو مسايلو لکه تثليث، خدای، د خدای زوی، د هغه مرګ… د حساب ورځ، مرګ، بيا ژوند او په نورو مختلفو سياسي او فلسفي موضوعاتو پرله پسې بحثونه کول. البته، بې له مبالغې يا کلانکارۍ وايم چې د خدای په مرسته، پادريانو په بحث کې خپل مخالفان داسې غلي کړل چې هر دم به يې ويل چې که عياسيت حق وي نو معحزه مو کومه ده.)
که څه هم پادريانو د بحث په وخت خورا ترخه ژبه کاروله خو اکبر پاچا او درباريانو يې حوصله نه بايلله او اجازه يې ورکوله چې خپلې خبرې په ازادۍ سره وکړي.
د منځنيو پېړيو په تاريخ کې د عبادتخانې تجربه ساری نه لري. دغه تجربه له يوې خوا د ديني علماوو وچ تعصب راښيي چې دنورو عقيدې به يې ردولې او په خپلو عقيدو به يې ټينګار کاوه، له بلې خوا د غو بحثونو داسې چاپېريال رامنځ ته کړ چې ديني پوهانو به خپل نظريات په ازادۍ سره پرته له ممانعته بيانول. د دينونو تر منځ دغو خبرو زغم او تحمل پيدا کړ او له اکبر سره يې مرسته وکړه چې په هندوستان باندې د حکومت کولو لپاره د صلح کل پاليسي خپله کړي.
دا يو عام سو تفاهم دی چې وایي اکبر پاچا نوی دين جوړ کړ. د (دين الهي) کلمه محسن فاني په (دبستان مذاهب) کې له ځانه جوړه کړې ده. دغه کتاب د جهانګير په زمانه کې ليکل شوی دی. ابوالفضل د دين الهي په ځاي د (آيين زهنموني) اصطلاح راوړې ده چې د لارښوونې مقررات يې معنا ده. د اکبر د مذهبي زغم پاليسي د هند لپاره چې د بېلو بېلو دينونو خلک پکې اوسېدل، مناسبه وه. اکبر و غوښتل د ټولو خلکو پاچا و اوسي، که د هرې عقيدې او هر توکم خلک وي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي