د بريالي ژوند ٢٦٩ رازونه

هجرت الله باور
[pukhto]
دا کتاب د يو نه؛ بلکې د ډېرو بهرنيو هېوادونو د ليکوالو د ليکنو او ويناوو لنډيز دى، چې د کندوز ولايت تکړه ليکوال او ژباړن محمد عزيز پردېس ژباړلې او ګودر کتاب خپرنځي د ١١٠٠ ټوکو په شمېر چاپ کړى دى.
د ده دا ژباړل شوى اثر موږ ته لارښوونه کوي، چې په خپلو ورځنيو چارو کې زموږ د برياليتوب رازونه په کومو شيانو کې نغښتي دي او هغه کوم وسايل دي، چې موږ او تاسو د برياليتوب پولې ته رسوي.
همدا راز د (بريالي ژوند ٢٦٩ رازونه) موږ ته لارښوونه کوي، چې يو انسان څنګه کولى شي، په خپلو دفتري دندو، زده کړو، کورنيو، ټولنيزو او سودا ګريزو چارو کې د برياليتوب له لارو چاور سره اشنا شي.
څرنګه چې د کتاب نوم نه معلومېږي. په ژوند کې د بريا ترلاسه کولو لپاره په کې ډېر ګټور رازونه راټول شوي دي، د بېلګې په توګه يې درته لومړى او وروستى راز را اخلم، نور يې تاسې په کتاب کې ولولئ:
١ راز: مونږ ټول کله نا کله تېروتنه کوو، خو کله چې يو څوک له موږ ګيله کوي، معمولا زموږ لومړنى غبرګون دا وي، چې له خپل ځان دفاع وکړو، په داسې حال کې چې د تېروتنې منل، د اړيکو په بيا جوړولو او تداوم کې ډېره مرسته کوي.
ډېرى وخت يو ساده عبارت خو (صميمانه) د بېلګې په ډول [بښنه غواړم] يا هم [کومه ځانګړې موخه مې نه درلوده]، د يوې اړيکې د ژغورلو لپاره بسنه کوي.
٢٦٩ راز: هره شپه او ورځ ١٤٤٠ دقيقې ده! دا ددې مانا ورکوي، چې هره شپه او ورځ ستاسې لپاره ١٤٤٠ چانسونه دي، چې ته بايد ترې مثبته ګټه پورته کړې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي