د بشر د تاريخ تر ټولو خطرناکه ناروغي

لنډيز: رضاءالله ځار
د بشر د تاريخ تر ټولو خطرناکه ناروغي بېشعوري ده.
بېشعوري داسې ناروغي ده، چې کولای شي هر څوک په هر ځای کې پرته له خبرتيا ونيسي، په امريکا کې تقريباً د ۱۰ ميلونه په شاوخوا کې بېشعوران شتون لري.
ډېر خلک په دې باور دي چې کېدای شي زه ونه شم کولای، چې بېشعوري تعريف کړم بلکې کولای شم له کيلو مترو وړاندې هم بېشعوره وپېژنم.
تقريباً په دې خبره ټول موافق دي، بېشعوره هغه څوک دي چې په پوره ارادي ډول بد او کرکجن چلند ترسره کوي او هغه ځنډ او خنډ چې په کارونو کې يې راولي او نورو ته په کارونو کې ازار رسوي پرې خوشاله وي.
ځيني په دې باور دي چې بېشعوره کلمه يوه عاميانه کلمه ده چې د سپکاوي او تمسخر کولو لپاره کارول کېږي او له دې امله سمه نه ده چې د يوې طبي اصطلاح په حيث وکارول شي، په بل عبارت يو بېشعوره کې تر هغه پورې احساس نه پيداکېږي تر څو يې چې درملنه ونه شي.
بېشعورانو تر ډير پخوا شتون لرلو او اوس هم شتون لري، تر ټولو مهمه خبره چې د بېشعورۍ په اړه پرې پوه شو همدا ده.
د ډېرو ناورغيو په شان کېدای شي بېشعوري هم ارثي وي، د بېشعورانو د پېژندلو اسانه لار د هغوی په حريصانه عادتو څېړنه کول دي.
د بېشعورۍ د تعريف او پېژندنې پر ځای مهمه دا ده چې د بېشعورانو علايم او عادتونه وپيژنو:
هغه ډلې چې په بېشعورۍ د اخته کېدو کچه يې ډېره لوړه ده:
• د مالياتي اداراو مامورين او مميزين
• د لارښوونې او چلونې افسران
• د دولتي ادارو کارکونکي
• د څارنوالۍ وکيلان
• ټول هغه کسان چې د انسانانو په بې وزله کولو سره غواړي د حيواناتو ژوند وژغوري.
• هغه خلک چې په لويو او ککړو ښارونو کې له ژونده خوند اخلي.
• هغه خلک چې داسې موټر واني کوي، ته به وايې لکه د پلار سرک يې چې وي.
• هغه کسان چې په ترافيکي څراغونو تيرېږي.
• هغه کسان چې مصنوعي خندا کوي.
• هغه کسان چې په زور سره غواړي نورو خلکو ته هدايت وکړي.
• رسنيز نيوکه کوونکي
• هغه کسان چې په کتار کې په زوره ځان ځای کوي.
• هغه کسان چې په خيراتو پسې ګرځي.
• هغه کسان چې د موټر چلولو په وخت کې په موبايل خبرې کوي.
• هغه کسان چې د خوراک په وخت کې سياسي بحثونه کوي.
• هغه کسان چې تر خبرو يې د لاس خوځښتونه ډير وي.
• هغه ميندې او پلرونه چې خپلو اولادونو ته اجازه ورکوي چې له کوره دباندې څه کوي و دې کړي.
بېشعوران د ځان لپاره ناليکلي قواعد لري چې ځينې يې دا دي:
• ټولې ستونزې نورو منځته راوړي دي.
• د ستونزې حل او د ريښې پيدا کولو ته اړتيا نشته
• چې څومره دی جرم لوی وي همدومره بايد مکرجن واوسی.
• که له کوم قانون څخه ستړی شوی د اړتيا پر مهال بل جوړ کړه
د بېشعورانو علايم
• د نورو په کارونو کې لاسوهنه کوي.
• له دې چې نور ځان ته پاملرنه کوي ناراحته کېږي.
• که څوک ورته ووايي چې ځان ته پاملرنه کوه، نور هم ناراحته کېږي.
• ماشومان يې هېڅ نه خوښېږي.
• هره دنده ورته سپکاوی ښکاري.
• د نورو په ستونزو خوشاله کېږي.
• له نورو سره داسې مرسته کوي چې بيا هيڅکله له دې څخه مرسته ونه غواړي.
• بېشعوران کولای شي چې نور وټکوي.
• هېڅ کله غوښتنه نه کوي بلکې امر کوي.
• د چا ستاينه نه کوي.
• تر هغه وخته چې غچ يې نه وي اخستې ارام نه کيني.
• چاپلوسي کوي.
• ماشومانو ته داسې فکر ورکوي چې يواځې د مور او پلار نوم اوچت کړي.
د بېشعورانو مينه:
• له خپل ځان سره
• له خپل موټر سره
• له خپل ځای سره
• له مقام سره
• له تعصب سره
• له خپلې پوهې سره
• له خپلو نظرونو سره
• له شتمنۍ سره
په دې کارونو غوسه کېږي:
• سهار چې ورځپاڼه يې ناوخته راورسېږي
• کله چې قهوه يې سړه وي.
• کله چې يې څوک په خبرو کې ولې؟ او څنګه؟ ووايي.
• که څوک يې ورته عيب ووايي.
• کله چې لمر وي.
د بېشعورانو ځينې ګډې ځانګړتياوې:
• پټه ځان ستاينه
• بې کچې کرکه
• په ځان غره کېدل
• غير قابل نفوذ ضمير
• د نورو په سپکاوي د قدرت لاس ته راوړل او ځان ارامه کول
• له اصلي انساني ځانګړنو ډډه کول
• له ساده خلکو څخه بې رحمانه او ناسمه ګټه اخستل
د بېشعورۍ درملنه:
• د خپلې بېشعورۍ منل
• په خپلو کارونو پښيمانتيا ښکاره کول
• انساني صفتونه په ځان کې راولي لکه:
د نورو سره مرسته کول
قدرت وويشي
د نورو په برياوو خوښي ښکاره کول
د خپلو تېروتنو مسوليت منل
په نورو باور وکړي
نورو ته اجازه ورکړي چې په دې باور وکړي
زړه سوي وکړي
• بايد په دی پوه شي چې ماته خوړل کومه ستونزه نه ده.
• تل بايد باشعوره اوسي، ځکه کېدای شي چې په راتلونکې بيا بې شعوره شي.
• له خپلو بې شعوره ملګرو سره د هغوی په بې شعورۍ ختمولو کې مرسته وکړي، ځکه چې اوس يې خپله بې شعوري پېژندلې او ختمه کړې ده.
——————————————————————————
سرچينه: بېشعوري، ليکوال: ډاکټر زياوېر کرمنټو، ژباړن: جمعه خان ريحان، ۲۰۲۰
تبصرې
تبصرې بندې دي