د خاورو ګډاګي – افسانه

محمد ارشد سلیم
[pukhto]
الله اکبر….الله اکبر….!! د فضل ربي د سوز نه ډک اواز سره سمدستي ګل مینې ترور په خپل سر لوپټه سمه کړه. بیا یې د خشاک پنډوکی وتړه او چې د ماښام اذان سر ته اورسیده ، نو دواړه لاسونه یې دعاته پورته کړل…. دا ځل یې هم لکه د مخکې په شان سترګې راډکې شوې…. دخوړ اوبو چې په کوم ساز نغمه چیړلې وه، هغه هم په ویر کې بدله شوه…..ګل مینې ترور د رڼو اوبو یوه لپه په مخ واچؤله او چې څنګه یې ترې دویمه لپه راډکه کړه ، نو تکې سرې وینې یې سترګې وبریښولې …..هغې ته داسې محسوسه شوه چې د بوډۍ د ټال ټول رنګونه ، په سور رنګ کې بدل شوې وي او هغه په دې ټال ناسته ، څوک ورله تیزې تیزې جوټې ورکوي ….د هغې سر په چورلیدو شو او په غوږونو کې یې د خپل ماشوموالي اوریدلې ټولې کيسې. په انګازو سر شوې…. شیرعالم میمونۍ ،مومن خان شیرنۍ او ادم خان درخانۍ ….!!! بلې جوټې هغه تر تر اسمانه اوچته کړه …. په وینو لړلې تورې په لاس خټک او یوسفزي او د هغوی د اسونو شور …. د اورنګ د فوځونو په اوبه کیدو زور او د امبیلې په کامبیله کې د فرنګیانو په غوښو ماړه ګیدړان او د هغوي شور ماشور د ګل مینې ترور د غوږونو پردې وشلولې ….هغې اوس هیڅ نه اوریدل …. له ډیرهیبته یې په سترګو تیاره راغله او په خوړ کې راګوذاره شوه…. د معظم دین کلال لور وختي راهيسې د خپلې بلۍ نه ګل مینه ترور د خپل نظر په ولقه کې راخيستې وه . د هغې په چغو سورو معظم دین کلال او د بره چم څو ځوانانو خوړ ته منډه کړه.
نیکه بي بي ده ….خدای دې هېڅ هم پرې نه کوي. معظم دین ډیر په عقیدت وويل . بس لږه شان بې هوشه ده…. شهسوار ګل مینه ترور په غیږ کې رااوچته کړې وه . الله تعالی په خپلو نیکو بندګانو غیرت کوي …. ډیر غیرتي ذات دی او بیا دا خو د شهید کورودانه او دشهید مور ده …..
شهسوار چی ګل مینه ترور د هغی په بې وره کور وردننه کړه نو په وران ویجاړ کور کې ورته ، یو خوا ته مات جولنګ کټ ښکاره شو ، هم هغلته یې ورو غوندې ورکوزه کړه، لکه څنګه چی څوک مړی قبر ته سپاري .
-کاکا! څه دې خیال دی ….؟ غنچه ګل پسی یوه منډه نه وهم ….الله تعالی یې لاس کی ډیره شفا ایښې ده ….!!! شهسوار د پوښتنې په انداز معظم دین کلال ته کتل .
-خبره خو دې روغه ده بچیه ….خو ولې د مولانا سیف الله اعلان درنه دومره زر هیر شو ؟؟؟
-کوم اعلان ….؟ داسی ښکاریده چی شهسوار په روزانه ګڼ شمیر اعلانونو کې ددې اعلان نه خبر نه وي . -تیره ورځ دا اعلان شوی وو چی اوس به د هر مرګ ژوبلې ،روغ رنځور او……..
-هو …هو ….ددې نه خو خبر یم …..خو سپین لالا د کلي مشرانو ته پیغام رالیږلی دی چی ټول یو موټی شئ او د چا هم پروا مه کوې.
شهسوار په پښتني جوش ، جذباتي انداز کې وویل . د بې هوشۍ په حالت کې د ګل مینې ترور شونډې ورپیدې .
ټوټې ټوټې په تورو راشې
د بی ننګۍ آواز دی را مه شه میېنه
بیا هغی په جولنګ کټ کې د ډډې بدلولو ناکامه هڅه وکړه.
– ځه الله خیر کړو ….اوس به ښه شي له خیره.
-ښه کاکا ….زه به هم ورشم ….اوس خو چی لږ هم ناوخته شي نو بیا بې بې او داجي دواړه قهریږي. تیرو وختونو کې به، په حجرو کې میلمستياو او کورونو کې به مشرانو، د پخوانيو جنګونو ټول حال ویلو….خو دا اوس څوک د چا د پاره او چا سره جنګ کوي ….؟؟؟
ښاپیرۍ د هغې په خوله لاس کیښوده او غوږ کې یې ورته ورو غوندې وويل :ملا صیب په خپل ایف ایم ریډیو ويل چې مونږ به د اسلام د پاره هر چا سره جنګ کوو …… د ښاپیرۍ په دې جواب د هغې زړه اوبه اونه څښلې ….هغه پینځویشت کاله په شا لاړه …د جماعت په منبر ناست ، د ملا صیب تقریر ورته اوس هم ټک په ټک یاد و : د مسلمانانو او پښتنو په خاوره روسانو قبضه کړې ده ….هغوی سره کافران دي. یو پیغمبر او یو کتاب هم نه مني ….جهاد فرض دی، راځئ چې په خپلو میندو او خویندو غیرت وکړو …او والله چې په ما خو د افغانستان د خاورې نه د جنت خوشبویی راروانه ده ….! هاغه ورځو کې ګل مینه ترور د چا مور او ترور نه وه….بس ګل مینه وه ….د خپل رامبیل ګل مینه … په لاسونو یې د نکریزو رنګ لا پیکه شوی نه و چې رامبیل ورته د ګلونو راوړو د پاره جنت ته لاړو ….خو جنت ته چې څوک تلي دي ، بیا کله راغلي دي …؟؟ چی کله ورله خدای پاک زوی ورکړو ، نو هر چا وویل : رامبیل بیا راغی! اوس د هغې خپل نیازبین ګل ته سترګې وې او چی کله به نیازبین ګل او ښاپیرۍ لوبې کولې نو ګل مینه ترور به په خیالونو کې ډیره مخکې لاړه . نیازبین ګل د کلي په مدرسه کې ملا صیب سره ډیر په شوق د دین زده کړه کوله ….خو خدای خبر چی څه وشو …؟؟؟ خلک چی څو خبریدل نو ګڼ شمیر ځوانان صافي ملا سره جهاد له تلي وو …نیازبین هم مور هم داسی پریښې وه. د ضلعی غټ سرکاري افسر جواد خان، د صافي ملا په دی عمل د هغه په لاره کې د خنډ جوړیدو په ځای ، په هر ډګر د هغه ملګرتیا وکړه. دا ځل جهاد د امریکې ‘‘اهل کتاب’’سره وو.
ګل مینه ترور یو ځلې بیا د ژوند په ټکڼده غرمه کې ،سرتور ، پښی ابله پښې ولاړه وه. د حالاتو بې رخۍ یې ژوند په اوګو بار کړی وو خو دریم ګړي ملا ورته وويل: هیڅ غم مه کوه ….شهیدان نه مري ….اول د یو شهید کورودانه او اوس د بل شهید مور بللی کیږې …جنت کې به ستا د پاره ډیر اعلی مقام وي.
********
ګل مینی ترور باندې نن سبا د مرګ ډیره تندي وه… د جنت د اعلی مقام خواهش یې په زړه کې و یا نه ، خو ددې ځای په هوا او اوبو کې ورته اوس هغه پخوانۍ نغمې او وږمې نه محسوسیدې ….نه به پرې د چندڼو خوشبویی لګیده.
الله تعالی دې په تاسو څه هم نه کوي …تاسو باندی خو زما ډیر زړه جوړ دی. د ښاپیرۍ دا خبره به یې چی رایاده شوه نو د خپل ځان د قیمت او قامت احساس به ورته وشو چې دومره خو څوک شته چې زما وجود محسوسوي او چی کله به یې هم ښاپیرۍ خوا له راغله ، نو ځان ته به یې رانزدې کړه، په سر به یې ورله لاس راښکه او لاسونه به یې دعا د پاره اوچت کړل : خدای دې پرده اوساته….خدای دې چرې هم مه خرابوه ….خدای دې په خپل کور کړه…. الله دی د سرې ډولۍ خاونده کړه ….که زما نیازبین ګل ژوندی وو نو …. د دعا ګانو په مینځ کې به اکثره یادونو کې ورکه شوه، څو ساړه اسویلي به یې وکړل او بیا به یې دعا سر ته ورسوله .
خو شهسوار هم ما ته د نیازبین ګل په شان ګران دی ….خدای دې د هغه د کور ملوکه کړه… د هغه کور دې درباندې ښایسته شي!! په دې دعاګانو به د ښاپیرۍ اننګي سره انار شول او ټول وجود به یې په زلزل شو. خو ولې اوسنيو حالاتو ټوله سیمه په زلزل کړې وه؟….باغونه ، دریابونه او چینارونه په واویلا وو….چینې او خوړونه په ژړا وو شینکي نوکارې او فضاګانې خاموشه وې….په دغه چوپه چوپتیا کې به چې کله خوا و شا کیمپونو کې بې توله او بې کچه ډزې شوې نو د وړو لویو د سترګو به یې خوبونه وتښتول او د خاموشۍ نه به بوږنونکی شور وزیږیده …ملا صیب به په ایف ایم ریډیو او د هغه مریدانو به کلي په کلي ، چم په چم او کور په کور نا اشنا اعلانونه او حکم نامې وړاندې کولې …. د تازه اعلان تر مخه به په اسلام میېن ولس نه په څه نه څه شکل کې امداد غوښتی شوی وو… کیمپ کې د میلمنو د خرڅ خوراک د پاره هم ډیر څه پکار وو او د خدمت د پاره د تکړه پېغلو ضرورت وو. اعلان کې دا خبره ډیره تکرار شوې وه : په عبادت او جهاد جنت ملاویږي او په خدمت الله تعالی ملاویږي.
معظم دین کلال به چې د ښاپیرۍ د واده په هکله سوچ کوو نو خپل ځان به ورته ډیر یوازې ښکاره شو … د هغه د خبرو او خدمت نور څوک وو …؟؟ خو اوس یې ځان له په دې خبره تسلي ورکړې وه چی د خپل لاس جوړ کړي د خاورو ګډاګو سره به خبرې کوم ….هاغه ګډاګي کوم چی هغه د ښاپیرۍ د وړوکوالي نه تردې دمه جوړ کړي وو…. واړه لوی د خاورو ګډاګي …!!! نن خو یې شهسوار هم په صفا ټکو کې پوی کړو: زویه ! د لور پلار یم …خوله مې نه جوړیږي ، خو مور پلار ته دې ووایه چی خپل امانت دې د خپل کور کړي …تا ته ښه پته ده چی د بندګانو بندګي شوه.
شهسوار سر وخوزو او د کوټې په چاوندو کې دوه سترګې مسکۍ شوې ….هم دغه وخت شپږ اته مریدان په کور رادننه شول.
-د چا کور ته څوک داسې نه راننوځي !! د معظم دین کلال په اواز کې غوصه کمه او ویره زیاته وه .
– تا جوړ اعلان نه دی اوریدلی …؟؟؟ د ګډاګو له خوا اواز راغی : کوم اعلان …؟؟؟ دواړو بندیانو ځان نا جاڼه کړی وو .
-مشره ! د مولانا سیف الله د میلمنو د خدمت اعلان ….ځکه خو مونږ ستا خدمت کې حاضر شوي یو لږه شیبه پس واړه واړه ګډاګي مسلسل په ټنګیدو شو :معظم دین کلال په اعلان او حکم نامه ځان ناغرضه کړی دی …! معظم دین کلال کره بتان دي …!! معظم دین کلال بت تراش دی …!!! معظم دین کلال د خاؤرو ګډاګي جوړوي ….!!!! دا پلار او لور د خپل مذهب نه اوړیدلي دي …!!! ددوی په کور کې نامحرم ناست و …!!! معظم دین کلال واجب القتل دی …!!! ’’ د بتانو جوړونکي له په وینو غسل ورکړی شو. د تیارې وزرې په هر لور په خوریدو وې او د فضل ربي د سوز نه ډک اواز تر لرې لرې پورې اورېدل کېده: الله اکبر … الله اکبر.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي