د خپګان لس لاملونه

ژباړه: نصرت الهام
[pukhto]
آيا سهار چې پاڅېږې د خپګان احساس لرې؟ زړه دې هيڅ هم نه غواړي؟ غونج ناست يې، بهر وتلو ته هيڅ بهانه او لېوالتيا نه لرې، تلويزيون ګورې او يا په بل څه بوخت يې خو هغه دې هم په طبعيت نه وي برابر؟ يواځې د کمزورتيا نه بلکې د بدبختۍ احساس کوې؟
(موږ ډېر کله وايو او دا جمله مو ډېره اورېدلې، چې “هسې خپه يم”؛ ځکه خو فکر کوو چې هسې او بې علته هم خپګان او زړه تنګي ممکنه ده، خو رښتيا دا دي، چې له کوم علت پرته انسان ته د خپګان احساس نه پيدا کيږي، خامخا یو لامل موجود وي، يا څو کوچني لاملونه د خپګان او زړه تنګۍ باعث وي). – ژباړن
ښايي خپل ځان ته په قهر يې چې خونه يا کور دې ګډوډ او ناپاک دی، کارونه دي نيمګړې پاتې دي يا يې په ترسره کولو نه يې توانېدلی. ښايي د يواځيتوب احساس کوې يا احساس کوې چې دوستان دې توجه نه درته کوي، يا دې کورنۍ ملاتړ نه کوي. يا ښايي مفلس به يې بيلونو او فيسونو ته به دې اندېښنه وي، ښايي په غاړه يا ملا کې دې درد وي، يا شايد د ژوند غوښتنو ته فکر وکړې او يا کېدای شي کوم فرصت ته خپه يې چې له لاسه دې ورکړی دی. کېدای شي له نورو سره، له ملګرو او يا خپلوانو سره ځان پرتله کوې.
ته بايد پوه وې چې دا يواځې ته نه يې بلکې ټول له داسې حالت سره مخ کيږي او له خپګانه ډکې ورځې ټول ويني، خو ولې داسې پيښيږي او څنګه کولای شو، چې خپګان له منځه يوسو؟؟
لاندې د خپګان لس علمي لاملونه دي، چې د خپګان د علت په پېژندلو او له منځه وړلو کې درسره مرسته کولای شي.
د مغزو کيميکل: د ځينو خلکو ماغزه د نورو خلکو په نسبت له فشار سره ډېر حساس وي او څېړونکو د دې توپير په اړه اوس پيل کړی چې جوته يې کړي او لامل يې په نښه کړي. د خپګان د له منځه وړلو تر ټولو عام درمل پر عصبي لېږدوونکي-سروتونينneurotransmitters serotonin او پر نوراپي نفرين-norepinephrine چې يو هرمون دی اغېز کوي،څېړنې ښودلې چې د دې کيميکلو د تحريکوونکو کمښت د خپګان لامل کيږي، ځکه خو دغه عام درمل د خپګان او ذهني فشار لپاره کارول کيږي، خو دغه درمل يواځې پر ځينو خلکو ښه اغېر کوي او نور بيا پرله پسې همدا درمل کاروي خو هيڅ يې په حالت کې بدلون نه راځي؛ روانې څېړنې به وښيي چې لامل يې څه دی!.
خو يوه څېړنه چې په دې وروستيو کې خپره شوې وايي: په کوم ډول چې زموږمغز فعاليت کوي له تعامل څخه يې د Galanin په نامه يو کيميکل توليديږي، چې ځينې خلک بې حوصلې کوي او له سخت حالت سره مخامخ کېدل نه شي زغملای.
هوا: په سړو سيمو کې د ژمي په مياشتو کې د لمر کمښت کېدای شي پرېشانوونکی وي او دغه اغېز پر ځينو خلکو ډېر جوت وي. څېړونکي “کلر” او همکارانو يې په سلګونو خلک مطالعه کړي او موندلي يې ده چې د پسرلي پر مهال د خلکو وضعيت د بهر وتلو او چکر له امله ښه وي. همدارنګه په پسرلي کې ښکاره معلوميږي چې خلک ډېر نرم وي او د ژمي په نسبت د ستونزو په اړه په سړه سينه خلاقانه فکر کوي. يوشمېر خلک بيا له ځينو موسمونو سره حساسيت لري او ناروغۍ ورته پکې پيدا کيږي چې خپګان ورسره مل وي، خوب يې ګډوډيږي، اشتها يې خرابيږي او مړاوي کيږي. دا ستونزه ډېری په ښځو کې پيدا کيږي. همدارنګه د لمر پلوشې موږ ته ويټامين ډي راکوي، چې کمښت يې له خپګان سره ښکاره اړيکه لري.
(همدارنګه په ګرمو سيمو کې د هوا ډېر تودوالی او ګرمي، د ډېرو خولو بهېدل او د ګرمې هوا له امله پرله پسې په کور کې پاتې کېدل هم د خپګان لامل کيدای شي). – ژباړن
ويټامين ډي: په سړو سيمو کې ډېری خلک کم يا نا کافي ويټامين ډي لري، لامل يې ښايي همدا وي، چې د لمر وړانګې کمې پرې لګيږي. د احصايوي څېړنو له مخې د ويټامين ډي کمښت له خپګان سره اړيکه لري. په ۲۰۰۸ کال کې د Hoogendijk او همکارانو له خوا يې په يوه لويه هالنډي څېړنه کې د ۶۵ او له دې څخه د زياتو عمر لرونکو ۱۲۰۰ کسانو ويټامين ډي او د خپګان پرتله شوې، چې د عادي يا ژور خپګان لرونکو کسانو ويټامين ډي ۱۴ فيصده کم ښودل شوی.
هرمونونه: هرمونونه هغه مواد دي چې د endocrine غدو څخه رامنځته کيږي او د بدن په نورو برخو اغېز کوي، لکه لويېدل يا نمو کول، وضعيت يا حالت-Mood، جنسي فعاليت او ميتابوليزم. د دې تر څنګ د خپګان نښې نښانې د thyroid-غوَر له حالتونو سره هم اړيکه لري.
همدارنګه، په ښځو کې د حيض پر مهال هرمونونه په غير منظم ډول ښکته پورته کيږي، چې له حيض وړاندې يا د حيض له بېرته بندېدو وړاندې شايد د خپګان او زړه تنګۍ حالت رامنځته کړي. خو په انسانانو کې د هرمونونو او حالت-mood تر منځ د تړاو او اغېزو توپير موجود وي. که چېرې فکر کوئ چې خپګان مو د هرمونونو له امله دی نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، که چېرې د درملو اړتيا وي درمل کولای شي هرمونونه منظم کاندي، يا کېدای شي نورو درمليزو معالجو ته مخه کړې لکه acupuncture-د ستنو طب چې د هرمونونو اړوند د حالت ګډوډي او پرېشاني کمولای شي.
هيلې او توقعات: زموږ حالت خپګان او خوښي يواځې د هغه څه له امله نه وي چې موږ ته پيښيږي يا پرې مبتلا کېږو، بلکې د دې له امله هم وي، چې موږ په ژوند کې ځينو پېښو ته له کوم ليدلوري ګورو او څه مفهوم او معنا ورکوو!. کله زموږ په ژوند کې داسې وخت راځي چې موږ پکې ډېر سخت کار کوو، زيار باسو او ټول سم کارونه ترسره کوو، خو کومه لاسته راوړنه او اجر يې نه وينو. شايد هغه څه مو نه وي ترلاسه کړي، چې فکر کوو وړتيا يې لرو، لکه يو ښه کور، موټر يا رخصتي او آزادي چې زموږ نور دوستان يې لري. يا شايد د خپل ژوند ملګري په پيدا کولو کې پاتې راغلي يو، چې زموږ نور دوستان يې په موندلو کې بريالي دي او له مينې ډک ژوند لري. شايد پرله پسې درانده کارونه کوو، چې نورو همزولو سره مو سيالي برابره شي. شايد يو سخت او ځوروونکی پريکون مو له خپل دوست يا يار سره رامنځته شوی وي او يا مو څه له لاسه ورکړي وي. خو بايد تل په ياد ولرو، چې ژوند په طبيعي ډول همداسې دی او د کوښښونو، ستونزو او له لاسه ورکولو وختونه پکې حتمي دي. که چېرې موږ هر وخت له ژونده د خورا مناسب او ځانګړي چلند هيله کوو يا هيله کوو چې هيڅ دې هم نه بدليږي، نو خامخا به نهيلي کيږو. نو که چېرې وروستيو پېښو چې درسره پېښې شوي دي، خپه کړی يې، ځان ته په ياد کړه چې سخت وختونه د ژوند برخه ده او تېر به شي. يا قصدا خپل ليدلوری پراخ کړه، د خپل ژوند په ښو برخو يا هغو تجربو چې پرې وياړې تمرکز وکړه او خپل ځان ته تلقين وکړه.
د ماشومتوب ناوړه پېښې: له خپګان او زړه تنګۍ ډک ژوند کولای شي په ذهني او فزيکي لحاظ سړی له پښو وغورځوي او له فزيکي او ذهني پلوه يې ضررمنونکی کاندي. د ماشومتوب روحي ضربې، لکه ناوړه ګټه اخستنه، غربت يا د مور پلار له لاسه ورکول کېدای شي زموږ مخ پر وده ماغزه حساس او انعطاف نه منونکي کړي. معنا دا چې زموږ ماغزه fight, flight, freeze يا تل د جګړې په حال کې حالت ته په طبيعي ډول ورغلي او موږ د فشار يا خطر پر وړاندې تل په جګړه يو؛ په داسې حالت کېprefrontal cortex يا د مغزو مخامخ برخه او executive center يا د مغز اجرايي مرکز دواړه يو مهال پر فعاليت راولو چې له موجود حالت سره هم مقابله وکړو او هم ترې د ځان ويستلو لاره ووهو.په ماشومتوب کې اوږدمهالي فشارونه کولای شي زموږ ماغزه کم وصل او کم مقاومته کاندي.. زموږ ماغزه کېدای شي ډېر په اسانه په منفي فکرونو کې ونښلي او موږ ډېر کم وتوانيږو چې مسير يې بدل کړو.
د فشارونو ډېرۍ: لکه څنګه چې رابرټ ساپوسکی په خپل کتاب کې استدلال کوي، د فشار پر وړاندې زموږ انسانانو د ځواب ويلو جوړښتونه داسې ډيزاين شوي چې بايد بحران ته ځواب ووايي، خو د فشار هغه عوامل چې له منځه وړل يې وخت ته اړتيا لري، په عادي ډول فزيکي ځواب او عمل ته اړتيا لري.
که زموږ نيکونو به کله وژونکی پړانګ پر شا و تمباوه، نو کولای يې شول چې ارام و اوسي او په ارامه خپل خوراک څښاک وکړي، خو په نننۍ نړۍ کې د انسان د فشار عوامل د لرغونو انسانانو به نسبت ډېر پايېدونکي او ژور دي، چې په عملي اقدام هومره د کنټرول وړ هم نه دي او موږ زيات وخت دمې ته هم نه پريږدي چې بېرته سره راټول شو.اقتصادي فشارونه، يواځيتوب، له خپلوانو او يارانو سره پرله پسې شخړې، د چا بدمعاشي او بد چلند زغمل، اوږد تګ راتګ، د درس يا د دندې غوښتنې يا بې کاري، دا ټول مو راکاږي، زموږ د ژوند په بېلابېلو برخو اغېز ښندي، کله چې يو په بل پسې فشارونه راباندې راځي او موږ سره يې د جبران او د کارونو د سمولو وخت نه وي پوزې ته مو راولي، خپه کوي مواو موږ کافي ځواک نه لرو، چې ځان ترې خلاص کړو.
منفي فکرونه: ته شايد ځکه د خپګان احساس کوې، چې په ډول ډول فکرونو کې ډوب يې او ژوند درته نهيلی کوونکی دی او يا د دې په لامل پسې لټون کوې چې ولې هيڅ هم سم نه درسره پيښيږي.
د مشيګان پوهنتون د ارواپوهنې په برخه کې د سوزاننولن-هوکسما او د هغې د همکارانو تحقيقاتي مطالعات ښيي، چې د خپل منفي حالت يا د ژوند د ناوړو پېښو په اړه فکرونو ته کېناستل يواځې د انسان وضعيت نور هم خرابولای شي او بس! هر منفي فکر بل منفي فکر زيږوي تر دې چې سړی د غمونو او د منفي فکرونو د توليد تر غره لاندې شي، دا حالت د سړي لرليد او هڅه له منځه وړي او د ستونزو په اړه د څه کولو لپاره همدغه دوه څيزونه پکار دي! که ځان درته د منفي فکرونو په ګرداب کې بند ښکاري، ژر راپورته شه او خوشحالوونکی يا نا اشنا کار وکړه چې فکر دې بدل شي، دا کېدای شي ډېر اسانه وي، لکه د المارۍ تنظيمول، بهر وتل او پلی مزل، له يو ملګري سره خبرې کول يا ورسره کوم ګډ کار يا مرسته کول، چې دا ټول کولای شي فکر مو بدل کړي او د غمونو له ګردابه مو راوباسي.
د وجدان ملامتيا: ایا ته يو ملامتوونکی وجدان لرې، چې ته هر څه کوي هغه يې نقدوي يا قضاوت کوي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ته خراب روان يې؟
د وجدان تنقيد، ستا په ژوند کې ټول منفي څيزونه سره يوځای کوي چې تا پرې ملامته کړي، دا نقاد ستا پام تل منفي لور ته اړوي او که څه مثبت درسره پيښيږي هغه له منځه وړي او درته وايي چې “دا نه پاييدونکی دی” يا “ته د دې وړتيا نه لرې”. دا منفي خبرې اترې چې ستا وجدان يې درسره کوي، له ژونده وباسي او خپه کوي دې. منفي فکر کول کم تر کمه د خپګان يوه نښه ګڼل کيږي او شايد د ژوند له منفي پېښو سره متقابله اړيکه لرونکی عامل وي. د وجدان له تنقيد سره د مبارزې لومړی قدم دا دی چې پوه شې وجدان دې څه وايي، دويم قدم دا چې راښکاره يې کړې او دغې نقاد وجدان ته يو نوم او يوه بڼه ورکړه. کولای شې د وجدان دغې تنقيد ته يو نوم ورکړې او تصور وکړې چې څه ډول بڼه لري (لکه، بدخويه زړه ښځه يا وران شرير غپېدونکی سپی)، بيا ورته ووايه چې غلی شه يا ورسره خبرې وکړه. د وجدان تنقيد عموماً منفي بنسټه ليد لري، ستا شخصيت پړسونه کوي او د ژوند لاسته راوړنې دې کنټرولوي. زياتره وخت په تول پوره تمې لري، نو ورته ووايه چې د بدلون موقع درکړي!
يواځيتوب: زموږ انسانو ماغزه په ټولنه کې د ټولنيزو ډلو له غړيتوبه ويريږي او پر موږ یواځيتوب د پرله پسې فشار او خپګان په توګه تجربه کوي.
له بده مرغه، په موږ کې ځينې يې، زهرجنې، سستې او غافلې کورنۍ لري چې د اړتيا پر مهالمو ملاتړ نه کوي او تر څنګ مو نه ودريږي. يا شايد موږ احساس کوو، چې ملګري مو وړاندي درومي، خپل کورنی ژوند جوړوي، ماشومان پيدا کوي او موږ شاته پريږدي.
د ماغزو د fMRI سکين په مټ ترسره شوې څېړنه ښيي چې حتا يوه وړه ټولنيزه رد کېدنه هم د انسان د مغزو يوه ځانګړې برخه روښانوي او لکه د فزيکي درد په څېر تکليف ورکوي. د شاته پاتې کېدو، رد کېدو يا د محروميت احساس مو خپه کوي او په سوچونو کې مو ډوبوي، له دې سره راتلونکي ته لا په تشويش کې کيږو او په راتلونکي کې د نورو ردکېدو ويره راسره پيدا کيږي، نو ځان منزوي کوو او د منفي فکرونو په ګرداب کې همداسې نښتې پاتې کيږو.
د پای خبرې: خپګان، کېدای شي څو لامليز او معلومول يې سخت وي. که د دوو اونيو يا زيات وخت لپاره د ژور خپکان احساس کوې له طبيب سره مشوره وکړه چې مخه يې و نيسي او يا دې په بنسټي توګه د خپګان د بيالوژيکي لاملونو علاج وکړي. د لوړو توقعاتو، د ژوند د منفي بدلونونو او يا د ماشومتوب د احساسي صدمو او ضربو د اغېزو او يا هم د کورنۍ له ناغېړۍ څخه د راولاړو شويو ستونزو اړوند د مرستې لپاره د اروايي روغتيا متخصص ته مراجعه وکړه. که تراپي نشې کولای، د خپګان ضد درمل کېدای شي بيالوژيکي ستونزه هواره کړي. بهر وتل هم لمر درکولای شي او هم حالت او موډ ښه کوي.
د خپګان د لرې کولو ابزار پراخ کړه، لکه پرله پسې تکړښت-ورزش، يوګا يا مراقبه، د مزاحيه فلمونو کتل، له نورو سره ګډې لوبې کول، تخليقي ليکل يا ناول ليکنه، له همرازو او با اعتماده ملګرو سره چې ښه مفاهمه ورسره لرې ناسته پاسته…
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي