د رنګونو ارواپوهنه

ژباړه: رضاءالله ځار
رنګونه د تل لپاره د خوښيو باعث کېږي او انسان ته يو ښه حس ورکوي، هغه کالي چې اغوندو يې رنګونه يې تاثير لري، هر کله چې د رنګ په اړه واوروو نو ذهن ته مو د رنګونو څو ډوله راځي او انرژي اخلو، هر رنګ بل حس لري او زمونږ په شخصيت اغېزه کوي.
ولې ځيني خلک په شين رنګه کوټه کې د ارامۍ احساس کوي؟ ولې ځيني وزن اوچتونکي (باډي بلډر) ابي رنګه بنينونه دي خوښوي؟
رنګونه په مختلفو ټولنو کې مختلفې ماناوې لري، حتې تر دې پورې چې په غربي نړۍ کې رنګونه د کلونو په اوږدو کې خپله مانا بدلوي.
مګر اوس په امريکا کې څېړونکو ثابته کړې ده، چې لاندې موارد صحي دي.
رنګ په ژوند، شخصيت او روحيه کې ډېر زيات تاثير لري او هغه رنګونه چې خلک يې خوښوي د هغوی په اړه سپيناوې کوي، په داسې حال کې چې د رنګونو ټسټونه زيات دي، خو د ارواپوهنې له نظره رنګونه ستاسې دقت معلوموي.
په عموم کې خلک له رنګونو سره علاقه ښايي او په بې رنګه چاپيريال کې عکس العمل ښايي، رنګونو د وخت په اوږدو کې د خلکو علاقه ځانته جذب کړې او جذبوي يې.
تاسې رنګونه د ارواپوهنې له نظره وپېژنئ او ځان وارزوئ!
سپين رنګ
نوي واده کړي سپين رنګ کالي اغوندي، چې پاکې او معصومې ښکاره شي، سپين رنګ نور منعکسوي او د ژمي د يخو واورو په شان معلومېږي، سپين رنګ جذبونکی، روښانه او ملايم دی، او له هر څه سره تناسب لري، له دې سره سره سپين رنګ په ځان کې خيرنوالی (چټلي) نه پټوي، په همدې دليل سره سپين رنګ د پاکۍ رنګ دی.
ډاکټران او پاک کاره کسان سپين رنګ کالي اغوندي تر څو چې د ويروسونو او چټليو ضد ښکاره شي.
سور رنګ
سور رنګ د فزيکي او مثبت رواني خواصو له مخې د زړورتيا، طاقت، انرژۍ، مبارزه کوونکي، تحريکيدونکي او د حيرانتيا رنګ دی.
او د منفي رواني خواصو له مخې بې جرئتي، د سترګو تاثير لاندې راتلل او د اعصابو د تحريک لامل ګرځي.
صورتي ( د مخ رنګ)
صورتي رنګ يو روحيه ورکونکې او ارامونکې رنګ دی، ورزشي ټيمونه زياتره وخت دغه رنګ لباس په تن کوي چې د مقابل ټيم روحيه کمزورې شي.
ابي
ابي رنګ د اسمان او اقيانوس رنګ دی، چې يو له زياته خوښو شويو رنګونو څخه دی، دغه رنګ د سور رنګ په څېر يو متضاد عکس العمل لرونکی رنګ دی، ابي رنګ د ارامۍ او سولې رنګ دی او کولای شي چې ستاسې بدن ته ارامونکې شيمه ورکړي، زياتره وګړي د خپل خوب په اطاق کې له دغه رنګ ګټه اخلي، ابي رنګ ستاسې ستړيا ختموي، مشوره ورکونکي وايي: چې په مصاحبو کې ابي رنګ کالي واغوندئ، ځکه چې ابي رنګ د وفادارۍ رنګ دی، خلک په ابي رنګه اطاقونو کې فعاله وي، وزن پورته کوونکي (باډي بلډران) ابي رنګ بنينونه ځکه اغوندي تر څو وزن په اسانۍ او ارام سره جګ کړي.
شين رنګ
د دغه رنګ خوښونکي د سلامتۍ ښکارندوی کوي، دغه رنګ خوښونکي خلک تل له نورو سره مرسته کوي، سخي وي او نړۍ د يو بل لپاره يو باامنه فضا جوړوي.
هغه کسان چې شين رنګ انتخابوي، د شخصيت له نظره يو کامل او مثبت شخص دی او په شخصيت کې يې د څه کمی نشته.
د دغه رنګ خوښونکي غواړي چې خپل عقايد د تل لپاره وساتي، د ځان لپاره يې ستر ځايونه ټاکلي وي او ځان ور رسوي او نورو ته هم توصيه کوي، په خپله اراده کې سرسخته دي.
د دغه خلکو کارونه د خلکو په خېر دي، مګر په غلطو خلکو ډېر زر نيوکه کوي.
په شنه فضا او شين رنګه سامانو کې ژوند کول تاسې سره مرسته کوي چې ماغزه مو فعال اوسي او د دغه رنګ په استفادې سره کولائ شي چې خپلې ترخې خاطرې له ژونده وباسئ.
زېړ رنګ
د روښانۍ او خوښۍ رنګ دی، زېړ رنګ خوښونکي خلک تل د کاميابۍ او پرمختګ په لټه کې دي، د نويو څيزونو په کشف او د فکر په تحول کې دي.
دغه خلک غواړي چې لوړو پوړيو ته ورسي او خلک يې احترام وکړي، دغه رنګ د شين رنګ خلاف دی ځکه چې دغه رنګ خوښونکي يو ډول غرور او په ځان باور لري.
تبصرې
تبصرې بندې دي