د سرو زرو غاړکۍ

لنډه كيسه: انجينر ستانه مير زهير
[pukhto]
د کلا تر مخ د اتڼ مست ډول غربيده، ژڼو او ځوانانو ورته يوې خوا، بلې خوا څڼې غورځولې. د ډول غږ تر لرې ځايونو رسيده. له هرې خوا نه ورته ډلې ډلې خلک نندارې ته را روان ول.
د کور دننه دکلي نجونې راټولې وې، د چمبې د غږ سره د بنګړو شرنګهار هم مل و، په هرې ټيکۍ کې به د (ريدي ګل) نوم ياديده. ځکه چې نن د هغه واده و.
ريدي ګل د پلار مشر زوی و. په اتم ټولګي کې يې زده کړه کوله، نوې يې شونډه توره شوې وه.د راغلو ميلمنو نه به کله نا کله يو بل غږ کړ:
_ د واده والا چيرته دی، را يې ولئ چې موږ يې وګورو.
ريدي ګل به چې داخبره واوريده، رنګ به يې تك سور شو، په بيړه به يې هغه ځايه پريښود . کله به يې له يوه کنج نه او کله به يې له بل کنج نه د کليوالو داټن ننداره کوله، خو نژدې نه ورتللو ځکه چې له خلکو شرميده.
د واده نه وروسته دوه، درې ورځې ښوونځي ته هم نه تللو په ښوونځي کې ناخبره زده کونکو به يو بل نه پوښتنه کوله :
_ يار ! دا ريدي ګل ولې ښوونځي ته نه راځي؟
خبرو ټولګيوالو به په خندا ځواب ورکاوه :
_ نوی واده يې کړی، پريږدئ چې يو څو ورځې خوارکی په کور کې وي.
د ريدي ګل د واده په اړه به بيلا بيلې تبصرې کيدې. چابه ويل پلار يې ښه کار ونه کړ چې په دومره ماشومتوب کې يې زوی ته واده وکړ.چا به ويل ډاکټران وايي چې واده د اتلس کلنۍ نه وروسته په کار دی، چا به ويل واده هغه وخت ښه وي چې بنيادم يې پخپله وګټي او د بل لاس ته اړ نه وي، چا به ويل ښه کار يې وکړ، ځکه زامن به يې وشی او زامن خو د پلار او نيکه مټ او بازو وي.
په کور کلي کې دښمنۍ زياتې وي د چا چې نارينه اولاد نه وي ، هلته يې ګذاره ګرانه وي
دريدي ګل پلار هم په وروستي نظر و. ځکه خو يې خپل زوی ته په پنځلس کلنې کې واده وکړ.
د يوې اونۍ رخصتۍ وروسته ، نن لومړی ورځ وه چې ريدي ګل ښوونځي ته راغلی و. کله چې به کوم ټولګيوال ورسره ټوکه ټکاله وکړه، نو د ريدي ګل رنګ به لکه انار تک سور شو او له شرمه به يې هيچا ته غږ غوږ نه کاوه.هر چا به چې هر څه ويل ده به يې په خبرو غوږونه کڼول .
د ښوونځي دتفريح زنګ ووهل شو، ماشومانو ټولو دکانتين خواته منډې کړې، چا يو شی او چا بل شی واخيسته، هر يو په خوراک لګيا شو خو ريدي ګل هلته لرې، په يو کنج کې ولاړ و او د ټولو ننداره يې کوله .
يو ټولګيوال ورنژدې شو او ورته ويې ويل:
– ريدي ګله پخوا خو به تر هر چا نه زيات شيان تا اخيستل او شخوند به دې واهه، دا نن څنګه غلی ولاړ يې؟
ريدي ګل يوازې په شونډو کې مسکی شو، نوريې هيڅ ځواب ورنه کړ.
بل ټولګيوال پرې غږ کړ:
– خير دی که پيسې نه لرې، زه به يې درکړم.
ريدي ګل په بيړه جيب ته لاس کړ او ويې ويل:
– نه، نه! دا دي پيسې راسره شته.، هره ورځ پلار يو لسګون راکوي
– نو بيا يې ولې نه خوري؟
– هسې، زړه ته مې څه نه کيږي.
د واده له ورځې وروسته ريدي ګل بيا د ښوونځي په کانيتن کې کله هم څه وانه خيستل. يوازې به يې له ورايه د نورو ننداره کوله، که کوم ټولګيوال به څه ورکړل و به يې خوړل او که به چا څه ورنه کړل نو همداسې و چې شونډې به بيرته ټولګي ته ستون شو.
د هرې جمعې په ورځ به د کلي ماشومانو لوبې کولې خو د واده له ورځې وروسته بيا ريدي ګل چا د خپلو همځولو په منځ کې ونه ليده.
که کوم چا به د ريدي ګل د غيابت خبره وکړه نو بل به ځواب کې ورته ويل:
– هغه اوس ټوله ورځ په کور د خپلې ښځې په خواکې ناست وي، له هغه نه سړی جوړ شوی، اوس له موږ او تاسو سره لوبې نه کوي.
د ريدي ګل نه پخوانۍ لوبې پاتې وې ځکه چې هغه اوس د خپلو نويو خيالونوسره لوبيده، دهغه په لاره کې يو نوی ارمان راټوکيدلی و چې د لاس ته راوړو په لټه کې يې شپه او ورځ سوچونه کول .
نن د جمعی د ورځې رخصتي ده، ريدي ګل د ولسوالۍ په بازار کې کڅوړه په لاس کله يوه دوکان او کله بل دوکان ته سر و رښکاره کوي او په لوړ غږ وايي:
– ماما ! وچه ډوډۍ نه اخلې، په خپل لاس مې وچه کړې، ډيره ښه ډوډۍ ده، خير دی ارزانه به يې درکړم، ته يې يو ځل وګوره! که خوښه دې نه شوه خير دی بيا يې مه اخله .
خو په دوکاندارانو کې به چا د سر د ښورولو په اشاره او چا به هم په تروه ټنډه يوازې د ( نه ) ځواب ورکاوه .
له ستړو ستومانيو وروسته ريدي ګل هغه دوکان پيدا کړ چې هغوی هم وچه ډوډی اخلي او هم يې خرڅوي . په بيړه يې له خپلې کڅوړې وچه ډوډۍ را وويستله او د دوکاندار په تله کې يې واچوله.
د وچې ډوډۍ له تللو وروسته دوکاندارنغدې پيسې ورکړې. ريدي ګل ژر ژر هغه په خپل جيب کې کيښودلې او په ډيرې خوښۍ کورته راستون شو.
خپل بکس يې خلاص کړ. دا پيسې هم د هغو پيسو سره يو ځای کړې چې پلار يې هره ورځ ښوونځی ته د تګ په وخت کې ورکوي. خو ريدي ګل يې خوري نه او هغه ټولې په همدې بکس کې خوندي کوي.
ماخوستن چې خپلې کوټې ته لاړ، ناوې يې بيا ځان مرور نيولی و. ريدي ګل چې هرڅومره د خوشامندو ډکې خبرې ورته کولې خو خپلې ناوې ځواب نه ورکولو.
له ډير عذرو زاريو وروسته، ناوې ورو په ګيله ورته وويل:
– تا چې ما سره په اوله شپه کومه وعده کړې وه، هغه دې تر اوسه پوره نه کړه.
– کومه وعده يادوې ؟
– هغه د سرور زرو غاړکۍ درته يادوم، زما ټولې خورلڼې يې لري او زه هيڅ ګاڼه نه لرم.
– ته مه خپه کيږه، هغه مې له ياده نه ده وتلې، زه په خپله وعده اوس هم ولاړ يم.
– نو کله به يې راته واخلی؟
– که خدای کول ډېر ژر.
د دې خبرې سره سم ناوې مسکۍ شوه او د ريدي ګل له غاړې يې غبرګ لاسونه تاو کړل.
شپه تيره شوه خو د ريدي ګل انديښنه نوره هم زياته شوه ځکه چې د ښوونځي په پيسو او يا هم په پټه د کور د وچې ډوډۍ په خرڅولو د سرو زرو د غاړکۍ اخيستل يوازې د خوب ليدل و
نه پوهيده څه وکړي، په ټولګي کې به هم همدې فکرونو او سو چونو کې لوبيده او ښوونځي ته د تګ راتګ په لاره کې به هم په همدې فکرونو کې ځنګيده ، ټولګيوالو به يې ويل:
– نه پوهيږو چې په ريدي ګل خوارکي د واده نه وروسته څه بلا راښکته شوه، نه د پخواپه شان خبرې کوي اونه يې هم په سبقونو کې مزه شته.
خو ريدي ګل هيڅکله د خپل زړه غوټه بل چاته نه سپړله. يوازې په دې هڅو کې و چې څنګه به د خپلې ناوې سره کړې وعده پوره کړي. په همدې هيله يې هرې خوا لارې، چارې لټولې.
د ورځو نه يوه روځ چې کله کليوال د جمعې له لمونځ نه راووتل د يوه تن د خلکو په ګڼه ګوڼه پا م شو . په لوړ غږ يې وويل : _تاسو ګورئ ! هلته وړاندې څه خبره ده ؟
ددې خبرې سره سم ټول وارخطا شول، يو په ورو غږ وويل :
_ خدايه خير کړې ، ځنازه به د چا د کور تر مخ ايښودل کيږي!؟
ټول په بيړه هغې خوا ورغلل، ځنازه کيښودل شو، يو کليوال د مړي له مخ نه ورو څادر پورته کړ، په حيرانۍ يې چيغه کړه:
– آخ! دا خو د تنکي ځوان ريدي ګل مړی دی!
د ريدي ګل پلار چې دا غږ واوريده، سپينې يې وتښتيدې، په ټول بدن يې لړزه شروع شوه، ورو يې د کلا ديوال ته ډډه وهله، يوه ښه شېبه په خپل حال نه واو بيا يې په يوه کړيکه غږ کړ:
_ زما زوی چا وژلی!؟
د جنازې سره د راغلو کسانو څخه يو تن په خواشيني غږ ورته وويل:
– پلاره! ستا زوی چا نه دی وژلی، له موږ سره يې د ولسوالی په بازار کې د ورځې په ٢٠٠ افغانيو د خټو مزدوري کوله ، د لاندی نه يو تن خښتې وراچولې اوهغه به د بام په سر نيولې. يو خښته پوره ور ونه رسيدله. هغه غوښتل په هواکې را ونيسي، خو لاس يې ورونه رسيد، راکوږ شو او په همدې وخت کې د بام له سره راولويده، څو چې موږ راپورته کاوه، خوارکی په حق رسيدلی و.
الله ( ج) دې وبخښي او تاسو ته دې خدای اجرونه درکړي. ولاړو خلکو ټولو په لوړ غږ وويل : امين
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي