د سعودي – قطر د كړكېچ په اړه

ايمل جلال
[pukhto]
تر هر څه وړاندې دې كړكېچ زموږ له اخوانيانو او اصلاحيانو لاره وركه كړه! بيچاره ګان اوس نه پوهيږي چې د چا پلوي وكړي. دا ټيك هغه حالت دى چې همدا اوس اردوغاني تركيه ورسره لاس او ګرېوان ده!
په هر صورت دا د قطر موضوع لږه جنجالي ځكه ده چې ناببره او د توقع خلاف وه. راځئ اول ددې هېوادونو جوړښت ته پام وكړو، تر څو په موضوع پوه شو. د فارس د خليج په سيمه كې د ايران پرته نور ټول عربي هېوادونه دي. دوى د خليج د همكاريو د سازمان په نامه يو فعال جوړښت لري.
مثلاً فكر وكړئ دا هېوادونه يوه محافظه كاره كورنۍ ده. داسې كورنۍ چې ۶ سكه ورورنه لري، مور يې مړه شوې او پلار بله ښځه كړې ده. مشر ورور هم خپله ښځه طلاقه كړې او د ټولې كورنۍ سرپرستي پر غاړه لري. دويم ورور يې نامزد دى او پاتې نور څلور ورونه لا كوچنيان دي. اوس ددې كورنۍ پلار امريكا، مشر زوى يې سعودي، طلاقه شوې مېرمن يې ايران، دويم ورور يې قطر او نامزده يې تركيه ده. پاتې څلور ورونه يې په ترتيب سره آمارات، كوېټ، بحرين او عمان دي.
په همدې حساب كړكېچ هم ددې كورنۍ د غړو ترمېنځ دى. د قدرت كار ته وګورئ چې سعودي او نورو ورونه يې پر قطر د ترهګرۍ او افراطي ډلو نه د ملاتړ تور لګوي! ځكه خو ټول كړكېچ ددې لپاره دى چې د كورنۍ ترمېنځ د قطر غوږونه ور تاو كړي او بېرته يې لارې ته سم كړي. دا چې قطر څنګه بې لارې شوې، لاندې عواملو ته پام وكړئ چې ټول يو بل سره اړيكې لري:
۱ – د ترهګرۍ او ترهګرو د تعريف پر سر د نورو ورونو سره د قطر اختلاف
۲ – په كورنۍ كې د قطر سركشي او د خپلواك غړي په توګه د حركت كولو غوښتنه
۳۳ – د كورنۍ طلاقه شوې مېرمن ايران چې تر ټولو مهمه عام همدا دى.
سعودي او نور هېوادونه ولې پر قطر د ترهګرۍ نه د ملاتړ تور لګوي؟
قطر په يمن كې د سعودي په مشرۍ د نړيوال ايتلاف فعال غړى دى. همداراز د داعش پر وړاندې د امريكا په مشرۍ ايتلاف كې هم شامل دى. د اخوانيانو نه د قطر ملاتړ هم درې كاله مخكې خبره ده. بيا نو ولې پرې تور ولګول شو؟ دا كيسه اصلاً پخوانۍ ده. د كورنۍ ټول غړي شاهي نظامونه لري او تر ټولو لويه وېره يې د همدې نظام د نسكورېدلو احتمال دى. د قطر او سعودي لپاره د ترهګرۍ تعريف فرق لري. سعودي د اخوانيانو په څېر د هر ډول سيستماتيك سياسي اسلام د غورځنګونو سره مخالف دى. ځكه په ځان وېريږي. ددې پر ځاى د القاعدې، داعش، بوكو حرام او نورو ډلو نه ملاتړ كوي. ځكه دوى دومره راډيكالې دي چې د نظام مشروعيت ته خطر نه رامنځته كوي. قطر بيا برعكس د افراطيانو نه د ملاتړ تر څنګ ډېره پاملرنه د اخوان په څېر مېنځمهالو اسلامي ډلو ته كوي. علت يې هم په بهرني سياست كې د نورو هېوادونو په كورنيو چارو كې د مداخلې زمينه برابرول دي. د قطر دا هوس موږ د كړكېچ دويم لامل ته رسوي.
قطر تر سعودي وروسته د خليج دويم پياوړى هېواد دى. د ۱۹۹۰ يمو كلونو تر پايه پورې قطر د مشر ورور تر اغېزې لاندې وو. د آل ثاني د كورنۍ د اوسني پادشاه پلار شيخ حمد بن خليفه په ۱۹۹۶م كال كې په خپل پلار كودتا وكړه او پادشاه شو. د نفتو په پېسو مست پادشاه نور نه غوښتل چې د سعودي تر اغېزې لاندې پاتې شي. ځكه خو يې فعال بهرني سياست ته مخه كړه. په ۲۰۰۰مو كلونو كې د سيمې په اړه د دواړو هېوادونو بهرنى سياست يو شان نه وو. مثلاً قطر هېڅكله د ايران لخوا د خطر احساس نه كوي، په لبنان كې سعوديان د حريري له كورنۍ ملاتړ كوي خو قطر بيا د حزب الله سره اړيكې لري. په فلسطين كې سعوديا د الفتح ملګري دي خو قطر كلونه كلونه د حماس مشر خالد مشعل په دوحه كې وساتلو. په مصر كې سعوديان د حسني مبارك او قطر د اخوانيانو ملاتړى پاتې شوى دى. ددې ډول اختلافاتو اساس سرمايه ده. د ماركسيستي نظريې پر اساس د قطر سرمايه دې حد ته رسېدلې ده چې د بهرني سياست په ډګر كې ترې د فشار د وسيلې په توګه كار واخلي د سعودي پر وړاندې خپلواك ګام پورته كړي.
بايد هېره نشي چې ددې كلونو په اوږدو كې قطر د خپل پلار `امريكا` په تشويق او ملاتړ د مشر ورور پر وړاندې سركشي پيل كړې وه. په منځني ختيځ كې د امريكا تر تولو لويه نظامي هډه په قطر كې ده. جالبه دا ده چې دا هډه قطر په خپل لګښت د ۱ ميليارد ډالرو په بيه جوړه او امريكا ته وركړه. د العبيد په هډه كې ۱۰ زره امريكايي سرتيري مېشت دي. ددې هډې په تړون كې يوه مهمه ماده دا ده چې “ امريكا نشي كولاى چې د ايران پر وړاندې له دې هډې فعاليت وكړي.“ امريكا په ۲۰۰۳م كال كې د منځني ختيځ اپراتيفي ځواك له سعودي قطر ته انتقال كړ، علت يې د سپتمبر د ۱۱ د پېښې نه وروسته د سعودي – القاعدې د اړيكو له امله پر امريكا د كورني سياست فشار وو.
دريم او تر ټولو مهم علت بيا ايران دى. كه ايران د سعودي طلاقه شوې ښځه وي، نو د طلاق اصلي لامل په ۱۹۷۹م كې د اسلامي انقلاب بريالي كېدل دي. دا انقلاب تر هر څه وړاندې د سني – سلفي اېډيولوژۍ پر وړاندې د شيعه – اخوندي ايډيولوژۍ د زېږېدلو لامل شو. اساساً د سياسي – كلتوري غنا له پلوه سعودي د ايران د پښو خاورې هم نشي كېدلى. نه ورسره د ايډيولوژيك په ډګر كې مسابقه كولاى شي او نه هم په ډيپلوماټيك ډګر كې. د سعودي لپاره يواځينۍ لار نظامي حل لاره ده. حتى ددې توان هم نه لري. يواځينۍ هيله يې امريكا + اسراييل دي چې پر ايران بريد وكړي. سعودي تر ۲۰۱۵م كاله ځكه نسبتاً بېغمه وو چې ايران د اټومي لانجې پر سر د ټولې نړۍ سره لاس او ګرېوان وو. د اتومي لانجې د پاى ته رسېدلو سره سم پر سعودي يو ځل بيا د مرګ تبه راغله. ځكه پر ايران د امنيت د شورا لخوا د لګېدلو بنديزونو د پاى ته رسېدلو سره سم د روسي او چين سره معامله پيل كړه. د قطر لپاره بيا لومړيتوب ايران نه بلكې پخپله سعودي دى. يو خو قطر او ايران دواړه د مشتركې نفتي حوزې خاوندان دي. يعنې د نفتو د توليد – عرضې په برخه كې د اوپيك په چوكاټ كې د نړيوال بازار د تنظيم په برخه كې متقابله همكاري لري.
ټرمپ تر سياستوال مخكې سوداګر دى. سعودي ته يې د سفر پر مهال د ۳۵۰۰ ميلياردو ډالرو په مقابل كې ( دا شمېره ناسمه ده.) سعودي ته يې پر ايران د فشار د زياتولو وعده پدې شرط وركړې ده چې د خليج هېوادونه دې ورسره همكاري وكړي. يواځنى هېواد چې همكارۍ ته زړه نه ښه كوي، هغه قطر دى. ځكه خو د كورنۍ مشر ورور د نورو ورونو په همكارۍ پر قطر غوږونه تاووي.
دوه احتماله موجود دي. يا سعودي او نورو ورونه يې قطر بېرته لارې ته راوړي، يا به يې له كورنۍ وشړي. اول احتمال قوي او دويم كمزورى دى. ريښتيا د قطر نامزده يعنې تركيه رانه هېره نشي! اردوغاني تركيه اوس د دور بابا او خداى ترمېنځ هكه حيرانه ده. تركيې د قطر سره د نامزۍ ( د خليج د همكارۍ د شورا د ډيالوګ ستراتيژيكه همكاره ده.) سره دې كورنۍ ته د ننوتلو شرف ترلاسه كړ. اوس نه د سعودي لمن پرېښودلى شي او نه د قطر پر مالي مرستې سترګې پټولاى شي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي