د سيستم اصلاح د هر افغان غوښتنه ده!

فريدون خان مومند سره مرکه
[pukhto]
“مسؤلين يواځې د ولسواليو دېوالونه او بيرغ ساتي “
د لړم په ۲۱ مه ماسپښين مې استاد شېر حسن کمالزي ته زنګ وواهه چې غواړم په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو وکيل فريدون خان سره د مينې لپاره مرکه وکړم، هغه وويل که دلته وي زه به ترې درته وخت واخلم.
مازيګر يې احوال راکړ چې خان صاحب له کامې را روان دی، زه عيدګاه سره په موټر کې در روان يم، ملنګ جان واټ ته راووځه، چې ور شو.
ريکارډر او کتابچه مې له ځان سره واخيسته، تر مخابراتو چوکه مې له درې تنو سره لنډه ستړي مه شي وکړه او پوی مې کړل چې بيړه مې ده، کمالزي استاد سره ټوډي موټر ته پورته شوم.
انجينر ميرويس ارمان زما د پوهنتون د دورې ملګری ورسره و، په روان موټر کې مو روغبړ وکړ، ډېره ګڼه، ګوڼه وه، د بهسودو پله سره ډېر وځنډېدو، د ماښام اذانونه کېدل چې د خان صاحب خواته ورسېدو. له ډله مشرانو سره ولاړ و، ملک محمد حسن کمالزی، ولسوال ميرزا محمد نصرت، په پارلمان کې د کوچيانو استازي قادر خان کوچي او صالح محمد سره مو ستړي مه شي وکړل، فريدون خان ماته مسکی شو او ويل يې چې ډېر نه ښکارې.
د ماښام لمونځونه وشول، چای او مېوه راورسېده، زه له وکيل صاحب سره د کټ سر ته کېناستم، د سیند سندريز شور و او مخامخ د هوټلونو رڼاګانې ښکارېدې، ملک کاکا ته مو وويل چې وکيل صاحب سپينې خبرې کوي او په جرئت يې کوي، نو ځکه ورسره د مينې لپاره مرکه کوو چې له خپل ولس سره تړلی پاتې شي، هغه خوشاله شو، وکيل صاحب هم زموږ غوښتنه په ورين تندي ومنله او مرکه مو داسې پيل کړه.
– وکيل صاحب هره ورځ د جنګونو او مرګونو خبرونه اورو او فساد هم زياتېږي، د هېواد سياسي وضعيت کوم خوا روان دی؟
– د هېواد سياسي، امنيتي او اقتصادي حالت د خرابۍ خواته روان نه چې رسېدلی دی، په خرابۍ ولاړ دی، نه امنيت هغه شان پاتې چې څو کلونه مخکې و، نه اقتصاد هغسې پاتې او نه دولتي حاکميت هاغسې پاتې، په ولسواليو کې مسولين فقط هماغه د ولسواليو دېوالونه او بيرغ ساتي، پاتې نورې ټولې منطقې او سيمې د مخالفينو لاس کې دي او د هغوی واک دی، نو ستونزې له حده زياتې دي او فساد خو د پخوا نه څو چنده زيات شوی، ترقي يې کړې ده.
– ويل کېږي چې پاکستان په ډيورنډ لاين اغزن سيم غځوي، تاسيسات جوړوي او کله کله خو توغندي هم راشړي، افغان حکومت ته څه پکار دي؟
– په ټوله فاټا يا اتو ايجنسيو کې او ډيورنډ لاين باندې چې کوم کار د پاکستان د حکومت لخوا روان دي، قرار د معلوماتو د افغانستان اوسني او پخواني حکومت اجازه ورکړې ده او دا يې منلې چې هغوی دغسې کارونه وکړي، اول چې د افغانستان او پاکستان د امن جرګه جوړه شوه او ناټو ته اجازه ورکړل شوه چې تاسې قبايلي منطقو کې تصفيوي عمليات، د پوستو جوړول کولای شئ، چې په هغه وخت کې د کرزي صاحب حکومت و.
دويم چې هلته تاسيسات جوړ شول د هغه وخت حکومت او اسلام اباد سرحدي منطقو ته تللي و او نظاميانو سره يو ځای ناست وو، په هغې کې هم دې نتيجې ته رسېدلي وو چې تاسيسات دې جوړ شي، دا چې له ملت نه خبرې پټېږي او ملت ته وضاحت نه ورکول کېږي، دا سياسي مشران، رهبران، يا په قدرت کې خلک د ولس غولولو او پنځه ورځې د واک د بقا لپاره دا کار کوي، دا خبرې پټې ساتل کېږي.
همدارنګه څلور دروازې چې په ډيورنډ جوړې شوي، زموږ موجوده حکومت په هغو څلورو دروازو موافقه کړې او اوس چې کوم سيم خاردار يا اغزن سيم چې په ډيورنډ لاين روان دی، تار لګېږي او ورسره په څنګ کې سړک هم په ډيورنډ لاين باندې روان دی، چې له نواپاس نه شروع تر تورخمه او داسې نورو سرحدي منطقو کې هم دغه کار کېږي. دا هم زمونږ اوسنيو مسؤلينو په لندن کې د دې موافقه کړې، قرار د معلوماتو چې دا يې منلې ده!
– يانې د ملي وحدت حکومت مشرانو؟!
– د ملي وحدت حکومت مشرانو، او پخواني کارونه د کرزي صاحب د دويمې دورې مسؤلينو ټول منلي دي، په سرحد کې هېڅ حرکت د پاکستان دحکومت لخوا داسې نه کېږي چې په هغې کې د افغانستان حکومت په اعتماد کې نه وي اخيستل شوی او د افغانستان حکومت په هغې کې موافقه نه وي کړي.
– تاسې له خپلو کارونو څومره راضي ياست؟ د وکالت دوره څنګه ده؟ خلکو ته مو څومره خير رسېدلی؟
– د وکالت دوره؛ خو له ملت نه پټه نه ده او يواځې دا يوه دوره نه چې دواړه دورې ملت ته ښکاره دي، په هغه حد کې چې د ولس غوښتنې يا د ولس ستونزې وې، زما په شمول يو وکيل هم ورته رسيدګي نه ده کړې، په غټه کې ملي شورا ورته رسيدګي نه ده کړې، ولس ناراضه دی او د ولس غوښتنې، ارمانونه او اميدونه چې له ملي شورا يې لرل هغه ترسره نه شول، زه په دې اعتراف کوم.
– ځينو رسنيو تاسې د پارلمان په تېره دوره کې په غير حاضرو وکيلانو کې وشمېرلئ، د دې لامل څه و؟
– رسنۍ خو هر وکيل چې څو ورځې غير حاضر وي د هغې اعلان کوي، خو د ولس سره پاتې کېدل او له مؤکلينو سره د ستونزو په حل کې مرسته هم ضروري ده، زه ډېر وخت د خپل ولس په خوا کې يم او هغه څه مې کړي چې زموږ په توان کې وو، نو موږ له ولس سره حاضر يوو، که پارلمان سره کله غير حاضر شوي يوو، داسې به وي.
– پارلمان په تېر نېږدې وخت کې الکوزي شرکت ته د ځمکې د ورکولو قرارداد لغوه کړو، ځينې خلک وايي تر غصب ښه نه ده چې پانګونه پرې وشي؟
– دا ښه خبره ده چې پانګونه وشي، خو چې فساد پکې نه وي، د هغې ځمکې چې فساد پکې موجود و او پارلمان ته هغه ښکاره و، ولسمشرۍ يا ارګه پورې خلکو پکې لاس درلوده، همدا لامل و چې پارلمان مخالفت کړی او دا قرار داد يې لغوه کړی.
– پارلمان ټيلفوني ماليه هم لغوه کړې؛ خو تر اوسه اخيستل کېږي، ښه نه ده چې سيستم اصلاح شي؟
– د سيستم اصلاح؛ خو د هر افغان غوښتنه ده، بايد اصلاح شي، پارلمان ډېر داسې شيان لغوه کړي او رد کړي دي؛ خو حکومتي مسؤلين يې د پخوا په شان کوي، قانون سره په ټکر کې ډېر مسايل روان دي، چې په پرې ملت هم خبر دی او پارلمان هم خبر دی.
– د يو بل زغملو فرهنګ څنګه عامېدای شي؟
– نو کله چې په ټولنه کې عدالت وي، ورورولي وي، د وطن او ملت لپاره خلک کار کوي، نو بيا دا امکان شته او کله چې خلک د ځان لپاره هڅې کوي، يوازې ځان په قدرت کې غواړي، يا شخصي ګټي پالي، په دې کې د يو بل زغمل ناممکن دي.
– په دې وروستيو کې د کرزي صاحب پلويان د لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کوي، د دوی دا غوښتنه څومره پر ځای ګڼئ؟
– د لويې جرګې غوښتنه په دې شرايطو کې ښه خبره ده، هره هغه هڅه چې افغانستان ته پرې سوله راځي، امنيت راځي، هر افغان يې غوښتونکی دی، مونږ يې هم غوښتوونکي يوو، که په دې کې خير وي او امکان وي چې سوله پرې راشي، دا تائيدوو او دا خو پخوانی ولسمشر دی، که يو عادي افغان هم د خير د کار غوښتنه کوي او کوشش کوي، مونږ ورته لبيک وايو او همکاري ورسره کوو، په دې شرط چې په کې شخصي اغراض نه وي منل شوي.
– د خانانو او وکيلانو په دېرو کې خو هر وخت کټونه او ميلمانه وي، تاسې مېلمنو سره ډېر خوشاله ياست، که کوربنو سره؟
– زه خو زيات له مېلمنو سره خوشاله يم او همېشه له مېلمنو سره ناست يم، نن هم سهار چې راوتلی يم تر اوسه کور ته نه يم ننوتی.
– خوشاله اوسئ !
– هر کله راشئ!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي