د سپۍ له برکته

لنډه کيسه/ نصرت ارمان
[pukhto]
حليم له خپلې مېرمنې صبرو سره په يو لوی کور کې اوسېده، د دوی کور د ډېرو مېوو باغ او د رنګارنګ ګلونو بڼ لره، د کور له دوه منزله تعميره ګردو خواو ته د شنو بوټو او ګلانو ننداره کېدای شوه او کله به چې د ماښام د سورخۍ پر وخت د مرغانو شور او د باد له ساز سره د بوټو او ګلونو نڅا شوه، نو فکر به دې کاوه چې په جنت کې يم!
دا کور به مياشتې، مياشتې بې شوره و، حليم به ټوله ورځ له يوې شلې سپۍ سره تېروله چې د باغ له ختيځ دېوال سره ورته کوټه جوړه شوې وه. بوټي به يې يو، يو ليده، اخبار به يې مطالعه کوه او کله، کله به يې چې د مېرمنې طبعيت برابر و، نو ورسره خبرې او ټوکې به يې کولې. د کور دوه خادمانو ته به يې کارونه سپارل، لارښوونې به يې ورته کولې او په دې ډول يې د ژوند وروستۍ شپې او ورځې تېرېدې.
ځينې وختونه به د حليم يو نيم پخوانی دوست سره له کورنۍ ورکره راتلو او دلته به يې څو ورځې تېرولې، خوا و شا ګاونډيانو ټولو ورته احترام لره او حليم اکا يې باله، د مړي ژوندي پر وخت به يې حويلۍ د کلي د خلکو خدمت کې وه. ډېر کم خلک د هغه له ماضي نه خبر وو او په دې خو بيا هېڅوک هم نه پوهېدل چې حليم اکا دومره شتمني له کومه کړې؟
حليم له هر چا سره خوږې اړيکې لرلې، خو له مېرمنې سره يې اړيکه ترخه وه. که څه هم د ده په سر او ږيره کې تور ويښته نه وو پاتې خو هغې لا هم د پېغلتوب ناز او ادا کوله، په ساعتونو به سينګار مېز ته ناسته وه، خويندو او ورونو کره به تله، موسيقي به يې اورېده او دکور له دوهم چت نه به يې په مازيګر کې د جنتي باغ او بڼ ننداره کوله.
د حليم په ليدو به يې تل تندی تروش نيوه، له هغه سره د ورانۍ لوی لامل يې شله سپۍ وه او صبرو داسې فکر کاوه چې خاوند ته يې له دې نه سپۍ ډېره ګرانه ده!
هېڅ نه پوهېده چې څنګه د حليم له زړه نه د هغې مينه وباسي؟ دا کار په نصيحت، په رضا او حتی په شخړو هم و نه شو، وروستيو څو کلونو کې خو هغوی سره بېخي لېرې شوي وو، سره له دې چې په يو کور کې اوسېدل خو ډېر سره نه مخ کېدل، دواړو د يو بل کارونو کې لاسوهنه نه کوله او داسې عادت شوي وو چې يو بل سره نه پېژني. خو کله به چې مېلمانه راغلل، بيا يې ځانونه داسې ښودل چې ډېر خواږه دي.
صبرو به ډېر کله ځان سره غورېده، سپۍ به يې کنځله، له نصيب او تقدير نه به يې شکايت کاوه او خادمان به يې هم چې د سپۍ په خدمت ليدلي وو؛ رټل او کنځل. برعکس حليم له خپلې مېرمنې کوم شکايت نه کاوه، له هغې سره يې پوره خواخوږي لرله، ورته ګرانه وه، خو دا خبره يې هېڅکله نه منله چې شله سپۍ له کوره وباسي.
ويل به يې: هغه يو بې ازاره او معذوره حيوان دی، او آن هغه وخت چې ته نه وې، دا کور نه و او ما هېڅ نه لرل، زړه مې په همدې راټول و او زه خو داسې فکر کوم چې دا هر څه خدای په دې د مهربانۍ له وجې راکړي.
صبرو چې پوی شوه خبرې او ضد يې پر حليم هېڅ اغېز نه کوي او هماغسې د سپۍ په خدمت لګيا دی، نو کوټه يې ترې بېله کړه، بيا به يې سهارنۍ او غرمنۍ هم بېله کوله، دماښام ډوډۍ به يې هم له خادمې غوښتل چې کوټې ته وروړي او په دې ډول دوی دواړه په يو کور کې سره پردي شول!
شلې تورې سپۍ دواړه وروستۍ پښې ځان پسې کشولې، زيړې طلايي سترګې به يې تل ډنډ وې او څوک نه پوهېدل چې له کوم درده رنځي؟
کله به چې د خپل خاوند څنګ ته ملاسته وه، بيا به خوشاله وه، هڅه به يې کوله يوه نيمه نخره وکړي، حليم به د هغې په تورو او نصواري ويښتو کې لاس واهه، ساعتونه، ساعتونه به ورسره ناست و او د تېر ژوند هغه سختۍ به يې سترګو ته ولاړې وې چې سپۍ په کې ورسره شريکه وه.
صبرو به له دوهم چت نه دا هر څه کتل، اور به پرې بل و، لاسونه به يې سره مروړل، پسېدله به او له بوډا حليم نه به يې ورځ تر بلې کرکه زياتېده.
د سپۍ ډېر خدمت له حليم نه وروسته د کور خدمتګارې مشکڼې کاوه، دې به سپۍ ته خواړه ورکول، په ژمي کې به يې لمر ته راوسته، کوټنۍ به يې ورته جارو کوله، مرداري به يې له کوره لېرې وړه، په اوړي کې به يې هره دوهمه ورځ سپۍ لمبوله او په همدې کارونو ورته د صبرو غوسه راتله، خو هغې هم لکه د خپل بادار د غورېدا پروا نه کوله او په دې کارونو حليم ته له سپۍ کمه ګرانه نه وه.
د خادمې پلار مړ شوی و، دوه کشرې خويندې او يو ورور يې په کلي کې له مور سره اوسېدل او د لږې ځمکې بزګري يې کوله. د کلي يو مهربانه سړي دلته رالېږلې وه، ليک يې هم ورکړی و چې حليم ته يې په کې ليکلي و: دا غريبه نجلۍ کار ته اړتيا لري، پر رښتينولۍ او وفادارۍ يې تل باوري اوسه، وېښه او کار خوښې ده، تاسو به راضي ساتي او کور به مو پامل وي.
هغه کس چې دا يې رالېږلې وه د حليم له پخوانيو دوستانو و، کله به چې حليم په کور نه و، نو صبرو به له دې خوارکۍ زور ويسته، له ويښتو به يې نيوله او ډوډۍ به يې هم نه ورکوله، چټي کارونه به يې ورسپارل چې سپۍ ته د پاملرنې وخت په لاس ور نه شي او ګوت څنډنې به يې هم ورته کولې که حليم ته دې شکايت وکړ نو له کوره به دې وشړم.
مشکڼې د دې له پاره له سپۍ سره خواخوږي نه لرله چې خپل بادار ته ګرانه شي، بلکې له لومړۍ ورځې پر هغې مهربانه وه، دا نه وه خبره چې د کور مېرمن له سپۍ سره څومره ورانه ده؟ له دې نه خو د کور خادم صفدر خبره کړه چې ترور يې د سپۍ په سر له حليم سره هم ټولې اړيکې ختمې کړي.
صفدر د صبرو له لېرې خپلوانو و، عمر يې له دېرشو اوښتی و او اوږده تور ويښته يې پرېښي وو چې پر وليو به يې خواره وو. لومړی واده يې په شل کلنۍ کې کړی و، خو د واده په درېيمه مياشت يې مېرمن مار چيچلې او مړه شوې وه. صفدر ډېر پوروړی و، لاس يې تنګ و او بيا يې کور، کلی پرېښی او دلته راغلی و. دی هم پوره ايمانداره څوک و، خو مجبوري سړی بدناموي. يوازې له خپل کار سره يې کار لره، د سپۍ اړخ ته ډېر کم تلو، کله به چې د مشکڼې سره د خبرو موقع په لاس ورغله نو دواړو به يو بل ته د تېر ژوند کيسې کولې، په بڼ او باغ کې به يې کار کوه، هېڅ وخت يې هم هغې ته دهوس په سترګه نه کتل، که څه هم مشکڼه دنګه، غنمرنګه نجلۍ وه، ښکلې سترګې او څېره يې لرله، خو صفدر به ډېر د دې لپاره نه ورکتل چې د مړې مېرمنې اروا يې نا ارامه نه شي، خو کله، کله به ترې هغې ته کتلو کې مېرمن هېره شوه.
ده به تل ويل چې له کار کولو او پيسو پوره کولو وروسته به بېرته کلي ته ځي، پورونه به خلاصوي او د
مېرمنې په قبر به د مرمرو ډبرې لګوي، خو کلونه کېدل چې هغه دلته کار کوه او پيسې يې نه پوره کېدې.
مشکڼه به دوه درې مياشتو کې يو ځل کور ته تله او چې کله به لاړه نو د صفدر زړه به هم تنګېده، کار به خوند نه ورکاوه او لوی جنتي کور به ورته تش ښکارېده.
يوه ورځ چې مشکڼه کور ته په رخصت لاړه او حليم د خپلې ځمکې ليدو ته روان شو چې له ښار نه ۳۰ کيلو متره لېرې وه، نو په صبرو اختر شو، هغې له خدای نه همداسې موقع غوښته، کوتک په لاس د سپۍ کوټنۍ ته ورغله، هغې نيم ځان له دروازې راويستی و او شلې پښې يې دننه وې، هماغسې په ډنډ سترګو کوم فکر کې ورکه وه چې صبرو ور ورسېده. په دې دومره وخت کې چې سپۍ دلته اوسېده صبرو دې ځای ته نه وه راغلې، د هغې مخ له قهره سور و او غوښتل يې چې د کلونو ډک زړه پرې تش کړي. د زړه له خلاصه يې کوتک جيګ کړ او سپۍ يې په ورمېږ کې ووهله، د هغې سوې چغې پورته شوې، سر يې ځوړند شو، لکه د ورمېږ هډوکی يې چې مات شوی وي، صبرو دوه درې ګوزاره په ملا هم ورکړل، د سپۍ چغې صفدر ته چې د بڼ بوټي يې قينچي کول ورسېدې، هغه رامنډې کړې چې وګوري څه شوي؟
څنګه چې د باغ نيمايي ته ورسېده نو صبرو يې وليده چې کوتک په لاس را روانه ده. دی ژر د يوې ونې شا ته پټ شو او چې هغه لاړه نو سپۍ ته يې ځان ورسوه. مړاوې پرته وه، لکه ځنکندن يې چې وي، په سختۍ يې ساه اخېسته او سر يې په ځمکه اېښی و.
صفدر هېڅ نه پوهېده چې څه وکړي؟ د سپۍ پر بد حالت تيږه زړه هم اوبه کېده. سترګې يې ډنډ شوې، يو ځل يې زړه وکړ چې په پټه لاړ شي او ډاکتر ورته راولي، خو همدا شېبه ورته صبرو راغږ کړ چې چرته يې؟
سپۍ يې پرېښوده او ژر يې ځان بڼ ته ورسوه: راغلم ترورې!
– ژر لاړ شه او ګلدانيو ته اوبه واچوه.
صبرو د ټولو راپيدا شويو ستونزو لامل سپۍ ګڼله، هغې داسې فکر کاوه که سپۍ مړه شي، نو بيا به هېڅ ستونزه نه وي پاتې او هر څه به بېرته سم شي، خو وخت بله پرېکړه وکړه!
ماښام چې حليم کور ته راورسېده نو له دمې مخکې د سپۍ ليدو ته ورغی، سودا ورسره وه چې چا به خواړه او اوبه ورکړي وي که نه؟ ځکه مشکڼه هم په کور نه وه، څنګه چې يې له لېرې د کوټنۍ مخ ته پرتې سپۍ باندې سترګې ولګېدې، زړه يې ولوېده، پوی شو چې ډېر بد څه شوي، ورمنډه يې کړه، سپۍ يې غېږ کې راواخېسته، سر يې هماغسې ځوړند و او وروستۍ ساګانې يې په سختۍ اخېستې، له طلايي سترګو يې اوښکې تللې او مړاوې وې، حليم يې په سترګو کې ټوله کيسه ولوسته، هغه باوري شو چې يو چا له قصده سپۍ دې حال ته رسولې او دا چې له هغې بې ازارې سپۍ سره د چا کينه وه؟ له صبرو پرته يې څوک ذهن ته نه ورتله.
سپۍ لکه چې د څښتن وروستي ديدن ته پاتې وه، څو چې ماسخوتن کېده هغې له هر څه سره خدای پاماني وکړه، حليم هېڅ نه ويل، يوازې اوښکې يې تويولې او هغه خاطرې يو بل پسې وريادېدې چې سپۍ ورته پرېښې وې. شپه پرې ډېره سخته تېره شوه او چې سهار شو نو په خپل لاس يې سپۍ ته هلته د قبر ويستل پيل کړل چې چرته مړه شوې وه.
صفدر څو ځل هڅه وکړه چې بېلچه ترې واخلي، خو حليم نه منله او ويل يې: زه يې خپله ورته وباسم.
صبرو دا ګومان نه و کړی چې حليم به داسې لېونتوب کوي، ورغله چې د دې کار مخه يې ونيسي: لکه چې دې شلوټې نه په مرګ هم نه خلاصېږو، انسانانو ته قبرونه نه رسي او ته سپۍ ښخوې، پرېږده چې صفدر يې يوسي او چرته لېرې يې وغورځوي.
حليم بېلچه کېښوده: هيله ده چې زما په کارونو کې لاس وهنه و نه کړې او له دې سپۍ سره ظلم کوونکې به ضرور خپله سزا وګوري، دا چې دې زما په ژوند کې څومره ارزښت لره؟ ستا په شان ښځې پرې نه شي پوهېدای!
د سپۍ د مرګ په دوهمه ورځ مشکڼه هم بېرته کار ته راغله او له راتګ سره خبره شوه چې څه شوي؟ صفدر چې ورته کله د سپۍ د مرګ وويل، دستي يې سترګو ته ودرېده او له زړه پسې خواشينې شوه، خپل بادار يې وليده چې سپۍ ته يې د کوټنۍ څنګ ته قبر جوړ کړی، شنه کبل او څو بوټي يې پرې کرلي او ورته ناست دی. د دې لپاره چې هغه مهربانه سړي ته ډاډ ورکړي، ورغله، ورسره کېناسته او په ساړه غږ يې وويل: هېڅ باور مې نه شي چې هغه دې مړه شوې وي، زه هېڅ وخت د هغې په خدمت نه يم ستړې شوې.
حليم ور مخ کړ، سترګې يې سرې اوښتې وې او همدا شېبه هم ډنډ وې.
– هو؛ هغه نوره نه شته، خو خواږه يادونه به يې تل راسره وي، زه له تا مننه کوم چې تل دې د زړه له اخلاصه د هغې خدمت کاوه، زه پوهېږم چې تاسو ټولو سره به دا پوښتنه وي چې سپۍ ولې پر ما دومره ګرانه وه چې په مرګ يې هم له ځانه لېرې کېدل نه غواړم؟
بيا چوپ شو، قبر ته يې سترګې واړولې: زما له کوچنيوالي سپيانو سره مينه وه، کوکري به مې ساتل، که څه هم پلار او ورونه به راته قهرېدل او نه يې غوښتل چې زه دې وخت له سپيانو سره تېر کړم، ښوونځي ته به يې لېږلم، خو زما بل شوق نه و، ټوله ورځ به د کلي مخ او پټيو کې يا له سپيانو سره ګرځېدم او يا به سپيانو پسې ګرځېدم. پلار مې دې خدای وبښي زه ورته ډېر ګران وم، خو د دې شوق له وجې يې څو ځل ووهلم او مينه يې راسره د وخت په تېرېدو بېخي کمه شوه، ځکه پوی شو چې زه له خپل شوقه نه اوړم.
د پلار له مرګه وروسته مې ورونو سره ګوزاره سخته وه، غورېدل به راته، ويل به يې ته بې کاره يې، په تياره يې خورې. زه ښار ته راغلم، غوښتل مې کار وکړم، پيسې وګټم او واده وکړم؛ خو ښار کې مې يوه دوه نه شوه.
کله، کله خو به وږی هم پاتې کېدم، خو وخت نه درېده، يوه ورځ مې د ښار په لوی چوک کې يوه سپۍ وليده چې دواړه پښې يې ځان پسې کشولې او کړونجېده. لکه چې تازه د کوم موټر د ټېر لاندې شوې وه، هغه بلاربه هم وه، مخکې له دې نه چې د بل موټر د ټېر لاندې شي، ما ورسره مرسته وکړه، اول مې زړه و چې هملته يې يوې غاړې ته پرېږدم، خو وجدان مې اجازه را نه کړه او له سپيانو سره مړه مينه مې هم بېرته راژوندۍ شوه، داسې فکر مې وکړ چې ضرور به د يو ښه سپي مور شي.
له ځان سره مې هغه سرای ته يوړه چې زه په کې له نورو کاريګرو سره اوسېدم، هغوی ټولو راپورې خندل چې حليمه ته خو خپله خېټه نه شې ساتی، نو دې خوارې ته به څه ورکوې؟
ما هېڅ نه ويل، د يو ملګري د درد له شربته مې لږ سپۍ ته ورکړ او نور ويده شوم، خدای کول چې په څو ورځو کې سپۍ روغه شوه، خو وروستيو پښو يې کار نه کوه او په سختۍ به يې ځان پسې کشولې، کله چې لنګه شوه، نو درې مړه او دوه ژوندي بچيان ترې وشول، اوس نو ما ته له ځان سره د هغوی ساتل هم راپه غاړه وو.
کوکري له اصيل ذاته ښکارېدل او زما ګومان ځکه ناسم نه و چې مياشت وروسته له يو بل ښار نه راغلي سوداګر رانه دواړه په دومره پيسو واخېستل چې ما خوب کې هم نه وې ليدلې.
سپۍ بچيانو پسې خفه وه، خو زه پيسو ته خوشاله وم، په پيسو مې له هر څه مخکې د کور لپاره ځمکه واخېسته چې کور جوړ کړم او بيا واده وکړم. د کور په جوړولو مې شروع وکړه، غوښتتل مې اول څاه وباسم، ځکه خوا و شاه هېڅ کور څاه نه لرله. ما خپله هم کار کوه او دوه مې کاريګر نيولي وو، کله چې مو څاه شل متره ووهله، نو خدای زه له يوې ډېرې عجيبې شېبې سره مخ کړم، زما ويده نصيب راوېښ شوی و او نور نو زه يو غريب او بې سرنوشته څوک نه وم. هلته د سرو ډېرې سيکې راووتې او بيا زه د دې ټولو شتو خاوند شوم چې ته يې اوس ګورې او څه دې نه دي ليدلي.
ما هېڅ شک نه کړی او نه يې کوم چې دا هر څه د سپۍ له برکته وشول، کله مې چې صبرو سره واده وکړ، نو هغې ته مې هم دا راز و نه وايه چې دا هر څه له کومه شول؟ سپۍ له ما سره وه او تر هر چا راته ډېره ګرانه وه، صبرو ته له سپۍ سره زما مينې خوند ور نه کړ او ورځ تر بلې يې رانه فاصله اخېسته. هغې د واده نه څو ورځې وروسته ما سره د سپۍ په سر ناندرۍ او شخړې شروع کړې او ويل يې چې ژر دا مردار مخې سپۍ له کوره وباسه؛ خو کله چې پوی شوه خبره يې نه منم نو له موږ دواړو سره يې دښمني شروع کړه.
شک نه شته چې اوس هغه داسې ناڅاپي، هېڅ بې هېڅه نه ده مړه شوې، يو لامل ضرور شته چې زه ترې نه يم خبر او که خبر هم شم، نو څه؟ دا خو بېرته نه راځي.
هغه قبر ته ګوته ونيوه، د مشکڼې له سترګو د سپۍ کيسې اوښکې بهولې او سلګو نيولې وه، حليم يې په سر لاس ورکېښود.
– دمه جوړه کړه بچۍ او بيا لاړه شه غومبر پسې چې کار ورسره لرم.
غومبر هغه وکيل و چې حليم د ژوند ټولې قضيې ورسپارلې وې، مشکڼې د ټيکري په پيڅکه اوښکې وچې کړې، لاړې يې تېرې کړې او جيګه شوه: زه ستړې نه يم.
او بيا غومبر پسې روانه شوه چې کور يې له دې ځايه د پښو په مزل ۱۰ کيلو متره لېرې و.
ماښام تياره مشکڼه له غومبر سره د هغه په موټر کې راغله، حليم غوښتل هغه ته خپل وصيت ورکړي او ترې هيله وکړي چې له مرګ وروسته يې بايد هماغه څه ترسره شي چې ليکلي يې دي!
هغه د کور دواړو خادمانو ته شل، شل زره افغانۍ صدقه، څه پيسې هم د سپۍ او ځان مقبرې ته او نوره ټوله شتمني د مېرمنې په نوم کړه. وکيل ترې په کاغذ له ګوتې لګولو وروسته اجازه وغوښته، خو حليم پرې زورور شو او ډوډۍ ته يې ايسار کړ.
د ډوډۍ له خوړلو وروسته وکيل مخه ښه واخېسته او بيا ټول خپلو کوټو ته لاړل چې ويده شي، خو د حليم سترګې نه پټېدې، زړه يې بې درکه تنګ او ډک و، څو ځل يې هڅه وکړه چې بې ځايه فکرونه وشړي، خو نه کېده. بيا يې وغوښتل چې بهر ووځي، بڼ کې وګرځي او يا هم د سپۍ د قبر څنګ ته لاړ شي. په کرار راووت، لوی دهلېز کې تياره او خاموشي وه.
د صبرو د کوټې ګروپ روښانه و، وېښه وه او په دې تشويش کې وه چې خاوند به يې له وکيل سره څه خبرې کړې وي؟ ضرور به يې د وصيت په اړه څه ويلي وي، ايا له دې خو به يې غچ نه وي اخېستی؟
د مشکڼې خو ځکه سترګې نه پټېدې چې د سپۍ کيسه يې په ذهن خوره وه او هغه يې کلکه سترګو ته ولاړه وه، خو خوشاله په دې وه چې تل پرې مهربانه وه او خدمت يې کړی و.
او د صفدر له سترګو دې خوب وړی و چې بيا، بيا يې د سپۍ وروستيو چغو په غوږو کې انګازې کولې او هغه شېبه وريادېده چې صبرو کوتک په لاس را روانه وه.
حليم څه شېبه په بڼ کې وګرځېده، ستورو ناوې سپوږمۍ ته نڅل او اسمان په خپل سوچه رنګ راښکاره شوی و. د ګلاب او رامبېل ګلونه غوړيدلي وو او په ټول کور کې د راد کراني خوشبو خوره وه. اوږدې ساه ګانې يې واخېستې، څه شېبه يې ننداره هم وکړه خو نا ارامۍ هغه بيا د طبعيت له سيل او خوند نه خلاص کړ.
قدمونو يې د سپۍ قبر ته ورساوه، هلته کېناست، ډېر وخت ناست و، خاموشي وه، کله، کله به د يو نيم کوڅه ډب سپي غپلو چوپتيا ماته کړه او حليم به لکه د لېوني خوا و شا کتل شروع کړل.
***
سهار د مشکڼې چغو صبرو او صفدر راپاڅول او کله چې هغوی ځانونه د چغو ځای ته ورسول ، ويې ليدل چې مشکڼه بې هوشه ده او حليم هم پړمخ د سپۍ په قبر بې ساه پروت دی!
مشکڼې چې سترګې وغوړولې په روغتون کې وه، صفدر يې څنګ ته ناست و، ژړل يې، مشکڼې ته دستي ورياد شول چې څه شوي؟ بېرته يې سترګې پټې کړې، صفدر په لومړي ځل د هغې لاس په لاس کې ونيوه.
– هغه مهربانه سړی هم له موږ لاړ!
مشکڼې بېرته سترګې خلاصې کړې، خو هېڅ يې نه ويل. صفدر ترې وپوښتل: که ښه يې نو ځوو چې د جنازې د مراسمو تياری به نيسو.
مشکڼې د هغې لاس زور کړ: زه ښه يم، موږ ته ډېر کارونه راپر غاړه دي.
صفدر له مټ نه ونيوه: شکر چې ښه يې!
هغوی دواړه له روغتون نه کور ته روان شوو.
د حليم د جنازې، بيا فاتحې او خيرات ستړې او غم پنځه ورځې دوام وکړ.
کله چې مشکڼه او صفدر له کارونو اوزګار شول، نو د ناستې وخت يې پيدا کړ، دواړو د حليم د مهربانۍ کيسې وکړې، مشکڼې صفدر ته هغه کيسه هم وکړه چې بادار يې ورته له مرګه يوه ورځ مخکې کړې وه، دا کيسه صفدر ته ډېره په زړه پورې او له تعجب ډکه وه. اوس نو هېڅ شک نه و پاتې چې بادار يې د سپۍ پسې زړه اچولی و او د هماغې غم وواژه.
دا چې سپۍ څنګه مړه شوې وه؟ صفدر مشکڼې ته د سترګو ليدلی حال تېر کړ، مشکڼې تر دې دمه داسې ګڼله چې د سپۍ په وژلو کې به د صفدر لاس هم وي، خو اوس پوی شوه چې د دې شک بې ځايه و او هغه سپين زړی انسان دورغجن نه دی!
تر ډېره د يو ګڼ بوټي لاندې ناست وو، هغه وخت چې د ماښام تياره خوره شوه، مشکڼې ورته وويل: زه غواړم نوره کور ته لاړه شم، ځکه چې دلته پاتې کېدل مې ځوروي او د زړه تنګۍ احساس کوم. مور مې هم مريضه ده…
صفدر هم د هغې له تلو نه وروسته دلته پاتې کېدل نه غوښتل، زړه يې غټ کړ اوله مشکڼې سره يې د زړه خبره شريکه کړه. ترې يې وغوښتل چې د ژوند ملګرې يې شي او پاتې ژوند سره په شريکه تېر کړي!
مشکڼې سترګې ټيټې کړې، چوپتيا شوه، صفدر يې لاس راونيوه.
– زه به تل ستا د خوښۍ لپاره هڅې کوم!
مشکڼې سر ور پورته کړ، سترګې په سترګو شول: سمه ده او هغه ته ورغاړېوته!
***
صبرو ته چې په پنځمه ورځ وکيل د حليم وصيت واوروه نو باور يې نه شو کولای چې خاوند يې د شتمنۍ زياته برخه د دې په نوم کړې، خپلې ټولې بدۍ وريادې شوې چې له مهربانه حليم سره يې کړې وې، د وکيل له تلو وروسته په يو نامعلوم فکر کې ورکه شوه، هره خوا يې چې سترګې اړولې، شله سپۍ وريادېده او د هغې له درده غپل يې اورېدل.
کوم څه چې شوي وو، د هغې د هيلو خلاف وو، ځکه دې يوازې د سپۍ مرګ غوښته، له دې نه وه خبره چې د سپۍ د غم له وجې به حليم هم دا نړۍ پرېږدي او دا چې اوس د حليم له مرګه هم پنځه ورځې تېرې وې، بېخي د منلو نه وه، خو د تقدير او وخت جبر همداسې څه کوي چې بنده يې نه غواړي!
دا پوښتنه چې څه شي حليم ته شله سپۍ دومره ګرانه کړې وه؟ هم ناحله پاتې وه چې د صبرو ځورېدل يې زيات کړي وو، د هغې زړه ته بيا له حليم نه ګيله راغله چې يو ځل خو به دې له سپۍ سره د مينې له رازه خبره کړی وی، دا رښتيا هم ډېره عجيبه او له حقيقت نه لېرې خبره وه چې يو لوی شتمن دې د شلې سپۍ د مرګ له غمه مړ شي. خو اوس په دې حقيقت صبرو د ايمان تر حده باوري وه.
يوه شېبه هېندارې ته ودرېده، له ځانه يې بدې راغلل، خپلو لاسونو ته يې وکتل چې د يوې بې وزلې سپۍ د مرګ لامل شوو، بايد غوڅ شوی وی چې د کړې ګناه سمه کفاره يې ادا شوی وی.
اوس هغې ته ځان يوازې د سپۍ قاتله نه ښکارېده، د حليم د مرګ ملامتي يې هم په ځان اچوله. دې هر څه له څو ورځو د هغې خوبونه تښتولي وو، سره له دې چې هغې ته د حليم ټوله شتمني پاتې شوې وه، خو سکون يې ورک کړی و، په کوټه کې يو خوا بل خوا تله، لکه ځمکه چې اور شوې وي، په ځای نه درېده، هڅه يې کوله چې سپۍ له ذهنه وباسي، خو دې کار امکان نه لره.
دروازه راوټکېده، په غوسه يې خلاصه کړه. صفدر ماښامنۍ راوړې وه.
– نه يې خورم!
او په درز يې بېرته دروازه بنده کړه.
صبرو داسې ګڼله چې لېونۍ شوې او يا هم لېونتوب ته نېژدې شوې، همدا وخت يو بل فکر ورپيدا شو، مشکڼه يې راياده شوه چې حليم ته ډېره ګرانه وه او وروستی مجلس يې هم له هغې سره کړی و، شايد له سپۍ سره د هغه د مينې په راز خبره وي.
ژر يې غاړه کې پروټ ټيکری په سر سم کړ او له کوټې راووته.
– مشکڼې! وه مشکڼې!
مشکڼه نه پوهېده چې د کور د مېرمنې به ورسره څه کار وي؟ ژر په زينه راجيګه شوه: راغلم مېرمنې!
صبرو له لاس نه راونيوه: راځه!
کوټې ته يې يوړه، بيا يې مقدس کتاب راواخېست: په دې لاس کېږده.
مشکڼه په داسې حال کې چې رېږد نيولې وه، د کتاب له ښکلولو وروسته يې پرې لاس کېښوده.
صبرو ژړغونې شوه: تا او دا قران چې د سپۍ سره د حليم د مينې راز راته ووايه.
مشکڼې هم انکار و نه کړ، هغې ته يې ټوله کيسه وکړه. د صبرو د کيسې تر پايه اوښکې بهېدې او شونډې يې چيچلې.
کله چې مشکڼې کيسه خلاصه کړه، نو درنه خاموشي شوه. ناڅاپه صبرو په زنګون اېښی سر راجيګ کړ.
– غومبر پسې لاړه شه!
– په دې توره شپه!
– هو؛ همدا اوس. که ډارېږې صفدر هم درسره کړه!
صبرو د هغې له تلو وروسته خپله د خاطراتو کتابچه راواخېسته. هغه چې له ګيلو او شکايتونو ډکه وه.
يوه تشه پاڼه کې يې وليکل: زه ډېره نا ارامه يم او د دې لپاره چې خپله اروا له اوسني عذاب نه خلاصه کړم، بايد د خپلې کړې ګناه کفاره ادا کړم، له خدای نه مې هيله شته چې دا کفاره به قبوله کړي.
له حليم نه راپاتې ټوله شتمني د سپيانو په نوم کوم. صفدر او مشکڼه دې په شريکه د ښار ټول سپي چې بې خاونده، وږي او معذوره دي همدې کور ته راولي او ښه ساتنه دې ترې وکړي.
کله چې مړه شوم د حليم او سپۍ د قبرونو تر څنګ مې خښه کړئ او زموږ درې واړو قبرونه يو شان جوړ کړئ!
بيا انتظار شوه چې غومبر راورسي. ساعتونه وروسته د کور لويه دروازه راخلاصه شوه. صبرو داسې ګڼله چې په کاغذ د وکيل له لاسليک سره به د ارام ساه واخلي او که بيا يې هم نا ارامي نه وی ختمه شوی، نو د خان وژلو پرېکړه يې کوله.
کاغذ په لاس يې ورمنډه کړه، د زينې نيمايي ته رسېدلې نه وه چې پښه يې تاوه شوه او چغې يې په بند دهلېز کې انګازه وکړه….
کله چې غومبر، مشکڼه او صفدر راورسېدل، نو له حيرانۍ درې واړو يو بل ته کتل شروع کړل چې دا څه شوي؟
د صبرو سر لګېدلی و او د زينې سپينې ډبرې سرې اوښتې وې. بې حاله پرته وه، وکيل کېناست، د هغې د لاس رګونه يې وليدل، صفدر او مشکڼې ته يې مخ کړ: په خواشينۍ سره چې مړه شوې. بيا يې هغه کاغذ چې څه برخه يې په وينه شوې وه، راواخېست، لوستو ته يې عينکې په سترګو کړې…..
– ښه زه يې د همدې لپاره په توره شپه راغوښتم!!!
لاسليک يې پرې وکړ او مشکڼې ته يې ورکړ: هيله ده چې تاسې دواړه يې هيله پوره کړئ!
***
يوه مياشت وروسته د صفدر او مشکڼې په واده کې لږو انسانانو او ډېرو سپيانو خوندور خواړه وخوړل او د کور په دروزاه لوحه وځړول شوه: د سپيانو کور ته ښه راغلاست!!!..
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي