د سړي په ديارلس خبرو ښځې مري

ژباړه: صادق الله صادق
[pukhto]
نارينه پر دې باور لري، چې له ښځينه وو لږ احساساتي دي. ددې مانا دا ده، چې دوى ډېرى وخت څه ترسره کوي، نو له بهرنيو اغېزو پرته يې ترسره کوي.
هو؛ موږ (ښځينه) دېته اړتيا نه لرو چې څرګندوونکي واوسو؛ مګر که تاسې چېرې دا وړې خبرې وپېژنئ دا موږ ته د نړۍ په څېر ازرښت لري.
يادونه:
ياده دې وي، چې دغه ټولې خبرې د ښځينه وو له لورې نارينه وو ته خطاب دي، چې زياتره نارينه دا کړنې نه ترسره کوي، که چېرې ښځينه يې خپلو نارينه وو ته ووايې او نارينه پر دې خبرو عمل وکړي، نو د خپلې معشوقې، ملګرې او مېرمن مينه به ورسره څو برابره زياته او خوښي به ترلاسه کړي. (ژباړن)
١. ښکلې يې!
موږ (ښځينه) تل له دې سره مينه لرو، چې خپل ملګرى مو بايد پوره او ښايسته وي؛ مګر ځينې وخت ددې يوې کليمې (ښکلې يې) لېږل، موږ ته يو حيرانوونکى احساس راکوي.
دا يوازې موږ ته هغه باور او زړورتوب راکوي، کوم ته چې موږ اړتيا لرو او کله چې موږ په ځان کې د ښه او ښکليتوب اغېز وګورو، نو همدا وړه کليمه راته د هر څه مانا يا ارزښت راښيي.
٢. پر يو چا ووياړئ او ډاډ ورکړئ!
موږ تل ددې لپاره هڅه کوو او زيار وباسو، چې خپلو موخو ته ورسېږو او ددې لپاره په ډېر غور او فکر سره کار کوو، ترڅو هغه څه چې غواړو، ورته ورسېږو.
که دا هلې ځلې هر څومره ستړې کوونکې وي، مګر بيا هم شکايت نه کوو؛ خو کله چې موږ د خپل مينه کوونکي ملګري ډاډ ترلاسه کړو، بيا همدا کار او هڅه په ډېر وياړ سره ترسره کوو.
همدا ډاډ او وياړ زموږ نهيلي ورو ورو کمزورې کوي او موږ ته د لا همت او قوت باور رابښي.
٣. توپيرونه يادداشت کړئ!
زياتره نارينه د باډي جوړولو هڅه کوي او ددې لپاره ډېر کوښښ او زيار باسي، چې باډي يې څنګه جوړه شي او په ځانګړې توګه د مټ او نورو غړو ښه ښکاره کېدو هلې ځلې کوي او په دې هڅه کې وي، چې څنګه د ځان او زمونږ ساتنه وکړي.
مګر کله چې موږ (ښځينه) د قويتوب هڅه کوو، نو همدا لمسون پر موږ د نارينه وو د واکمنۍ اغېز کوي. نو د خپل ځان او نورو ترمنځ ساده توپيرونه يادداشت کړئ او په دې اعتراف وکړئ، چې د هغوى ملاتړ کول او مرسته ورسره کول، موږ مخکې وړي او له شکنجې مو ژغوري.
٤. غوښتونکي واوسئ!
موږ (ښځينه) تل لومړي حرکت کوونکي يوو، په حسي لمسون سره ښوييږو او تر دې چې جنسي شهوت ته تيارېږو؛ مګر دا داسې يو احساس راکوي، چې دا هر څه يوازې او يوازې موږ ترسره کوو او غواړو يې.
موږ (ښځينه) تاسې سره مينه لرو او تاسې غواړو؛ مګر ځينې وخت غواړو، چې تاسې مو وغواړئ او مينه راسره وکړئ.
ستاسې د ډېرې لږې اماده ګۍ سره موږ داسې ډاډه کېږو، چې موږ يې هم غواړو، د هيچا له غوښتنې سره نه؛ بلکې يوازې ستا او همدا زموږ نړۍ ده.
٥. حيرانوونکى احساس ورکړئ!
سړي له دې سره مينه لري، چې ځان ډاډه کړي، چې ښځې يې په هر تول پوره دي.
تاسې (نارينه) خپلې غوښتنې پېژنئ، موږ همدا غوښتنې زده کوو او کله يې چې ترسره کړو، نو ستاسې تر ټولو غوره مينه يوو.
کله چې موږ (ښځينه) د نښې منځ وولو يانې هغه کړنه ترسره کړو، چې تاسې يې غواړئ، نو دا موږ ته د هغه ډاډ او پرمختګ لار راښيي، چې موږ ورته اړتيا لرو.
که تاسې، موږ لا وهڅوئ، نو موږ به نور هم مخکې لاړ شو.
٦. خبرې وکړئ!
په حقيقت کې نارينه ښه خبرې کوونکي نه وي؛ بلکې موږ کوشش کوو، چې په خپله شيان زده کړو او ستونزې حل کړو.
دا زړه ماتوونکي وي، مګر بيا يې هم د هماغه خلکو لپاره ترسره کوو، که چېرې دوى موږ ته غوږ شي.
هغه شخص واوسئ او خپل ځانګړي نارينه (مېړه يا مَين) ته يې ووايې، که تاسې هر څه وواياست، موږ پرې نه لېوني کېږو.
يوازې ډاډه اوسئ، چې تاسې په رښتيا سره نه لېوني کېږئ، نو په دې سره به د هغوى (نارينه وو) خوله بنده شي.
٧. د باور ارزښت لرونکي اوسئ!
په نن سبا کې پر چا باور کول ستونزمن دي، مګر هيڅکله په اړيکه کې باور په شاته سيټ کې مه غورځوئ.
باور د اړيکې په پاتې کېدو کې بسنټيز رول لري.
دا يو عام فکر دى، چې زياتره نارينه باور نه کوي او په همدې خاطر زموږ هم پر ځان شک راپيداکېږي او موږ ته د ځان د ناخونديتوب احساس راکوي.
که چېرې زموږ ملګرى يا خاوند يوازې همدومره اشاره وکړي، چې دوى پر موږ باور لري، همدا زموږ لپاره کافي او بس دى؛ نو موږ پوهېږو او همدا باور به د ورځې تر پاى پورې ساتو.
٨. پر يو بل باور وکړئ!
باور دې په دواړو لارو وړي. کله چې ته خپل (ملګرى يا خاوند) دېته اماده کوي، چې هغه پر تاسې باور ولري؛ نو ځان هم ورياد کړئ، چې تاسې هم پرې بايد باور وکړئ يا يې باور ترلاسه کړئ.
او هغه ته دا ډاډ ورکړئ، چې دا اړيکه به تل خوندي وي او هيڅکله به په ورانې لارې نه ځي.
٩. مننه وکړئ!
دا يوه وړه خبره ده، چې ډېره ستره مانا لري.
که چېرې ستاسې لپاره يو ډېر وړوکى کار وي، د بېلګې په توګه کور ته په راتګ سره د کافي (چاى يا اوبو) راوړل وي؛ نو دغه مهال مو يوه وړه مننه د هر څه مانا لري.
مګر د (مننه کوم) لفظ د يوې نمانځنې په توګه لږ لوړ او ډک غږ سره وواياست، ترڅو هغوى (ښځينه) پوه شي.
١٠. درناوى وکړئ!
د يو نارينه په توګه موږ تاسې ته د درناوي ارزښت درکولو سره، خپل ځان د قدر وړ احساسوو.
موږ (ښځينه) د ملګري، خاوند، ورونو او خپلوانو له لوري درناوي سره مينه لرو.
د مينې په هرې اړيکه کې درناوى د ژوند او مينې يو نوى لورى ټاکي، چې دغه لورى له درناوي پرته په بل هيڅ شي کې نشته.
١١. د يو بل ملاتړ وکړئ!
يو چاته ډاډ ورکول، هغه ته د نور واک او قدرت ورکولو د سيستم په مانا ده.
که چېرې موږ پوه شو، چې تاسې (نارينه) په هر هغه پرېکړه، چې موږ يې ترسره کوو، ډاډ راکړئ، نو هوډ به مو لا مضبوط شي. موږ ستاسې نظريو ته په ازرښت قايل يوو او موږ غواړو پوه شو، چې موږ په سمه لاره روان يوو.
١٢. د نمانځنې احساس ورکړئ!
(مننه کول) کېداى شي، زموږ په کار باندې اعتراف وکړي؛ مګر موږ د کړنو له ترسره کولو وروسته نمانځنې او د قدردانۍ احساس ته هم اړتيا لرو.
موږ غواړو، چې په خپل ځان کې تر ټولو ښه او غوره واوسو، کار وکړو او د هغه چا له لوري مو ساتنه وشي او د خونديتوب احساس راکړي، له چا سره چې مينه کوو.
په ډاډ او هڅونې سره ډېر څه رانغاړل کېږي، که چېرې هغه په کړنې چې موږ يې ترسره کوو تشويق شو، نو زموږ هڅې به نه ضايع کېږي.
١٣. خوشالي ورکړئ!
د نارينه وو تر ټولو نهايي خوب د خپلې مېرمنې، معشوقې يا ملګرې خوشاله او خوښ ليدل دي. دوى فکر کوي او په دې هڅه کې وي، چې موږ ته خندا راوبښي.
زموږ خوشالي، هغوى ته خوښي وربښي، نو فکر وکړئ، چې تاسې (نارينه) بايد څه ترسره کړئ، چې هغوى پرې خوشاله شي او تاسې هم خوښ واوسئ، که چېرې تاسې داسې کړنه ترسره کړه، نو زموږ هيلې به پوره شي او موسکانده به يوو.
***
هيڅ مهمه نه ده، چې ستاسې خاوند، ملګرى يا عاشق تاسې ته له څومره نېږدې نه ګوري؛ بلکې هغه ستاسې مينې او لمسونې ته دومره اړتيا لري، چې حد يې نه شته.
که چېرې وغواړې، کولى شې چې د خپلې اړيکې د لا قوي کولو لپاره هغه ټکي پيداکړې او ترسره يې کړې، نو تاسې به د خپل خاوند، ملګري او يا مَين هدف ته رسېدلي ياست او هغوى ته به مو خوښي ورپه برخه کړې وي او خوښي هغه څه دي، چې اړيکې لا قوي کوي، نو کوشش يې وکړئ.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي