د شاعرۍ پر ضد

ليک/ رحيم خان
[pukhto]
د روس دوزخي شاعر یوټيشنیکوف چي دوه کاله له مخه یې (د پلانۍ ادبي ټولنې) له اجازت بغیر خپله ساه ورکړه څومره ښه ویلي وو چي (( د شاعر سوانح / بيوګرافي فقط د هغه خپلې شاعرۍ ته ویلی شو، نور هر څه حاشیه ګري ده)).
د امریکا نامتو ماډرنسټ شاعر ویلیس سټیوینس یو ځای لیکي چي ” یو شاعر نړی ته په هغه نظر ګوري په کوم نظر چي یو سړی یوې ښځي ته ګوري ”. ویلیس څه وخت پس د کورنۍ د اختلاف برعکس له یوې ” ناپاکې ” ښځي سره واده وکړ او هم دا د فطرت خوښه وه چې کله یې لور پیدا شوه نو د ” پاکې / سپېڅلې ” نوم یې ورباندې کېښود.
رابرټ برټن چي خپله هم یو سکالر او شاعر و ویلي وو چي ” شاعران ټول لیوني دي ”. باید یاد ولرو چې رابرټ برټن خپله هم بیا په اخر کي لیونی شو. یو عادت یې دا وو چي د غم په شېبو کي به یې په زور ، زور خندل.
فرانسوي هم جنس پرست نامتو شاعر او ډرامه نګار ژان کاکټیو یو وخت یو چا ته په پټه خوله، بندو سترګو او خلاصو غوږو ویلي وو چي ” شاعر هغه دروغجن څوک دی چي مدام رښتیا وايي ”. باید یاد ولرو ژان کاکټیو د ګومان تر حده ایماندار څوک و او زه یقین لرم چي زموږ له شاعرانو سره یې هېڅ فکري واسطه یا خط وکتابت نه لرل.
ژان کاکټیو یو بل ځای دا هم ویلي وو چي ” هغه شاعر بدبخت دی چې خالي دې وستایل شي؛ پر ځای د دې چې یو څوک دې ځان د ده په شاعرۍ پوهه کړي ”. شکر چي ژان کاکټیو مړ شو او زموږ له ادبي محفلونو نه شو فیضیاب!
زما خوښ او هر وخت له ناسازیو سره په جنګ اخته رابرټ فراسټ وایي ” شاعري هغه کله چې هيجان / جذبات خپل فکر وموند او بیا هغه فکر خپل الفاظ ”. فراسټ بیا د خپل فکر له لاسه مرګ د ابدیت غېږ ته وسپاره.
ستر ناقد، په ايټالوي مئیو را لوی شوی او د کلیسا منکر امبرټو ایکو یو تور ماښام د لمر تر ځلا لاندې ګوره په کوم حال کې ویلي وو چي ” ډېر شاعران خرابه شاعري کوي او پر هغه برسېره خپله شاعري چاپوي هم. ښه شاعران خپله شاعري سوځوي ”. د دې تشریح موږ ته لارډ بائرن کولای شي؛ خو که نن بیا د غفلت په خوب نه و ویده.
او په تېره بیا د اروپا نامتو شاعر او سور ریالسټ ادیب جولز ورني چې ادبي کار یې د نړۍ په مختلفو ژبو کې په زرهاوو واره ژباړل شوی دی، یو سهار و تور دېوال ته ولاړ له ځان سره داسې وویل چي ” شاعران ټول داسي دي لکه متلونه یعنې د یو او بل ضد ”. په دا بل سهار د جولز ورني مېرمنې دی د هغه تور دېوال سره په داسي حال کي ولید چي دېوال بیتونه ویل او جولز ورني د تل لپاره ګونګ شوی و!
یادونه: زه تر اوسه پورې د څو شاعرانو فکري او روحاني مقروض یم که یې څه هم د قرض د ادا کولو داسي خاص اراده نه لرم؛ خو مقروض څوک به تر مرګه پورې پوروړی وي او خدای هم پوروړی نه بښي!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي