د شاعر مړینه

ژباړن:میرویس اشنا
[pukhto]
شپې خپلې تورې وزرې پر کائیناتو خپرې کړې وې، چوپه چوپتیا وه، واوره ورېده خلک په خپلو محلونو،کورونو او کوډیو کې ننوتي وو، لارې او واټونه له خلکو تش پراته وو.
له ښاره بهر په یوه کلي کې له نورو کورونو ور ها خوا په یوې زړه کوډۍ کې یو ناروغه ځوان د ژوند وروستۍ ساه ګانې اخلي، د هغه تر څنګ په تاخ کې د ترخو تیلو مړژوانده ډیوه بله ده، د ډیوې رڼا هم د ناروغه ځوان په څېر کمزورې او تته ده.
دا ځوان شاعر و، چې په خپل لنډ او مختصر ژوند کې یې ډېرې سړې تودې زغملې وې، دا کم عمره ځوان پوه شوی و چې د ژوند وروستۍ شېبې یې دي، هغه داسې په تمه او انتظار و لکه مرګ چې پرې لوی احسان کوي، د هغه په زېړه ځبېښلې څېره کې هیڅ ناهیلې نه ښکارېده.
په شونډو یې یوه رنځوره مسکا لیدل کېده، په سترګو کې یې صبر او سکون ځلېده داسې لکه له نړۍ څخه چې هیڅ شکایت نه لري.
هغه یو شاعر و چې د بډایانو په دې لوی ښار کې له ولږې مړ کېده. هغه دې مادي نړۍ ته ددې لپاره راغلی و، چې د انسان په زړه کې د ښکلو نغمو په زور د ژوند کولو لپاره هیله او مینه راوټوکوي.
هغه د لوی زړه څښتن و، د شعر الهې دې نړۍ ته راستولی و چې د انسان روح او باطن د بیدارۍ په رڼا روښانه او منور کړي او زړه یې له کرکې او کینې پاک کړي
خو…اخ هغه له دې ځان غواړي او حریصې نړۍ څخه بېرته تلونکی و او له دې نړۍ سره يې د تل لپاره مخه ښه کوله خو، دلته داسې څوک نه و چې له هغه سره یې مخه ښه کړې وای.
دې خودغرضو خلکو خو، پرې یوه مسکا هم و نه لوروله.
هغه مړ کېده، له هغې وړې ډیوې پرته نور هیڅوک ورسره نه وو.
یوازې و، د هغه د کټ سرته هم څوک نه وو او شاوخوا یې هم هیڅوک نه لیدل کېده، پرته له څو پاڼو کاغذونو چې څه یې پرې لیکلي وو.
وجود یې دومره بې ځواکه شوی و چې په مشکله یې یو لاس وغځاوه پورته یې کړ د کوډۍ چت ته یې وکتل لکه هغه چې له خونې بهر د وریځو او ستورو لیدل غواړي، بیا له ځان سره په کمزوري غږ وبنګیده ویل یې:
راشه…ای ښکلیه مرګه…ای ګرانه مرګه راشه!
زما روح ستا د راتلو لارې څاري!
راشه…نژدې راشه او په غاړه کې مې د ژوند دا ځنځیرونه مات کړه!
چې زه یې بندي یم زه ددې ځنځیرونو له درانه بار نه ستړی شوی یم
راشه…ای ګرانه مرګه…راشه او ما له خپلو ګاونډیو بېل کړه!
دوی ما لېونی ګڼي ځکه چې زه دوی ته د فطرت پیغام راوړم
ژر راشه…دوی په دې خاطر زه تیارو ته ټیل وهلم چې زه په بېوزلو او کمزورو خلکو زړه سوزوم او بډایان غواړي هغوی نور هم وځوروي
راشه…ای ګټور مرګه راشه ما په خپله غېږه کې پټ کړه، ځکه چې زه مې د ملګرو په کار نه یم…
اخ…ای مرګیه ما په خپله غېږه کې ونیسه!
ای ګرانه مرګه راشه او شونډې مې ښکل کړه ما مې د مور د مچې تودوخه په خپل مخ نه ده لمس کړې او نه مې شونډو د یوې ښکلې محبوبې تندی ښکل کړ، شونډې مې د هغې د نرمو ګوتو له حرارت سره نااشنا دي.
ای ښکلیه مرګه راشه او ما له ځان سره بوځه.
اوس د شاعر د کټ سر ته یوه فرښته ښکارېده چې ډېره ښکلې وه په لاس کې یې د تازه ګلونو هار نیولی و.
فرښتې شاعر په غېږ کې ونیوه، سترګې یې ورته بندې کړې چې نوره دا مادي نړۍ و نه ویني او که وینې یې نو د روح په سترګو یې وګوري.
فرښتې یې له شونډو یوه اوږده بوسه واخېسته او د هغې په مخ یې لافاني مسکا خپره کړه.
بیا هغه جونګړه د تل لپاره خالي شوه، هلته د کاغذ له څو پاڼو پرته چې شاعر په کې خپل وروستی پیغام لیکلی و نور هیڅ نه و.
ورځې شپې تېرې شوې…
سلګونه کلونه وروسته چې کله د هغه ښار وګړي د بې قدرۍ او جهالت له درانه خوبه راویښ شول، د ښار په یوه مشهور باغ کې یې د هغه شاعر یوه ښکلې مجسمه ودروله، د هغه په نوم یې یو مجلل تعمیر جوړ کړ، ټولنې او نورې ادارې يې په نوم جوړې شوې، هر کال به د هغه شاعر کلیزه لمانځل کېده چې پیغام یې هغوی ته د خپلواکۍ، پوهې او مینې لار ورښودله.
اخ… د انسان لاعلمي څومره ستره بلا ده….
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي