67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د شتمنو طبقاتي تبليغ او څو خبرې

نقيب احمد عزيزي

[pukhto]
درنې شفيقې خپلواک د جورج اورويل نظر ليکلی، هغه ويلي: «غريبي فکرونه وژني.» زه يو څو خبرې لرم.
دا کاپيټاليسټي نظر دی، لکه د اپلاتون په حواله چې وايي، د اشرافو مغزونه د سرو او د غلامانو هغه له ميسو جوړ دي.
د روسيې لوی ليکوال داستايفسکي خپلې تورې ورځې، تنګلاسۍ او دردونه څنګه د نړۍ په شهکارونو بدل کړل؟
البر کامو د يوې کونډې زوی چې پلار يې جګړې خوړلی و، پر سوسياليزم د نقد تفکر له کومه کړ؟
عرب شاعر ابراهيم شوقي له مسکنته د ماما کره اړولي وو، اخېر يې د هغوی د کور له ساړه چلنده ليک ورته پرېښود او ده خپل خوړګي بل ځای ته بار کړل.
د ترکيې لوی طناز او ياد ليکوال عزیز نسين ورځپاڼو ته له غربته د پلار په نامه ليکنې کولې، خو فکر يې کاوه او کولای يې شوای.
امريکايي ليکوال ارنسټ همينګوې کار ته د اړتيا په اساس د امبولانس موټروان و، خو د ادبياتو نوبل يې هم ګټلی. دغسې ډېر مثالونه موندلای شو.
جورج اورويل «اريک ارتور بلر» انګرېز شاعر او رومانوال دی، «د حيواناتو فارم» يې مشهور رومان دی. اورويل هغه وخت په هند کې زېږېدلی چې بريټانيا بابايي ورباندې کوله. پلار يې چارلز بلر په خرپ شتمن، زميندار او په اصطلاح نجيب‌زاده سړی و.
د نجيب‌زاده‌ګانو دغه ډول تبصرې چې ګواکې تفکر هم د شتمنو او اشرافو ملکيت دی، د فکر په تاريخ کې يوه ستره تېروتنه ده. بل دا چې غريبو خلکو ته فکري صدمه رسوي، ناهيلي کوي يې او دايمي يې له را پورته کېدو پاتې کوي.
ماکياوليسټي ليدلوری همدا و چې د خلکو د اېل کولو لپاره بايد سياستوال او اشراف هغوی د فکر په لحاظ ټيت معرفي کړي، احمقان يې وبولي او “فکر کول” د دوی کار و نه ګڼل شي.
سره له دې چې غربت د تشويق شی نه دی او له غوړ لستوڼي سره مو فکر ارام وي، مګر يو مخ داسې نه ده چې که مو جېب تش و، سر دې هم تش شي.
يو حديث هم راځي چې «كَادَ اَلْفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْراً» فقر سړی کفر ته ور نږدې کوي. مفهوم يې دا ويل شوی چې په ټوله کې اقتصادي بېوزلي د افرادو اعتقادي نظام ته ټک ورکوي، بناءً بايد بنسټونه ورغېږي او اقتصادي سرچينې عادلانه تنظيم شي.
داسې نه چې نجيب‌زاده طبقه پر معنوي ارزښت سپره ښکاره شي او خاک‌نشين انسانان بې‌سر و بره مخلوقات. د فقر او فکر تاريخ ته په پام نظر کول، موږ له ناهيلي او طبقاتيته ژغوري.
احسان الله درمل وايي:

په وران کنډر کې خوښ وي د پاخه فطرت خاوند
ډېر خام شته چې کورونه يې پاخه جوړ کړي دي
[/pukhto]

8 خوښونې

اړوند مطالب

د مذهبي جنونیانو او امریکې یارانه
وخت
چالان ايف ايم
ګګلیلو مارکوني
کوچنی فیلسوف
شاعر او د خپل چاپیریال کړه وړه
هسې یوه خبره مې کوله
د تأليف او تحقيق تر مينځ تفاوت

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

جنوري 2020
S S M T W T F
 123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031
« Sep   Feb »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /