د شیخ متي (بابا ) د شعر عرفاني څېړنه
اورنګزیب اسحق زی
[pukhto]
سریزه: شیخ متی بابا چې دپښتوژبې لومړنی صوفي شاعردی چې د جمالیت ترچترلاندې یې اشعار وییلي دي زما په دغه کوچنۍ لیکنه کې هڅه شوې ترڅو دده دا منظومه بیلګه د عرفاني ارونوترسیوري لاندې وڅیړم ؛ دی دتصوف په ډګرکې د بغدادي مکتب سرلاری نه دی دده له اندود ښکاري چې د خراساني مکتب له شعراو اغیزمن دی په ځانګړې توګه د مولانا بلخي متاثره ښکاري ،زماپه اند که چیرته توارد اوتصادف نه وي نو دده په دغه یوې منظومه کې د مولینا بلخي د:
«میشنود ازنی چون حکایت می کند +ازجدایي ها شکایت می کند»
شعرپلوشې ښکاریږي. ددغې کوچني څیړنیزجاج په ترڅ کې ما له څیړنیزواو کره کتنیزوارونوڅخه ګټه پورته کړې ده .
له بده مرغه دشیخ متي (رح) همدایونظم راپاتې دی دغه نظم دپټې خزانې دلیکوال له خولې ددده له کتاب (دخدای مینه)څخه اخیستل شوی دی ،ویل کیږي چې دده دغه کتاب تراوږد مهاله دده مزارکې خوندي و،زیارت کوونکوبه دتبرک په موخه لوست (۵، ۲۵).
شیخ متي دپښتوادب لرغونې دورې شاعرموږته یوداسې په تول تال بشپړهنري نظم راپرې ایښی چې دمنځپانګې له مخې پکې دمنظوم ادب ډیرې ښېګڼې لیدل کیږي زماپه انددی دپښتني عرفان اورښتیني جمالیت یوازینی اولومړنی اندوال (تیوریسن ) دی.
دبابا لنډه پيژندنه: شيخ متي (رح) د شيخ عباس زوى و شیخ عباس د عمر او عمر د خليل زوى و ، خليل دغوريا ، غوريا د کند بن خرښبون زوى و .(۶ویب) « نقل کاچې شيخ متى قدس الله سره په کال ٦٢٣ هجرې کې زيږيدلى و او په عمر د پنځه شپيتو کالو د ترنگ پرغاړه وفات شو . زيارت يې اوس هم د کندهار ختيځ لور ته ٥٠-٦٠ کيلومتره ليرې پريوې غونډۍ چې ((کلات)) يې بولي د (( کلات بابا )) په زيارت مشهور دى، او ډېر خلک يې زيارت ته ورځى»(۲،۵۴۰).
دادبیاتوعرفاني څېړنه نسبت دنوروارونوته یوڅه په توپیر کې ده؛په دغه لیکنه کې به دشاعرانه ذوق دخړوبیدوپه پاردغه نظم ته به نوم کښیږدو:
[دمینې نندارې]
پـــر لـــويـــو غـــرو هـــم پـــه دښتــــــو كـــې
پـــه لـــوی سهـــار پـــه نيمـــو شپــــــو كـــې
پــــــه غــــــاړه ږغ او پــــــه شپېلـــکــــــو كـــې
يــــــا دوېــــــرژلــــــو پــــــه شپېلــــــــــو كـــې
ټـــول ستــــــا د يـــاد نــــــارې ســــــورې دي
داســـتــــــا د مـــيـــنـــــې نــــــنـــــــــدارې دي
پورته بیت کې متی بابا د نړۍ هر څه د الله په مینه کې اخته بولي اوددوی هره ادا د حق د قدرت ننداره ګڼي. دی دغه جهان اوپکې هرڅه دحق ځواک لپاره ګڼي .دنړۍ ټول کړه وړه دوحدانیت دمینې پلوشې بولي.
په عرفان اوتصوف کې دوه مشهورمکتبونه دي (بغدادي تصوفي مکتب اوخراساني تصوفي مکتب )(غني کاموال،۱۰)دبغدادي مکتب عرفاني افکار به په څرګنده توګه له ممبرونواومجلسونوترخلکورسول کېدل اوخراساني تصوفي مکتب خپل عرفاني افکاردکنایواوسمبولونوپه توګه په هنري توګه وړاندې کول (۱،۶۱)
د خراساني تصوفي مكتب منطقي او هنري معيار په پښتو ادب كې څرګند برېښي. د پښتو د نظم وينا په عرفاني كنايو، استعارو او رمزونو ښكلې ده. څلورمقامونه چې صوفیان یې فرعي اوبخششي مقامونه هم ګڼي دکایناتود بنسټ او آرپه څیړنه کې خورا اړین دي،دغه څلورمقامونه عبارت دي له :
ناسوت: دا نړۍ، عالم الشهادت او يا هم د ارواحو عالم چې دلاهوت اوجبروت مظهر دى.
ملکوت: عالم المعنی چې د ناسوت څخه پورته او له جبروت او لاهوت نه ښکته مقام دى
جبروت: د وحدت مرتبه، د صفاتو مجموعه.(۳، ۵۵۴)
لاهوت: د حق د هستۍ مقام.دصوفیانوپه اند د سالک په خيال او تصور کې د حق د هستۍ پلوشې ځلېږي .(۱،۷۷)
شېخ متي بابا، هم د ملكوت مقام ته دبڼ استعاره راوړې او وايي:
جـــنـــډې زرغـــون كـــه پـــه بـــيـــديــــــا دي
د بــــــربــــــڼ خــــواتــــــه په خــــنــــدا دي
تـــرنــــــك چــــــې خــــــيــــــر دى پـــــــــه ژړادى
دا ټـــول اغـــېـــز د مـــيـــنـــــې ستـــــــــا دى
ټـــولـــه ښــــــكلا ده ستـــــا لــــــه لاســــــــــــــــه
اى د پـــاســــوالـــو پـــاســــــه پــــــاســـــــه
د تصوف اساس پر حقيقي ميني او معرفت اډانه دى شېخ متي بابا هم د جماليت او شهودي توحيد ستر استازى او لاروى دى ځكه خو ټوله ښكلا د الله تعالى د قدرت ښكلا ګني:
كـــه لـــمـــر روښـــانـــه مـخ يې ســـپـــيـــن دى
يـــا د ســـپـــوږمـــيـــه تـــنــــــدى وريــــــن دى
كـــه غـــــــــر دى ښـــــــــكلى پـــر تـــميــــن دى
لــــــكـــه هـــنــــــــــــداره مــــــخ د ســـيــــــن دى
ستـــــــــا د ښــــــكلا دا پــــــلــــــوشـــــــــــــــه ده
دا يــــــې يــــــــــــو سپــــــكه نــــــنــــــئــداره ده
شیخ متی هرڅه د الله تعـالی قدرت مظاهر ګڼي:
دلـــتـــه لـــوى غـــرونـــه زرغـــونـــيـــږي
د ژونــــــد وږمـــې پـــه كـــې ځـــلـــيـــږي
بــــــوراوې شــــــاوخـــــــــوا كــــــړيــــــږي
ستـــرګې لـــيـــدوتـــه يـــې هيښـــېـــــږي
لـــويــــــه خــــــدايــــــه ټــــــولـــه تـــه يــــې
تـــل د نـــړۍ پـــه ښــــــكلــــــېــــــده يـــــې
بابا په هر څه كې د حقيقي جمال تاثير مني او دخداى (ج) د قدرت مظاهر يې بولي د خداى(ج) د جمال كيفيت د هغه لورينه ګڼي :
خـــاونـــده! ښـــكلـــى ستـــا د جـــمـــال دى
ښــــــكاره يـــې لـــور پـــه لـــور كـــمـــال دى
كـــه ورځ شـــپـــه كـــه پـــېــــــړۍ كــــــال دى
ستــــــا د قــــــدرت كـــمــــــكى مثــــــال دى
ستــــــــــــا د نــــــورنو،يــــــوه رڼـــــــــــــــا ده
دلـــتــــــه چــــــې جــــــوړه تــــــمــــــاشـــــــــاده
نوموړی شاعر خپله او د نړۍ بقا د خداى(ج) د جمال او مينې پورې تړي. داسې وايي:
زړه مـــې دا ســـتـــا د مـــيـــنـــې كـــور دى
ســـوى د عشـــق پـــه ســـوځـــنــــد اور دى
رپ يـــې وتــــــاتــــــه ستــــا پــــه لـــور دى
بـــې لـــه دې هېـــڅ دى ورك يې پلـــور دى
ستــــــا د جـــمـــال پـــه لـــيـــدو ښــــــاد دى
كـــه نـــه وي دغــــــه نــــــور بـــربــــــاد دى
په غرو كـــــــــــې ستـــا د عشـــق شپېلكـــى دى
ددې نـــــــــړۍ پــــــه عشـــــــــق سمــــــى دى
كـــه غـــټ كـــه ووړ كـــه پـــنــــــډ نـــرى دى
ستـــا د جــــــمــــــال ځــــرى هـــر شــــــى دى
چې په دنـــيـــا مـــې ستـــرګې پـــرې شـــوې
ستـــا د جـــمــــــال پـــه نـــنــــدارې شـــوې
كله چې خداى تعالى په اسم باطن كې و نو مخلوقات يې نه ؤ پنځولي خو كله چې اسم ظاهر ته راغى نو مخلوق يې وپنځوه، شېخ متي په دې هكله داسې وايې:
نــــه هســــك نــــه مــــځــــكــــه وه تــــورتــــم ؤ
تــــيــــــــاره خــــپــــــــره وه ټــــــــول عـــــــدم ؤ
نــــــــه و، ابــــــــلـــيـس او نــــــــه ادم ؤ
ستــــا د جــــمـــال ســــوچــه پــــرتـــم ؤ
چې شو ښكاره ښــــــــكلې دنــــيـــــــــــا شــــوه
د پــــنــــځ پــــه لــــورې يــــې رڼــــــــا شــــوه
د روښاني نهضت نامتو شاعر مرزاخان انصاري هم د (بابا) دا وينا اورېدلې وه او خپل شعر يې ور سره داسې بدرګه كړى دی.
د لاهــــــــوت پــــه تــــنــــهــــايې قــــراري وه
د ناســــوت پــــه بــازار غــــږ د چــــون چــــرا
په عرفاني نومونو كې مو ولوستل چې ناسوت، ملكوت او جبروت (دا دنيا، د ارواحو نړۍ او د وحدت مقام چې دلته شاعر د ملكوت مقام ته په پښتو ژبه کې د سټې اصطلاح راوړي او وايي:
زه چې څــــرګنــــد پــــه دې دنيــــا شــــــــوم
د ښــــكلي مــــخ پــــه تــــمــــاشــــا شـــــــوم
ستا پر جمــــال بـــانــــدې شيــــدا شـــــــوم
لـــه خــپـلې ((ســــټــــې)) را جــــلا شـــــوم
پــــه ژړا ژاړم چــــــــې بــــيـــــلــــتــــون دى
يمه پردېسې بــــل مـــــــــــې ((تــــــون)) دى
شیخ متی همدا مقام (ملكوت) خپل كور او كلى ګڼي، خپل اصلي تون او ځاى يې ګڼي چې په ظاهري معنى جنت او هغه جهان يې هم ګڼلى شو.
وګــــړيــــــــو ولــــــــې مــــتــــــــــي ژاړي
ســــورې يــــې اوري غــــاړې غـــــاړې
څـه وايــــي څــــه غــــواړي څــــه بــــاړي
خپل تــــون او كــــور و كلــــى غـــواړي
چوڼى چې بيل شي نيمــــه خــــوا شـــي
تــــل يــې د بــــڼ پــــه لــور ژړا شــي
د شيخ متي بابا دا لوړ شعر په پښتو اشعارو كې خورا ډېر اهميت لري او دا يوه داسې نمونه ده چې د عرفاني او تصوفي اشعارو پيل یې ګڼلای شو. (۲، ۵۴۲).
په دغه نظم کې یې جماليت په هنري توګه بيان كړى په خپل دغه شعر كې يې ټول مظاهر او متحركات د الهى(ج) عشق په درياب كې ډوب ګڼلي.
لنډه دا چې شیخ متي بابا د پښتو ادبیاتو لومړنی عرفاني شاعر ګڼلی شو.(۷،ویب).
ده پدې نظم كې د جماليت او وحدت په هلكه پوره او كره ليكچر رانغښتى، له همدې كبله دى حق لري چې مونږ يې د پښتو د ادب د جماليت استاد وګڼو. (۸،ویب)
پایله :
دشیخ متي پورتني اشعار دمعنا له مخې عرفاني تصوفي دي چې دهنري کولواوبداعت ورکولوپه موخه شاعر د حقیقي اصطلاحاتو پر ځای مجازي وییونوڅخه کاراخیستی دی؛ زما په اند دپښتوژبې د جمالیاتي شاعرۍ په ډګرکې دا لومړنی شعر دی چې ترمونږ رارسېدلی دی.ژوراوپاخه عرفاني اصطلاحات لري په تصوف کې د وحدة الشهود اوعبودیت دنظرڅښتن ښکاري او د شعري سبک اوانددوځنې د ځانته سبک اومکتب لرونکی شاعرښکاري .
کتابښود:
۱-اسحق زی،اورنګزیب.(۱۳۹۴).ش.عرفان اوادب. مومندخپرندویه ټولنه ننګرهار.
۲- حبيبي، عبدالحى(1384كال).د پښتوادبياتوتاريخ لومړى اودويم ټوک.دانش خپرندويه ټولنه
۳-سعيدي، ګل بابا(1384 ل. كال). فرهنګ اصطلاحات عرفاني ابن عربي (فارسي) .خپرندوی:انتشارات صدرا،تهران.
۴- كاموال ،سيد فضل غني(1378ل. كال). تصوف او اسلام. خپرندوی(؟)طبع پېښور.
۵-هوتک،محمدداود(۱۳۸۶).ش.پټه خزانه.خپرندوی:دانش خپرندویه ټولنه پيښور.
6-http://khidmatgarbakhtani.blogspot.com
7-http://li/lomreto.com.af
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي