د فاټا پرمختګ که د پښتونخوا حق خوړل؟

نور عمر
[pukhto]
د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړه او په هغې کې د پښتنو د سرلارو ګوندونو د مشرانو رایه ګیري، د فکر وړ موضوع ده، چې باید دوی پرې بېرته له سره فکر وکړي. د فاټا د اوسېدونکو او هغه وګړي چې لوستي دي، باید تر پوښتنې لاندې راشي، چې وروره! موږ دغه یوه بې ساری یا بې سابقه پرېکړه کوو، تاسو ته منظوره ده؟
بله مهمه خبره پکې د افغان دولت له صلاح نه پرته یک تنها فیصله کول دي.
قبایل هغه سیمه ده چې د دواړو لورو لخوا یې باید پوره پاملرنه شوی وی، خو دا چې ونشوه، دا بیا د هغوی په حق کې ظلم وشو.
ځینې وګړي او بلخصوص د ټولنیزو شبکو کاروونکي د فاټا یو ځای کېدل له پښتونخوا سره بې تفاوته ګڼي او وايي؛ دواړه زموږ د پلار او نیکه ځایونه دي، نو سر پرې خوږول نه دي پکار. اخوا تر اټکه هم پښتانه دي او قبایل هم همدوی کې درحساب کړه. خو دا نادرسته ده، که مونږ دغه خلک خپل ګڼو نو باید د دوی د پوره حقوقو د ترلاسه کولو لپاره هم فکر وکړو، د سیاسي جغرافیې په اساس هغه سیمې چې ډېر مساحت ولري، نسبت هغه سیمو ته یې امتیاز ډېر کم وي، د کومو چې مساحت کم وي. هلته په خورا لوړه کچه روغتیایي اسانتیاوې، تعلیمي سکتور ته پاملرنه، انشکافي پروژې او تعمیراتي پلانونه وي. خو دلته به داسې نه وي بیا.
د فاټا په یوځایوالي سره به پښتونخوا ایالت کې د قبایلو لپاره ۲۴ او مرکز کې به بېرته د پښتونخوا لپاره ۱۲ چوکۍ وراضافه شي، چې دا یوه ښه پرېکړه کېدای شي، خو یوه ناسمه هم کېدای شي. ښه پرېکړه په دې ده، چې که فیصله مطلاقاً همداسې وشي، نو یو څه سهم به ورکړل شوی وي، او خرابه په دې کېدای شي، چې دغه د چوکیو اخیستونکي به بېرته د پاکستان په اسټیلیشمنیټ باندې خرڅ کړای شي. دا خبره واقعیت هم درلودای شي.
که وګورو د ۱۱۴ کالو راپه دېخوا دغه بې وزله ځای د هیچا تر پوره پاملرنې او سیوري لاندې نه ؤ او بله مهمه خبره پکې د پاکستان د دولت عدم دلچسپي وه. که هغوی ته دا دومره مهمه وای، نو پخوا به یې د دوی په حق کې د دوی پر وینا داسې په حقه ګام پورته کړی وی. قبایل د پاکستان نه خپلېږي او نه دوی له پاکستان سره په دې مامله خپلېدای شي. دوی یې وژلي، دوی یې ترور کړي، دوی زخمي کړي او دوی یې بمبار کړي. زما هدف قبایلو ته د ځانته ایالت ورکول او په هماغه کچه ورته بودجه تعنیول چې څومره د نورو ایالتونو حق کېږي. بیا دوی پوی شه او هر نوعه پرمختیایي کارونه یې چې کوي یې او که نه!
تېره شپه مې د بي بي سي راپور ته غوږ ؤ، چې د هغې سیمې له یو تن سره یې خبرې کولې، هغه وویل: (دوی داسې نه شي کوی، چې موږ داسې در په در د پښتونخوا سره یوځای کړي، دوی باید موږ ته ښونځی، روغتون، پوهنتون او دې ورته د نورو کارونو د جوړېدا تضمین لومړی راکړي او یا دې لومړی دا راجوړ کړي. بیا زموږ په حق کې دوی فیصله کولی شي. ګنې داسې در په در چې نه ښونځی لرو او نه روغتون موږ له پښتونخوا سره نه شو یوځای کېدای.)
که وګورو د دغه شخص دا خبرې پر ځای دي. دا به نه یواځې قبایل له دغه اسانتیاو سره مخ نکړي، بلکې هلته چې په پښتونخوا ایالت کې کوم پښتانه دي، د هغوی سره به یې سهم شریک شي. دا به لکه یوې کاسې ته چې شل کسه کېنوې. تر قبایلو به زیات هغوی په اور کې وسوځي. دا به داسې وي، لکه د یو سړي په حق کې چې بل ورشریک کړې. او موږ که څه کوی نه شو، نو دا هم نه غواړو چې دواړه لوري پښتانه په دومره بد بحران کې راګېر شي.
د پاکستان پارلمان او د پښتنو د ګوندونو مشران به دا ادعا لري، چې که دوی له پښتونخوا سره یو ځای کېږي، نو د پښتونخوا په بودجه کې به زیات والی راولي، خو زه وایم نسبي ښه نه ده، ځکه دوی به څومره زیات والی راولي؟ قبایل په اصطلاح شپږ ولسوالۍ دي. ایا دوی به دې ټولو ته هومره حقوق او امتیازات ورکړي، لکه څومره چې د پنجاب ایالت اوسېدونکي اخلي؟
زه او ته دواړه په دې پوهېږو چې دغه سیمې دوه اړخیزې لانجمنې دي. پاکستان هم په دې پوهېږي چې نه دومره امتیازات ورکول په کار دي چې سبا مې له تنه جلاکېږي په ځان دې بسیا وي او نه یې دومره وروسته پرېږدي چې څوک ووايي؛ ته خو ادعا لرې چې دا زما سیمه ده، نو ولې ورته پاملرنه نه کوې؟
د دغه پرېکړې نهایت لا پاتې دی، ځکه یواځې پارلمان کې رایه ګیري شوې، سنا مجلس پاتې دی، که هلته هم وشوه، نو سمه ده، خو د پښتونخوا ایالت په اسامبلۍ کې چې کومې رایه ګیریانې کېږي، هغوی باید خپلې اوضاع ته وګوري، چې زموږ په کې ګټه شته که نه؟
که چرته رایه دوه په دریو کې مثبته وکارېده، نو پښتونخوا به نه یواځې قبایل، بلکې خپل ځان به هم خراب کړي، چې پایلې به یې هغه وخت راڅرګندې شي، کله چې دوی تش په نوم له پښتونخوا سره ونښلي او حقوق او امتیازات یې هماغسې په ټپه ولاړ او د پښتونخوا په حقوق او امتیازاتو کې ورګډ شي.
د افغان دولت نه مداخلت او دوی ته په دې اړوند نه خبراوی دا راپه ګوته کوي، چې دغه سیمې هغوی په خپله ټېکه واخیستې او خپلې یې ګڼي، خو دا به راتلونکي ته په لوړه کچه دواړه لورو ته کړکېچ رامنځته کړي. نه یواځې د قبایلو په سر فیصله کول، بلکې ډیورنډ لاین باندې اغزن سیم لګول هغه څه دي، چې نړیوالو ته دغه پولې د هغوی ملکیت ورښيي.
افغانان که اوس لاس په کار نه شي نو وروسته به ترې کار خراب وي. دوی باید د ډیورنډ لاین معامله ښه په جوش او زور سره د نړیوالو مخکې مطرح کړي. اصلاً دغه سیمه له هر اړخه زمونږ ملکیت دی او په دې سترګې پټول هم نه دي پکار.. دا به ډېره ناځواني وي، چې موږ دې ووایو، چې افغانستان اوس د دې جوګه نه دی، چې د ډیورنډ لاین د مسلې ژورو ته ځان ورسوي او دغه داعیه چې دا زموږ ملکیت دی وګټي، نو کله به دوی د پاکستان سره ښکر ووهلی شي؟
همدغه وخت دی، د پاکستان داخلي سیاسي وضعیف د ګړنګ لوري ته روان دی. نړیوال سیاست کې د انزوا په حالت کې دی. نړۍ ورته ګواښوونکې ده. ملګري ملتونه ورته په قهر دي. ایا دا فرصت نه دی؟
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي