67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د لقمان حکیم نصیحتونه

رالیږونکی: عرفان الله.عادل

[pukhto]

اې بچیه! هېڅوک او یا هېڅ شی له الله سره مه شریکوه.
له مور او پلار سره نېک چلند کوه.
پوه شه چې هېڅ شی له الله ج نه پټ نه دی.
لمونځ هغه قسم چې ښائي ادا کړه.
د نورو نصیحتونه او مشورې مه هېروه.
له بدکارو نه هېڅ وخت د نېکۍ او ځوانۍ تمه مه کوه.
له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.
په لاره تللو کې درمیانه اوسېږه.
په نورو باندې مه په غوسه کېږه او ورسره په نرمۍ خبرې کوه.
په هغه څه چې نورو ته یې نصیحت کوې خپله پرې زر عمل کوه.
لږ ې خبرې کوه.
خپل رازونه دې فقط له ځانه سره وساته.
هغه دوست ته دوست ووایه چې په سختۍ کې در په کار شوی وي.
له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.
له عالمانو او هوښیارو خلکو سره تعلقات وساته.
په کاروبار او نېک کار کې جدي اوسه.
د ځلمیتوب ورځې دې غنیمت وشمېره.
د دوستانو احترام کوه.
د مور او پلار وجود غنمیت وشمېره.
ښوونکی د مور او پلار په څېر وگڼه.
اولاد ته دې اسلام او دینداري ور وښایه.
په لږ ویلو، لږ خوړلو او لږ ویده کېدلو ځان عادت کړه.
د نورو کومک او یاري ته مه منتظرېږه.
محتاجان له خپل مال او دارایي نه مه محروموه.
تېره شوې دعوه او دشمني مه تازه کوه.
د نورو نېک کار په خپل ځانه مه تپه.
له خپلوانو سره خپلوي مه پرې کوه.
د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.
هېڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.
ویل شوې خبره بار بار مه تکراروه.
په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه یو کوه.
په هېڅ کار کې عجله مه کوه.
د خبرو په وخت کې د نورو خبرې مه پرې کوه.
د خلکو په اصلاح کې یوه زره سستي هم مه کوه.
ادب او عاجزي هېڅکله هم مه هېروه.
له الله ج سره صادق او له خلکو سره په انصاف چلېږه.
د مشرانو احترام او په کشرانو نرمي کوه.
د نورو مال او مقام ته تمه مه کوه.
عمر د عبادت او بنده گۍ لپاره غنیمت وشماره.
هغه څه چې الله ج درکړي پرې خوښ اوسه.
مصرف دې له پیداوار نه کم ساته.
هر څومره چې کولای شې میلمه سره مهربانه اوسه.
د ښځې او اولاد د بې ځایه غوښتنو پیروې مه کوه.

[/pukhto]

12 خوښونې

اړوند مطالب

نړۍ تر واک لاندې راوستل غواړم
روغتيا او چاپيريال
د مازیګر بنډار نهه ویشتمه ناسته وکړه
ناکامه مدیریت
زه بايد دمه وکړم!
د شاعر مړینه
لوڅ شخصیت
ژوند

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2016
S S M T W T F
1234567
891011121314
15161718192021
22232425262728
293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /