د مازيګر بنډار خپله لومړۍ ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
د سيپټمبر په ۲۱ مه ، سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې د مازيګر بنډار ملګري راټول شول.
په پيل کې عزت الله ځواب وويل چې؛ د مازيګر بنډار، د يو بل د نظرياتو اورېدل، په يوه ټاکلې علمي، ټولنيزې، ادبي او کلتوري موضوع د بنډار د يو ملګري تياره کړې مقاله يا ليکچر اورو او وروسته يوه لنډه مشاعره کوو.
د مازيګر بنډار تشريفاتي اړخ نه لري او هر څوک په کې کولای شي خپل فکر او نظر پرته له سانسوره وړاندې کړي. دا د ټولو همفکره ملګرو ګډ بنډار دی او په شريکه به يې مخ ته وړو.
ورپسې ميوند شينواري په پښتو کې د ناسمو کليمو او جملو په اړه خپل ليکچر وړاندې کړ.
شينواري وويل: په هره ژبه لږ يا ډېر د نورو ژبو اغېز شته او دا امکان نه لري چې موږ دې خپله ژبه سوچه کړو، خو د کوم څه لپاره چې موږ په پښتو کې کليمې لرو، هغه بايد وکارېږي.
په رسنيو کې داسې جملې ښکته پورته کېږي چې زموږ د ژبې جملې نه دي، د شينواري په نظر هغه کليمې چې ولس خپلې کړې موږ يې ترې نه شو اخيستی لکه تذکره، دولت او داسې نور
ده وويل چې ژبه بايد له ولس نه زده کړو، د نورو ژبو د کلماتو په عامولو کې رسنۍ ډېره ونډه اخلي. په پرمختلليو هېوادونو کې اکاډميک ټولي شته، چې د نوي ساينسي اختراعاتو لپاره په خپله ژبه کې نومونه ټاکي، چې دا د نيو ليجيزم څانګه وي. خو متاسفانه چې په افغانستان کې داسې يوه اکاډميکه څانګه نشته. په مثالونو کې يې د تليفون ياده وکړه چې اوس عامه کليمه ده او هر څوک ورسره اشنا دي، ټلفون ته د ګرځند کليمه ناوخته ټاکل شوی، خو ګټه يې ځکه ډېره نه ده چې اوس يې په خلکو کې عامول ګران دي. هغه د کرکټ په لوبه کې د شپږيزې او څلورېزې ياده هم وکړه چې د رسنيو له لارې له لومړي سره عامې شوې او اوس پرې ولس پوهېږي.
ښاغلي شينواري دا هم څرګنده کړه چې د نورو ژبو کلمات څنګه يوې ژبې ته راځي؟ او څنګه يې وګړي خپلوي؟
(کټ مټ ترجمه دغه ستونزه رامنځ ته کوي، لازمه ده چې په ژباړه کې د الفاظو پر ځای مفهوم پسې لاړ شو او هغه مفهوم د خپلې ژبې په کلماتو خلکو ته وړاندې کړو).
هغه د ملي تلويزون په خبرونو کې دا ستونزه په بېلګو وښوده او لامل يې دا وګڼه چې دغه خبرونه له دري ژباړل کېږي.
د (څخه) بېځايه کارونه هم د شينواري د خبرو برخه وه، چې په ډېرو جملو کې ورته اړتيا نه ليدل کېږي او نور داسې ډېر کلمات يې هم په ګوته کړل چې بې ضرورته کارېږي.
ده وويل داسې ژبې ته زيار صيب فارسي ځپلې پښتو وايې.
شينواري وويل ، مسوليت په غاړه لري، دې (مسوليت لري)، د کمرې پر مټ يې عکس واخست (په کمره يې عکس واخيست)، له وطن څخه په دفاع کې (د وطن په دفاع کې) وليکل شي.
په پای کې يې د شپون صيب ناولونو ته هم اشاره وکړه چې د خلکو په ژبه ليکل شوي، ځکه يې خلک خوښوي.
د بنډار دوهمه برخه مشاعره وه چې مهربان ستومان، صادق الله صادق، حقيق الله ننګيال، نصرت ارمان، پرويز افګار، هارون راعون، ميوند شينواري او عزت الله ځواب پکې شعرونه وويل.
شهباز خان، نورالحق حداد، ثناءالله ځواب او عطاءالله ځواب هم د غونډې ګډونوال وو
د بلې ناستې لپاره پرويز افګار د افغانستان اساسي قانون موضوع واخېسته او دا غونډه پای ته ورسېده.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي