د مازيګر بنډار درېيمه ناسته وکړه

ګذارش- نورستان شينواری
[pukhto]
مازيګر خپله درېمه ناسته د اکتوبر په پنځمه د سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې پيل کړه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې نصرت ارمان د لنډې کيسې په هنر او ليکلو خپل ترتيب کړی لېکچر وړاندې کړ.
ارمان د بنډار ګډونوالو ته اول دا وويل چې لنډه کيسه څه ته وايي.
نوموړي د ناول، رومان او لنډې کيسې توپير روښانه کړل. همدارنګه يې د لنډې کيسې په اجزاوو. (موضوع، پيل، جريان، تلوسه، تسلسل، تصوير، د کيسې نوم او پيغام) باندې هم رڼا واچوله.
ارمان په خپلو خبرو کې وويل: (د کيسې نوم د انسان په وجود کې د مخ حيثيت لري او نوم دی چې خلک رابلي، دغه بلنه که په ښه ډول شوې وي، نو ډېر خلک به مو کيسه ولولي.
د کيسې نوم او پيل بايد داسې شوی وي چې په لوستو يې تلوسه پيدا شي او لوستونکي د کيسې لوستو ته اړ کړي).
په کيسه کې يې د تصوير په نقش وويل چې؛ ښه تصوير کيسه ښکلې کوي. که چرته د کيسې د تصوير اړخ پياوړی اوسي نو د لوستونکي په ذهن کې کيسې ته ځای جوړوي. لوستونکي د تصوير له مخې پوهېږي چې کوم موسم دی؟ باران دی، واوره ده، ګرمي ده، يخني ده.
پېښه چرته ده؟ په کلي کې په ښار کې، په غره کې، د سيند په غاړه.
د کيسې تصوير وخت هم راښايي. سهارني. غرمني، مازيګري او شپني تصويرونه په کيسو کې کارېږي.
ارمان خواشيني وښوده چې زموږ زياتره کيسې د کرکټرونو په مړينه پای ته رسي او تر ډېره کيسو تراژيدي بڼه خپله کړې، چې دا د ليکوالو په فکرونو په عمل کې د تراژيدۍ د ليدلو اغېز دی.
کيسه ليکوال بايد ومني چې د هرې پېښې انجام يا پای مرګ نه دی. مرګ د ژوند د کيسې پای دی او موږ په ژوند کې زرګونه کيسې وينو، اورو او خپله هم په کې لوبېږو.
مرګ د کيسې د کرکټر د ستړياو او هڅو د وژلو په مانا دی. کاميابه کيسه په مرګ پای ته نه رسي. بلکې د کرکټر ستړې او هڅې په کې رنګ راوړي. کومې کيسې چې مرګ يې پای وي، د لوستونکو د روان د نا رامۍ سبب هم ګرځي او هغوی په خپلو هڅو او هيلو بدګومانه کوي.
ښه کيسه ليکوال خپل کرکټر د مرګ خولې ته ورکوي، خو مړ کوي يې نه!
د کيسه ليکنې لپاره يې څلور لارې په ګوته کړې.
(د موضوع په موندلو سره د کيسې ليکل، د نوم په موندلو سره کيسه ليکل، د نقشې له مخې او د يوې جملې په موندنه د کيسې د ليکلو لار).
نويو ليکوالو ته يې لازمه وبلله چې په تخنيک له پوهېدو سره سره بايد د نورو ليکوالو کتابونه مطالعه کړي، چې ښه ليکلو ته ورسي.
د ناستې په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه.
ذاهد افغان، فاروق ديدار، سهار ګل احساس، افتخار جانان، صادق الله صادق، غلام سخي روغانيوال، ذاکر احساس، نصرت ارمان، محمد قيوم عباسي، مصطفی مياخيل، عزت الله ځواب او نورستان شينواري په کې خپل شعرونه وويل.
ياده دې وي چې د مازيګر بنډار په دغه ناسته کې زاهد اديب، انجينر مسعود خان، نور الحق حداد، شهباز ساپی، سيد حبيب الله سمسور، نعمت الله صديقي، عبدالرحمن، عبدالحميد، ثناء الله ځواب، رحيم الله رومان، عطاء الله ځواب، فيصل خان او ياسين علي هم ګډون کړی و.
د راتلونکې بنډار لپاره انجينر مسعود خان د کايناتو ۶۸ مې نړيوالې غونډې کې د ايلون مسک د وړانديزونو په اړه ليکچر په غاړه واخٍيست.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي