د مازيګر بنډار ديارلسمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
زړه به دې نه وي خو رضا به شې زه داسې يمه
ما سره مه کېنه زما به شې زه داسې يمه
د مازيګر بنډار ديارلسمه ناسته د ليندۍ په ۲۳ سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې ترسره شوه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې نعمت الله صديقي د ممتاز اورکزي په شاعرۍ باندې تيار کړی ليکچر ګډونوالو ته واوروه.
صديقي وويل چې زخمک باندې بايد اوږدې خبرې وشي، خوما د خبرو لپاره دممتاز د شعر نوی هيئت ځانګړی کړی دی.
( ممتاز اورکزی د ډېرو موضوعاتو شاعر دی، زموږ موخه د ممتاز د شعر شکل څرګندول دي، همدا د شعر شکل دی چې ممتاز ته يې له نورو جلا والی ورکړی.
ده وويل:
زموږ د بحث يو مهم ټکی دا هم دی چې پيرايه وپيژنو.
پيرايه (اوډون) د شعر د داخلي شکل اولين توکی دی، چې د شعر نور مهم توکي سره پيوستوي. او همدا پيرايه ده چې د شعر د هيئت (شکل) جوړونه کې خاص نقش لري، د لويو او کمزورو شاعرانو قضاوت هم په اسانه راکولی شي او هم د ښه او کمزوري شعر تفکيک ترې په اسانه کېدلای شي. مثلا ښه شعر همغه دی چې د شعر د پيرايې دا ټول توکي پکې موجود وي او کمزوری شعر يې د دې برعکس.
د تخييل په اړه صديقي وويل چې دا هم په درې برخو ويشل شوی چې خيال پالنه، تجسيم او تصويريت دی.
خيال پالنه: د لفظونو او معناوو همغږي پکې راځي.
تجسيم د تشبيهاتو او استعارو هغه اړخ دی چې د تخيل نوې زاويې او ښکلاييزې موندنې په ځان کې رانغاړي.
تصويريت: دا هم د تخيل برخه ده، مراد ترې تصوير کښنه ده چې په يوه شعر کې د يوه منظر ذهني او عيني انځورونه جوړوي.
د ممتاز په شعر کې د تخيل دغه پورته متخيله توکيو ته که په ژور نظر وګورو؛ نو لومړی هغه يې په ټول شعر کې په عمومي ډول يادولی شو او په ځانګړې توګه يې د لفظونو په انتخاب کې له معنا سره داسې غاړه غړۍ وړي چې هم يې په لفظونو کې د تخيلي ساخت له مخې لفظونه شاعرانه رغېدلي او هم يې په ټوله کې معنا ته شعريت ورکړی دی او له دغه ترکيبي خيال کارونې څخه يې دا ډول ډېر شعرونه مالا مال دی.
ممتاز د عمودي خيال شاعر دی، افاقي خيال کې هنر برلاسی وي، خو په عمودي خيال کې خبره او پيغام مستقيم او څرګند وي، ممتاز توازن ساتلی.
عاطفه د ممتاز د شعر بل هغه توکی دی چې موږ سره د ده د شعر د هيئت په روښانولو کې مرسته کوي، ځکه عاطفه د شعر د هيئت مهم توکی دی، د عاطفې د تعريف په برخه کې هم تر اوسه داسې ډېر کوټلی تعريف زموږ مخې ته نه دی راغلی. موږ اکثره د عاطفې په اړه لوستي دي چې د انسان د غم، خوښۍ، خفګان او يائس عمل عاطفه ده، حال دا چې دا حالت د عاطفې اجزا دي. د ممتاز د شعر په هيئت کې د عاطفې نقش هومره دی چې د شعر د نورو توکيو په څير يې خپل ځانګړی هويت تثبيت کړی دی.
زړه به دې نه وي خو رضا به شې زه داسې يمه
ما سره مه کېنه زما به شې زه داسې يمه
فکر يا مضمون بل هغه توکی دی چې د ممتاز د شعر د هئيت په ځانګړنو کې پرې حساب کولای شو، دی چې هر مضمون د خپل شعر برخه ګرځوي؛ نو د شعر د نورو هنري خواوو انډول يې هم په پام کې ساتي، مثلا د ده يو غزل دی:
جنت يو خوب دی، چې مست يې ويني مخمور يې ويني
دوزخ هم خوب دی، لاچار يې ويني مجبور يې ويني
تر پايه
….
د ممتاز د شعر لار او موضوع انفراديت لري، د شعر شکل يې خپلې ځانګړنې لري.
ممتاز د عواطفو شاعر دی، کيفيت يې ډېر قوي دی.
د فکر په برخه کې ممتاز د جدي مضامينو شاعر بللی شو، فکري برخه يې پراخه ده. د ده په اړه مشهوره ده چې استفهاميه شاعر دی، خو د ده شعر په مکالمه ولاړ دی، له خدای سره، له جانان سره، له اسمان سره جالبې خبرې کوي.
صديقي په خپلو خبرو کې دا هم ياده کړه چې د اوزانو په برخه کې د ممتاز يو هغه وزنونه دي چې دا پرې تجربې کوي، دا د ده خپلې تجربې دي، ده د وزنونو ځانګړي اهنګونه ايجاد کړي دي.
بل يې وقفه اييز اهنګونه دي.م
لونګ، لونګ، لونګ درپسې شمه او که نه شم؟
په نوي رنګ کې رنګ درپسې شمه او که نه شم؟
صديقي د خپلو خبرو په پای کې وويل چې ممتاز زورور شاعر دی او زه ناتوانه يم چې د هغه د شعر په ټولو اړخونو ښه رڼا واچوم.
د صديقي له خبرو وروسته ميوند شينواري د ممتاز په شاعرۍ لنډه رڼا واچوله. ده وويل چې په ممتاز خبرې ځکه ګرانې دي چې څو اړخيز شخصيت لري، ممتاز په شعر کې ناځوابه پوښتنې لري. ممتاز يو فلسفي شاعر دی، هغه د معاصرو نوموتو اديبانو او شاعرانو سره د ناستې شرف لري، د هغوی له تجربو نه برخمن دی او د ده په شاعرۍ خبرې ډېر علم او قوت غواړي.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې عبدالقهار مومند، غيرت الله خاطر، زاهد افغان، افتخار جانان، نصرت ارمان، ميوند شينواري او عزت الله ځواب پکې خپل شعرونه واورول.
په ياده ناسته کې هارون راعون، حقيق الله ننګيال، صادق الله صادق، حزب الله شهباز، اميد حيران… ګډون کړی و.
د راتلونکې ناستې لپاره افتخار جانان په پښتو شعر کې په عرفان خبرې واخيستې.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي