د مازيګر بنډار نهمه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
د مازيګر بنډار نهمه ناسته د لړم په ۲۵ مه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې وشوه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې ميوند شينواري په نظم او شعر تيار کړی لېکچر وړاندې کړ.
د نظم او شعر په تعريفاتو، توکيو او توپيرونو خبرې وشوې.
(هر شعر نظم دی، خو هر نظم شعر نه دی.
که نظم اوبه وګڼو چې يوازې تنده ماتوي، نو شعر شراب دي چې مستي او سرور هم پيدا کوي.
نظم چوکاټ دی او شعر منځپانګه ده.
پخوا هر کلام چې وزن، قافيه او رديف يې لره نظم بلل کېده. بيا د نظم تعريف داسې شو چې هر هغه کلام چې وزن او قافيه ولري. خو درېم تعريف چې تر اوسه منل شوی دا دی چې هر کلام چې وزن ولري نظم بلل کېږي.
شعر: لکه څنګه چې ښکلا د تعريف په لنډ او تنګ چوکاټ کې نه ځايږي، شعر هم داسې دی.
اپلاتون شعر ته په ښه نظر نه کتل، ويل يې دا د نقل نه نقل دی. ارسطو وايي: شعر له تاريخ او فلسفې نه هم لوړ دی. ځکه تاريخ يوازې په تېرو پېښو غږېږي او شعر په راتلونکو احتمالي حوادثو هم خبرې لري.
اهنګينه يا وزن لرونکي ژبه، فکر يا مفکوره، تخيل او عاطفه د شعر لپاره مهم توکي دي.
وزن يا اهنګينه ژبه: وزن د اهنګ جز دی، د کليمو تناسب، قافیه، ردیف، د شعر داخلي او بهرنۍ موسیقي او نور په همدې کې راځي.
مفکوره يا فکر: د شعرستان ليکوال وايي: دا پوښتنه چې شاعر څه لیکي؟ دې پوښتنې ته چې کوم ځواب دی هغه فکر دی، خو دا د شعر اساسي توکی نه دی. يوازې مفکوره شعر، شعر کولای نشي.)
شینواري زیاته کړه: ( پخوانیو به خپل ورځني مسایل نظم کول، ځکه چې نظم په حافظه کې ډېر ښه کېناسته، که ورځني مسایل وچ په وچه نظم شي هغو ته شعر نه شو ویلی.
تخيل: دا د شعر بنيادي توک دی، تخيل په ذهن کې پرتو خورو ورو تصوراتو ته نظم او انسجام ورکوي. د دوی تر منځ نوې اړيکه کشفوي او نوی تصویر ترې پنځوي، داسې تصویر چې حقیقي نړۍ او ورځني ژوند کې یې عقلاني منطق نه مني.
لکه: د عقل لاس، د شفق ګریوان، د اوښکو امېل او…
په یوه بیت کې د تخیل ونډه:
يارانې خو په ګيلو مانو ښايسته وي
د کاټن لباس په ګونځو مزیدار شي
(ممتاز)
د شعر منطق عقلاني منطق نه دی، خو پر تخيل د عقل څار لازمي دی.
خيال: زموږ په ذهن کې ګډوډ پروت وي. تخيل دی چې دا خيالونه يو ځای کوي او انسجام ورکوي، خو داسې شعرونه هم شته چې هېڅ تخيل نه لري. مګر شعرونه دي. په دې کې به عاطفه یا نورې رواني تجربې وي چې شعر یې ترې جوړ کړی دی.
عاطفه: عاطفه هم شعر کې ټاکوونکی رول لري. په شعر کې مهمه ونډه لري، هغه شعر چې عاطفه ونه لري، بې خونده وي.
زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم
دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم
(درويش)
دا پورته بیت هیڅ تخیلي تصویر نه لري، خو د عاطفې ځواک یې دومره پياوړی دی چې دا شعر یې ابدي کړی دی.
ذوق هغه وخت لوړېږي چې مطالعه وکړو، پر مسايلو فکر وکړو او د مسایلو عمق ته کوز شو.
عاطفه؛ د پېښو پر وړاندې د انسان ذهني غبرګون دی. عاطفه يوازې خواخوږي او همدردي نه ده. څومره چې پېښې ګڼې دي همدومره زمونږ عواطف هم ګڼ او بې شمېره دي. د ښکلا پر وړاندې د انسان غبرګون مینه، د ظلم په مقابل کې کرکه، په مظلوم زړه خوږی او نور ټول عاطفي حالتونه دي.
شاعر ښکلا ستايي، د ښکلا پر وړاندې غبرګون مينه ده، کله چې شاعر یو شی ښکلی معرفي کوي او ښکلا ستایي نور خلک له هغوسره مینه کوي او کله چې د چا له یو شي سره مینه پيدا شي طبیعي خبره ده چې هغه ته تاوان نه رسوي . همدا د شاعر کمال دی چې خلک یو شي ته له تاوان او ضرر رسولو راګرځوي.
عاطفه او تخيل شعر ته عمر ورکوي، خو هغه وخت چې د فکر او ښکلا تناسب پکې وساتل شي.
خوشال خان خټک په دستار نامه کې وايي چې د شعر ليکل دومره سخت دی لکه د اولاد زیږون.
شینواري د شعر مهم توکي تشریح کړل او په پای کې یې ټول توکي د دروېش دراني په دې بیتونو کې وښودل:
چېر ته زخمونه، چېر ته اوښکې چېر ته سرې سکروټې
بیا د ګلونو په وطن کې دي خورې سکروټې
دا کومه اوښکه چې رالویږي د مظلوم له سترګو
دروېشه اور دا جهان وانخلي له دې سکروټې
د ميوند شینواري تر لېکچر وروسته صابر شینواري د هغه خبرې وستایلې خو د شعر په تعریف کې یې نظر هغه سره یو شان نه و، صابر شعر د محسوساتو جمالیاتي اظهار وګاڼه، ورپسې میوند شینواري وویل چې د صابر خبرې زما د وړاندې کړي تعریف تشریح او تفسیر دی. تر دې لنډ بحث وروسته آزاده مشاعره وشوه، چې هوسۍ مينې، زاهد افغان، احمد جمال، جمال، نورستان شينواري، نصرت ارمان، محمد قيوم عباسي، صادق الله صادق، نيازعلي خاکسار، صابر شينواري، ميوند شينواري، نجيب الله ذره او عزت الله ځواب پکې خپل شعرونه واورول.
د راتلونکې ناستې لپاره احمد جمال جمال ژمنه وکړه چې پر پښتونولۍ به خبرې کوي.
ياده دې وي چې په دې بنډار کې نور عمر، زاهد اديب، امان الله اسلمي، رفيع الله، هارون راعون، حقيق الله ننګيال، وهاب بابا، سبحا ن الله برداشت، يحيي خان، حزب الله شهباز، ثناء الله ځواب، رحيم الله ځواب او عطاء الله ځواب هم ګډون کړی و.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي