د مازيګر بنډار نولسمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان
[pukhto]
ياده ناسته د جنورۍ په ۲۵ سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې ترسره شوه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې امتياز نجيبي په شاعرۍ کې په تصوفي سمبولونو تيار کړی لېکچر ملګرو ته واوروه.
نوموړي په پيل کې د استعارې او سمبول تر منځ توپير په ګوته کړ ، چې په استعاره کې قرينه (نزدې والی) وي، خو په سمبول کې د قرينې شتون نشته.
قرينه د لوستونکي ذهن د حقيقي مانا څخه مجازي مانا ته وړي او په شعر کې يې پېژندل ډېر ستونزمن نه دي.
ده د سېمبول تعريف وکړ چې د نوي منطق او نوې زاويې د پيدا کولو وسيله ده.
امتياز وويل چې موږ د ادب په لوست کې ډېر جدي نه يو؛ دا هم يو لامل دی چې په ټوله کې د ادب او په تېره د شاعرۍ په اصلي ماناوو نه پوهېږو!
استاد ښکلی وايي چې موږ په اسانه شاعرۍ روږدي يوو، پر پيچلو ماناوو يا نه پوهېږو او يا ترې سطحي مانا اخلو او دا د شاعرۍ مرګ دی!
که په شاعرۍ کې د شرابو ذکر وينو، نو موږ يې تر شا سيوری نه وينو او د حقيقي شرابو مانا ترې اخلو. که د شاعر سمبولونه ونه پېژنو، په شاعرۍ به يې راته پوهېدل سخت وي!
سمبول د شاعر د رمز ساتلو وسيله هم ده، ځينې وختونه شاعر هغه څه د رمز په ژبه وايي چې په څرګنده توګه يې نشي ويلی!
د شعر هنري ارزښت او خوند په سمبولونو کې دی!
***
امتيار د رحمان بابا، غني خان او حمزه بابا په شاعرۍ کې ميخانه، ساقي، شراب، بنګ او صراحي سمبولونه د هغوی په بيتونو کې وښودل. او ويې ويل چې د سمبول پېژندلو او د شعر د مانا پر پوهېدلو لپاره د ټول متن لوستل ضروري دي.
ساقي په تصوف کې د پير يا مرشد په مانا دی. پياله يا جام د ذکر او طريقيت په مانا.
نجيبي د څو نورو تصوفي سمبولونو ماناوې وکړې، دا چې شاعران يې په کوم بنياد کاروي هم خبرې پرې وشوې. خو دکم لوست او تنګ فکرۍ له وجهې زموږ د ټولنې خلک د دغه سمبولونو په سمه مانا نشي پوهېدی او په داسې شاعرۍ او شاعر بد وايي!
په تصوفي سمبولونو پوهېدل د هر چا د وس کار نه دی، پراخ فکر، مشاهده او مطالعه غواړي.
څاڅکي، نور، لمر، درياب دا صوفيان کاروي چې له جز نه کل ته د تلو سمبولونه دي او تر هغې چې دا نه وي راسپړل شوي موږ به په جز کې پاتې يوو.
د غني خان په شاعرۍ کې يې د ملا د سمبول نه ياده وکړه چې ډېر يې کارولی هم دی.
راشه، راشه ساقي راشه
ملا لرې، لرې، لرې
د کاروان صيب بيت يې ولوست چې وايي:
پام کوه د کفر په فتوا چې مې ونه لمانځې
زه خو ميکده خدايګو سکه د جومات خور ګڼم
ډېر کله لوستونکي فکر کوي چې کوم سمبولونه شاعر کاروي، خپله به هم هغه کارونه کوي، خو داسې نه ده، د سمبولونو نه ظاهري مانا اخيستونکي دا فکر کوي.
په شاعر تر هغې بدګماني نه ده پکار چې تر څو يې د شاعرۍ د سمبولونو په سمه مانا پوی نشوو.
امتياز نجيبي ډېر بيتونه چې تصوفي سېمبولونه په کې کاريدلي وو، له ګډونوالو سره شريک او تفسير کړل.
وروسته د بنډار دوهمه برخه کې مشاعره د عزت الله ځواب په شعر ويلو پيل شوه، زاهد افغان، افتخار جانان، احمد جمال جمال، نصرت الهام، قدير ملنګ، ذاکر احساس او نصرت ارمان خپل شعرونه وويل او غيرت مل خاطر دا غزل ترنم کړ:
په کلو کې چې وګرځېږې يار پيدا کېږي
يو نيم په کې زما غوندې اوزګار پيدا کېږي
ياده دې وي چې په دې ناسته کې انجينر محمد اصف عمر، باز محمد عابد، حزب الله شهباز، زاهد اديب، نورالحق حداد، انعام الله، نثار ځواب، رحيم الله رومان او عطالله ځواب هم ګډون کړی و.
د ناستې په پای کې باز محمد عابد مشال راډيو ته په بنډار د رپورټ جوړولو لپاره د ګډونوالو او لېکچر ورکوونکي نظرونه واخيستل او د بلې ناستې لپاره عزت الله ځواب په ګزارش ليکلو او له خبر سره د ګزارش په توپيرونو د لېکچر ورکولو ژمنه وکړه!
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي