د مازيګر بنډار يوولسمه ناسته وشوه

ګزارش- نصرت ارمان
[pukhto]
ټول انحرافات خطرناک دي
د مازيګر بنډار يوولسمه ناسته د ليندۍ پر نهمه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې پيل شوه، د بنډار لومړۍ برخې ته ډاکتر خان اغا درياب په (جنسي انحرافاتو) خپل تيار کړی لېکچر پيل که.
د جنسي انحرافاتو په تعريف کې سره پوهان په يو نظر نه دي او د هر مسلک پوهان دې ته له خپلو عينکو ګوري.
د اخلاقو پوهان هر ډول جنسي ارضا چې زموږ اخلاق يې غندي او فاعل يې پښېمانۍ احساس کړي، جنسي انحرافات بلل کېږي.
بيوليوژيستان وايي چې د مثل توليد او پاېښت ترې ترلاسه شي.
اروا پوهان وايي هر ډول جنسي کړنې چې د اخلاقي وجدان د تائيد وړ نه وي.
اروايي طب پوهان وايي غير عادي او غير معياري کړنې چې منحرفين يې د جنسي ارضا په موخه ترسره کوي.
ټولنپوهان وايي: هغه جنسي ارضا چې د ټولنې د تائيد او منلو وړ نه وي.
خان اغا درياب وويل چې ټول انحرافات خطرناک دي، خو موږ به يوازې په جنسي انحرافاتو خبرې وکړو. جنسي ذوق يا خواهش (libido) جنسي غريضه. هر څوک يې لري او هغه ښځې چې جنسي غريضه يې زياته وي هغوی ته Nymphomania يا زياتې شهواني ښځې وايي. که په سړو کې دا غريضه زياته شوه دوی ته Strysis زيات شهواني سړي وايي.
د ليکچر په دوهمه برخه کې درياب د جنسي انحرافاتو له شلو ډېر ډولونه او د هغوی اړوند مثالونه د بنډار ګډونوالو ته په ګوته کړل. ده وويل چې جنسي انحرافات له دوه لارو ارضا ته رسېږي چې يوه يې طبعي او بله يې غيري طبعي لاره ده.
( له نزدې خپلوانو سره جنسي اړيکه، دا يوه طبعي لاره ده چې Incest ورته وايي. خو Onanism غيري طبعي لار ده چې له حيواناتو سره جنسي اړيکه ده.
Sodomy يا لواطت، دا هم يو غيرې طبعي انحراف دی.
Buccal Coits د خولې د لارې جنسي کړنې.
د بل ځورونې انحراف په جسمي او ذهني ډول. Sadism.
د ځان او بل ځورونې انحراف، Bondage .
بچه بازي، Pedophilia .
د زړو خلکو نه جنسي لذت اخيستل. Grantophilia.
له مړو نه جنسي لذت پوره کول. Necrophilia.
د لاس په ذريعه د سپرم خارجول Masturbation، چې دا په ښځو او سړيو کې شته، ډېر بد عواقب لري، د ودونو په وخت کول يې د مخنيوي ښه لار ده.
Fetishism يا شی پرستي. د مخالف جنس د لباس نه لذت اخيستل. لکه نېکر، سينه بند…
Fortheorism نورو پورې د ځان سولولو انحراف.
همجنس پرستي lesbianism ، هغه زنانه چې کورني بنديزونه او فشارونه پرې زيات وي، يا هم په ښځينه هاسټلو کې جونې دې ته مخه کوي. او ښځې په دې کې له سړو نه ډېرې ښکېلې دي.
Scotalgia د مخالف جنس د غږ اورېدو نه لذت اخيستل. د موبايل يا بلې وسيلې له لارې.
دوسي او د مخالف جنس د لباس اغوستو انخرافات، د Coprolalia د پوچو او لوڅو خبرو نه، لذت اخېستل، د Pornography mania د لوڅو عکسونو له ليدلو يا د لوڅو ليکنو د لوستلو نه خوند اخيستل.
او د Exhibitionism د ځان ښودلو انحرافات چې د تنګو جامو په اغوستلو سره ترسره کېږي )په خپل لېکچر کې ځای کړي و.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې زاهد افغان، زبير ودان، افتخار جانان، هارون راعون، نورستان شينواري، صادق الله صادق، ميوند شينواري، خان اغا درياب او نصرت ارمان پکې شعرونه واورول. د راتلونکې ناستې لپاره صادق الله صادق د مطالعې په ارزښت باندې د ليکچر تيارول په غاړه واخيستل.
ياده دې وي چې په دې بنډار کې مسعود خان، حزب الله شهباز، زلمي، نور عمر، سبحان الله برداشت، ثناء الله ځواب، عطا الله ځواب، نور الحق حداد او زاهد اديب هم برخه اخېستې وه.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي