67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مازيګر بنډار يويشتمه ناسته وکړه

ګزارش: رحيم الله رومان

[pukhto]
د فبروري په اتمه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې نصرت ارمان د کتاب په بازار خبرې وکړې.
( د کتاب بازار نه دی خراب شوی، بلکې ښه شوی دی، هغه وخت چې زه ماشوم وم او دې زېرزمينۍ ته راکوز شوم نو په شمار څو کتابخانې وې، خو اوس ګورو چې ګردو خواو ته کتابخانې جوړې شوي دي او دا څرګندوي چې د کتاب بازار ښه روان دی.
د کتاب په موسمي بازار کې اول د ناولونو کتابونه ګرم خرڅ شول او په سلګونه ناولونه پښتو ته وژباړل شوو، چاپ شول او خلکو واخيستل، بيا د شعر او شاعرۍ د کتابونو ګرم بازار و، وروسته د ټپيزو د کتابونو ګرم بازار چې بېرته ژر سوړ هم شو، د ټپو او غورچاڼونو بازار خو تر اوسه ګرم دی.
د پوهنتون د استادانو د کتابونو شمېر چې ورځ په ورځ زياتيږي او يواځې يې مخونه او نومونه بدلېږي بې معياره دي او تش تود بازار ته چاپېږي چې خپرندويۍ او استادان يې سره ګټې ويشي او زور يې له محصلينو وباسي، خو هغوی اړ دي چې دغه کتابونه واخلي)
دا چې د کتاب بازار ولې خراب دی؟ او څنګه ښه کېدای شي؟ د ارمان د لېکچر دوهمه برخه وه، نوموړي څو لاملونه چې د کتاب بازار يې خراب کړی په ګوته کړل او همدارنګه يې هغه لارې هم وښودې چې په عملي کېدو سره به يې د کتاب بازار ښه او د لوست فرهنګ عامېدای شي.
ارمان وويل چې يواځې فېسبوک او ساېټونه د دې وړتيا نه لري چې د کتاب بازار خراب کړي، خو د پي ډي ايف کتابونو نشرېدل تاثير کولای شي، موږ ډېر کم شمېر لوستونکي لرو چې هغه هم په انټرنيټي مطالعه بوخت شول.

فېسبوک کې سمه مطالعه شونې نه ده، بلکې د وخت د مصرفولو وسيله ګرځېدلې او د اړيکو ارازانه وسيله هم ده.
ارمان د کتاب په نړۍ وال بازار هم لنډې خبرې وکړې او هيله يې وښوده چې موږ هم يوه ورځ هغسې د کتابونو بازار ولرو لکه د نړۍ په پرمختللو هېوادونو کې چې دی.
ورپسې مشاعره وشوه چې احمد جمال جمال، صادق الله صادق، عزت الله ځواب، هارون راعون، ندیم شېنواري، ذاکر الله احساس، زاهد افغان په کې شعرونه وويل او اکمل نيکبین، غیرت مل محمدزی او يار محمد پرديس ترنمونه وکړل
د يادونې وړ ده چې محمد عارف، محمد صابر ، نورالحق حداد، امتیاز نجیبي، نور عمر، ثناءالله ځواب، انعام الله انعام، سبحان الله برداشت، زاهد افغان، حزب الله شهباز ، عطاءالله ځواب او زه رحیم الله رومان هم د بنډار ګډونوال وو.
د راتلونکې ناستې لپاره یار محمد پردیس ژمنه وکړه چې په FM راډیو ګانو به غږېږي.
[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

د جاپان د پرمختګ راز
وروسته پاتې یو
مينه سره زر دي!
منډه
غوټه
ډير به مو نه وي اوریدلي-دریمه برخه
موږ بايد څه وکړو
فکر مو مه ګډ وډوئ

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2018
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
2425262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /