67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مازيګر بنډار څلورمه ناسته وکړه

ګزارش/ نصرت ارمان

[pukhto]
ياده ناسته د ميزان په ۲۰ سهار لس بجې مازيګر کتاب پلورځي کې پيل شوه.
د بنډار پيل د انجينر مسعود په لېکچر وشو. ياد ليکچر د کائيناتو په ۶۸ غونډه کې د ايلون مسک وړانديزونه وو.
ښاغلي مسعود د بنډار ملګرو ته ساينس، مذهب او ساينس، د ساينس رول په طب، زراعت ، په مخابراتي سيستم، دفاعي سيستم او اقتصاد کې د ساينس اغيزې په ګوته کړې.
دا چې په ټولنه د ساينس اثرات څه دي او زموږ خلک ساينس ته په کومه سترګه ګوري؟
مسعود پرې پوره خبرې وکړې. (ساينس په منطق ولاړ دی او له منطق پرته هېڅ نه مني).
د فوق العاده طبعيت په اړه يې هم خبرې وکړې، چې په هغې کې خدای، معجرات او ملايکې دي. مسعود وويل چې: ( ساينس له دې څيزونو سره کار نه لري، دا له مذهب سره تړلې برخه ده او د ساينس ځينې اصول او ميتودونه يې هم تشريح کړل، چې په کې مشاهده، انګيرنې او Hypotheses ، له دې وروسته Experiment راځي، دا وايي چې تجربې وکړو هر کله چې دا تجربې کاميابې شوې، Theory راځي. تيوري تر هغې Law يا قانون نشي ګرځېدای چې په منطق اثبات ته ونه رسي.
د انسان په ژوند يې د ساينس اغیزې، انرژي او د هغې ډولونه يې روښانه کړل. هغه وويل چې: په ټولنه کې بايد دا ذهنيت بدل شي ، چې اوس د ساينس په اړه موجود دی. ساينس د انسان لپاره پوره خدمت کړی، خو اوس يې زموږ زياتره خلک مخالفت کوي، حال دا چې همدغه مخالفت کوونکي خپله هم د ساينس له امکاناتو ګټه اخلي.
له ساينس نه لرې والی زموږ د وروسته والي لامل دی. اسلام د ساينس په اړه څه وايي؟ د دې پوښتنې په اړه مسعود خان ويل چې؛ په قران کې د طبعيت په اړه بې شمېره نښې دي، خدای ج بيا، بيا په خپل کتاب کې د فکر او غور کولو امر کوي، د اوسپنې په اړه هم په قران کې ياده شوې چې ګټوره ماده ده او که اوسپنه نه وی، ساينس به صفر و، خو موږ له اوسپني هېڅ ګټه وانشوه خيستی.
د يوسف ع په صورت کې د اقتصاد په اړه پوره بحث شوی، د موسی ع کيسه د ظلم په خلاف مبارزه او غږ پورته کول راښايي.
نيوټن چې د فزيک بنسټ اېښی او همدارنګه انسټاين هم د خدای په شتون باور لري.
ايلون مسک څوک و؟
(دا په ۱۹۷۱ کال د جون په ۲۸ سوت افريقا کې پيدا شوی، په ۱۹۸۸ کال يې کور پرېښود، کورنی ملاتړ يې نه لاره، کله چې په سوات افريقا کې ريسيزم ( د تور او سپين نژاد ستونزه) رامنځ ته شوه، حالات خراب شو، د سوت افريقا دولت خلک جبري عسکرۍ ته نيول، ايلون هم ونيول شو، وروسته له عسکرۍ نه کاناډا ته لاړ، هلته يې په کوينز او پنسلوانيا پوهنتونو نو کې د اقتصاد او فزيک په برخه کې ډيګرۍ واخيستې او بيا کلفورنيا پوهنتون ته په په انرژي کې د دوکتورا زدکړو لپاره لاړ.
ده د پوهنتون لوستو وخت کې تجارت ته هم مخه کړه د zeb 2 corporation په نوم ايجنسي يې جوړه کړه، چې د ودانيو او ښارګوټو په اړه یې معلومات ورکول همدارنګه يې د New York times او Chicago tribune ورځپاڼو سره د خپلو څيړنيزو معلوماتو شريکول شروع کړل، چې په بدل کې به يې ترې پيسې اخيستې.
ايلون مسک په ۲۸ کلنۍ کې ميلونر شو، ده خپله کمپنۍ خرڅه کړه او په ۱۹۹۹ کال يې X.Com کمپنۍ واخيسته، Online Banking يې شروع کړ. بيا يې د Online Money Transfer کمپنۍ جوړه کړه او همداسې مخکې روان و.
د PayPal کمپنۍ په لس ميلونه ډالرو پيل کړې وه، خو په ۲۰۰۲ کال کې يې په 1,5 بيلونه خرڅه کړه او بيلونر شو.
دا د مريخ د ټولنې غړی هم و، په دې ټولنه کې به مريخ ته د تلو سوالونه کېدل او دې کار ډېر مصارف غوښتل. هغه راکټونه چې مريخ ته استول کېږي د 39- 45 Raptor engine لري، د دې راکټونو اوله برخه به په فضا کې پاتې کېده او بله برخه به يې په سټلايټ بدليده.
ايلون مسک ادعا وکړه چې زه کوی شم دغه ختلي Engines بېرته راښکته کړم او د بيا ځل لپاره ترې ګټه واخلي.
ناسا ادارې د دې ادعا پورې خندل، ده وروسته په خپله تلويزوني مرکه کې وژړل چې زه په خپلو مصارفو دا کار کوم، خو ساينس دانان راپورې خاندي او خفه کوي مې، خو ايلون مسک له ماشومتوبه يو ضدي انسان و، ويل يې زه په ځان هر خطر منم؛ خو دا کار کوم.
د څيړنو لپاره د Space X کمپنۍ جوړه کړه. څلور پنځه ځل يې تجربې ناکامې شوې، خو پرېښودونکی نه و، له ۲۰۱۶ نه تر ۲۰۱۷ کال پورې ده پلان لاره چې ۲۰ راکټ Rockets به راښکته کوم او په يو کال کې يې ۱۷ دانې راښکته کړل، اولسم يې د اکتوبر په نهمه راکېباسه، هغوی چې پرې خندلي وو، بېرته ورته راغلل.
ناسا ترې وغوښتل چې په فضا کې د Space Station ته د دوی لپاره سامان انتقال کړي.
ده د Tesla Company هم جوړه کړه، چې د برقي موټرو په جوړولو کار کوي.
ناسا له ايلون مسک سره په دغه سټيشن کې قرار داد وکړ.
اوس چې د کائيناتو ۶۸ نړېواله غونډه وه، دغه غونډه هر کال کېږي او پکې راټول شوي ساينس پوهان خپلې څېړنې شريکوي.
ايلون مسک پکې نوي او حيرانوونکي وړانديزونه وکړل. ۱- په سپوږمۍ کې د بيسونو جوړول. ده وويل چې نوی راکټ جوړوم د BFR(Big Fucking Rocket) چې دا به په ۲۰۲۰ کې بشپړ شي او په ۲۰۲۲ کې به يې مريخ ته واستوي. د دې راکټ جيګوالی به ۱۰۶ متره او قطر به يې ۹ متره وي. دا راکټ به سل کسه او ۴۴۰۰ ټنه وزن هم انتقالوي.
د دوی کمپنۍ غواړي چې 4BFR جوړ کړي، دوه د څېړنو لپاره لېږي او دوه د انسانانو د استولو لپاره دي. چې دا کار به په ۲۰۲۴ کې ترسره کړي. د دغه راکټ سرعت 27000 km/hr دی او دا به د ټرانسفورټ لپاره هم استعمال شي او داسې ريل ګاډي هم جوړوي چې 1200km/h رفتار به کوي.
په دغه ډول به خلک په لږ وخت کې اوږده سفرونه کوي او دا چې وخت سپما کېږي، نو ژوند به زياتېږي. فکر وکړئ د لس ورځو سفر که په يو ساعت کې وشي، نو څومره ژوند به مو زيات شوی وي؟
د بنډار په دويمه برخه کې مشاعره وشوه، چې عزت الله ځواب، احمد جمال جمال، نورستان شينواري، مهربان ستومان، صادق الله صادق، زاهد افغان، ميوند شينواري، پرګنيز صيب، غيرت الله خاطر او نصرت ارمان خپل شعرونه واورول.
سمسور په خپل خواږه غږ ترنم وکړ او وړې هوسۍ هم زده کړی شعر واوروه، چې په دې ډول و؛
الف او د ب جنګ و
ت ورته ولاړه وه
ث په منډه لاړه
ج يې راخبر کړ
ښه يې برابر کړ
په دې ناسته کې، باز محمد عابد، اميد حيران، زاهد اديب، نور عمر، افتخار جانان، محمد قيوم عباسي او عطاءالله ځواب…. هم ګډون کړی و، د بلې ناستې لپاره نورالحق حداد د حجرې په ارزښت خبرې کول په غاړه واخيستل.

[/pukhto]

34 خوښونې

اړوند مطالب

تور مار
خپل دې وي تل دې وي!
د مدیر لیک
غوټه
شعري ذوق
افغانستان د بایللي قمار د وروستي داو پر سر ولاړ دی
هېواد د فساد په پنجو کې
مورې

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

اکتوبر 2017
S S M T W T F
 123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031  
« Sep   Nov »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /