د مازيګر بنډار ۲۳ مه ناسته وکړه

ګزارش: نصرت ارمان
[pukhto]
د کب په در ېيمه سهار لس بجې ميوند شينواري د خوشال خان خټک پر ژوند او افکارو د مازيګر بنډار ملګرو ته لکچر ورکړ.
دا نادره عقیده لکه زما ده
لا عجب که بل پیدا هسې افغان شي
ده وويل: چې په دا ډول وړو او تنګو ناستو کې د خوشحال پر نادره عقېده څه ویل او هغه پېژندل خورا ګران او ناشونی کار دی، زه د خپلې لږې پوهې په رڼا کې د خوشحال په ژوند لنډه رڼا اچوم او د هغه په افکارو خبرې کوم، دلته به په دې پوه شوو چې خوشحال له څه ډول حالاتو تېر شوی؟ څه ډول مفکوره یې لرله؟ کوم فکر یې تولید کړی؟ ایا خوشحال د نړۍ له نورو پوهانو او نوابغو سره د پرتلې وړ دی؟
يو عالم ته منسوبه خبره ده چې: که له پښتو ژبې خوشحال خان او ټپه وباسو، نو پښتو کې هېڅ نه پاتې کېږي.
د دې لپاره چې خوشحال وپېژنو، لومړی باید تر خوشحال مخکې سیاسي او ټولنیزو حالاتو ته لږ تم شو، ځکه چې دا هر څه د خوشحال پر ژوند او افکارو مستقیم اغېز لري. تر خوشحال پخوا په هندوستان کې د پښتنو لوديانو واکمني وه، هغه واکمني څه وخت پس ړنګه شوه او مغل واکمن شول، د لودیانو د واکمنۍ په ړنګېدو کې خپله پښتنو د مغلو سره لاس یو کړی و، د مغلو د واکمنۍ پر مهال به د پښتنونخوا په سیمو د مغلو کاروانونه او مالونه هندوستان ته تلل، ډېر ځله به یې دا مالونه په پښتونخوا کې چور کېدل، ملک اکوړی د خوشحال خان غور نيکه و، همده او ملګرو يې لارې چور کولې.
بيا مغل له اکوړي سره جوړجاړی کوي او هغه د امتيازاتو په ورکړې د لارې ساتونکی مقرروي.
بيا د خټکو او يوسفزو تر منځ د ځمکو په سر شخړې کېږي او ملک اکوړي نه مشري یحیی خان او بیا همداسې شهباز خان ته را رسي چې د خوشحال خان پلار و.
خوشحال خان په ۱۰۲۲ ل کال پيدا شو).
د ژوند مهمې پېښې يې:
د شپږ اوه کالو و چې لنډي سيند يوړ، بيا د دولتۍ په نوم يوه ښځه چې د سيند په غاړه يې کالي مينځل دا راونيوه.
په اته کلنۍ کې يې په سر له څپرې تيږه راغورځي.
په ديارلس کلنۍ کې د پلار سره جګړه کې برخه اخلي او زخمي کېږي.
په پنځوس کلنۍ کې غواړي اټک ته لاړ شي، په کښتۍ کې ورسره دوه زامن هم وي، کښتۍ په سيند کې ماتيږي، يوه پله يې اټک ته ځي چې د ده زامن پرې پاتې وي او بله پله د تيږو تر منځ بنده پاتې کېږي چې خوشحال خان پرې پاتې وي.
خوشحال خان تر يو ساعته همدلته پر تخته بند پاتې وي، خوشحال خان وايي کله چې دا زموږ پله بنده شوه، نو سخت ساړه وو او زما پلار هم په دې عمر کې مړ شوی و، نو وېره راوغورځېده، خو وروسته بيا يوه جاله راځي او دی پورې باسي.
زده کړه:
د خپل کلي په جومات او سيمه ييزه مدرسه کې يې زده کړې کړې وې، له عالمانو سره يې ناستې کولې او بحثونو کې يې برخه اخيسته او د ډېرې مطالعې خاوند و.
يو ساعت به مې په درس شل مې په ښکار و
کله ښکار پرېښوم په کسب د کمال
د جهان تحصيل به کل واړه زما و
که اخته نه وای د ښکار په اشتغال
مشري:
خوشحال خان لومړی واده په اتلس کلنۍ کې وکړ، کله چې ۲۲ کلن شو پلار يې مړ شو، دا وخت له مغولو سره د دوی د کورنۍ د جاګيردارۍ ۳۰ کلونه تېر وو، د قبیلوي دود سره سم، مشري خوشحال خان ته پاتې کېږي، دی هم د پلار او نيکه په شان له مغلو سره کېږي، لارې ساتي او د هغوی لپاره جګړې کوي، د يو سفزو سره يې هم د ځمکو او نورو شخصي مسایلو پر سره جګړې پېښیږي، چې پخوا هم د خټکو او یوسفزو تر منځ داسې جګړې شوې وې.
دغه وخت د هند په مغولي دربار کې د واک په سر اخ و ډب رامنځ ته کېږي.
کله چې اورنګزيب واک ته ورسي، نو ورو ورو يې له خوشحال خان سره اړيکې ورانېږي. بيا خوشحال د يو کس د شيطانۍ له وجې بندې شي، دوه مياشتې په پېښور کې وي او بیا يې د هندوستان د رنتبور جيل ته يوسي.
دربار کې د خوشحال خواخوږی محمد امين وي، هغه کوشش کوي چې خلاص يې کړي، خو اورنګزيب شرط ږدي چې د خوشحال کورنۍ ما ته يرغمل راوړئ؛ نو زه به خوشحال پرېږدم.
خو بيا يوسفزي د ده کورنۍ د مغلو له يرغمله وساتي.
همدلته په زندان کې دوه کتابونه هم ليکي چې دستار نامه او فراقنامه نومېږي.
کله چې دستار نامه لولو حيرانېږو، ځکه چې ده په زندان کې هېڅ ماخذ ته لاس رسی نه لاره، مګر بې شماره حوالې یې له خپل ذهن نه ورکړي دي
وروسته د محمد امين او بل خواخوږي په همکارۍ خوشحال خان راخوشې کېږي او چې له زندان نه خوشې شي نو دی مطلق بدل شوی وي.
دی خپله وايي:
پس له دې نه دی دا عزم
د خوشحال د خاطر جزم
يا نيولی مخ مکې ته
يا مغلو سره رزم
خوشحال خان د مغولو سره مقابلې ته مخه کوي.
بيا چې کله د مغولو لښکر غواړي د خيبر او تاترې له لارې کابل ته لاړ شي، د ايمل خان او دريا خان په مشرۍ پښتون لښکر ورته مخه نيسي. تاتره له همدغه جنګ نه وروسته ادبي ارزښت پيدا کوي.
د ژوند وروستي کلونه:
د خوشحال د ژوند وروستي کلونه په ډېر کړاو کې تېر شول، د مبارزې ملګري يې، ايمل خان او دريا خان وفات شول، د ده د کورنۍ او په ټوله کې د پښتنو خپل منځي بې اتفاقي شروع شوه، د بهرام او اشرف خان تر منځ، د افضل خان او بهرام تر منځ د واک پر سر شخړې پیل شوې.
له دې شعره يې ښکاري چې له زامنو څومره زړه چاودی و:
فرزند چې ښه شي د سترګو نور شي
د سترګو نور شي، د زړه سرور شي
فرزند چې بد شي، غاښ دې رنځور شي
غاښ چې رنځور شي، نو د امبور شي
مړينه:
خوشحال خان خټک د بهرام له ازار او شره د اپريدو (ډنبره) نومې سيمې ته لاړ، دا يې د ژوند وروستي کلونه وو، نور ډېر ژوندی پاتې نه شو، په ۱۱۰۰ ل کال د جمعې په ورځ د ۷۸ کالو په عمر له سترو ملي ارمانونو سره له دې دنيا ولاړ.
تر خپلې مړينې پخوا يې فرمايلي وو:
چې جامه يې مرده شوی ته پاتې نه شي
خدايه ورکړې و خوشحال هسې رحلت
د خوشحال اثار:
د خوشحال اثار چا ۲۵۰ ښودلي، چا ۳۵۰ ښودلي دي، چا بيا دا شمېرې له مبالغې ډکې بللي دي، ټول اثار يې لاس ته نه دي راغلي، د ځينو مهمو اثارو نومونه يې دا دي:
دستار نامه، بازنامه، فراقنامه، سواتنامه، فضل نامه، فالنامه، طب نامه او نور…
د خوشحال افکار:
بها الدين مجروح او استاد نوميالی وايي: خوشحال دی چې پښتو ادب او ژبه يې له نورو ژبو سره د سيالۍ جوګه کړه.
علامه اقبال یوازینی هندوستانی عالم و چې ترې سخت متاثر و او خوشحال خان يې په شرق کې بې ساری بللی دی ، دی وايي: خوشحال خان د داسې سالم فکر خاوند شاعر دی چې مثال يې په ختيځ کې نه پيدا کېږي.
ځان پېژندنه:
ځان پېژندنه د فلسفې او ارواپوهنې مهمه او د بحث وړ موضوع ده، سقراط به خپلو خلکو ته ویل چې : ځان وپېژنئ!
پښتانه متل کا چې، اول ځان دی بیا جهان، مانا دا چې که ځان ونه پېژنې خدای هم نه شې پيژندلی.
خوشحال هم پر دې موضوع خپلې خبرې او نظر لري.
که دې شناخت وشه د ځان
شناخت دې وشه د سبحان
که دې شناخت نشته د ځان
شناخت دې نشته د سبحان
انتقادي فکر:
خوشحال خټک د خپل دور يو سترګور نقاد و، چې د خپلې ټولنې سياسي، ټولنيزه او کلتوري وضعه يې د يوه ځيرک نقاد په توګه په انتقادي نظر څارله، د خپل وخت ټولې ناوړې يې د يوه ټولنيز مصلح په توګه کږلي دي.
سيد بها الدين مجروح وايي: په پښتو ادب کې په خپل ځان خبرې خوشحال خان شروع کړې، په ټولنه کې د انتقادي روحيې تهداب خوشحال خان کېښود.
په ځان انتقاد:
خوشحال خان لومړنی مفکر، ليکوال او شاعر و چې خپل اعمال يې ډېر صادقانه نقد کړي او په خپلو نيمګړتياو يې اعتراف کړی، چې دا لوی اخلاقي جرئت غواړي.
چې پښتون شوم په دا هسې سپينه ږيره
نور مې خدای مه کړه مغل وايم په ځيره
په ځان د نقد ډېر بيتونه لري.
پر زامنو انتقاد:
تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه
نور دې نوم زما د زويو په شمار مه شه
د خوشحال خټک وينا په دا تمامه
ټولنيزه ارواپوهنه:
محمد صديق روهي د خوشحال په اړه وايي: تر اوسه په پښتنو کې داسې څوک نه دی پيدا شوی چې د ده په اندازه د پښتنو اجتماعي سايکالوجي تشخيص کړي.
بدنيتي، بې اتفاقي، پيسه دوستي جهل او ناپوهي او د پښتون ډېرې نورې نادودې يې د شعر په ژبه بيان کړي دي:
پښتانه واړه بد خوي دي
يو په بل کاندي غورزی
يو چې سر کاندي په پورته
بل يې ووهي مغزی
د مغل د سترګو ته يې
ای خوشحاله نن اغزی
دې خبرې ته زموږ د عصر ښه شاعر مولانا بسمل هم په خپل ځانګړي انداز اشاره لري:
مرګ خو حق دی خو دا خوند نه کړي بسمله
چې د تره زوی دې ژوندی وي او ته مړ يې
…
اتفاق په پښتانه کې پيدا نه شو
ګنې ما به د مغل ګريوان پاره کړ
…
که توفيق د اتفاق پښتانه مومي
زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان
معيشت:
د معيشت مانا ژوند او هغه څه چې ژوند پرې کېږي، لکه خوراک، څښاک او پوښاک.
خوشحال څلور ـ څلورنیم سوه کاله پخوا د انسان لومړنۍ اړتیاوې، خوراک، پوښاک او اوتاک ښودلي دي.
تر خوشحال درې پېړۍ وروسته د مارکس او لينن د ايديالوژۍ پر بنا سوسيالستي او دموکراتيک احزاب جوړ شول، دغو احزابو د خپلو مبارزو په ترڅ کې د کور، کالي او ډوډۍ شعار ورکاوه.
خوشحال تر يو څه خبرو پس وايي: مدعا دا ده چې دا درې توکه خوراک، پوښاک او تاک چې چاره ورځنې نشته، شاه ګدای لره په کار دي.
انسان او انسانيت:
په سړيتوب کې واړه يکسان دي
که مومنان دي که کافران دي
د ښځو منزلت
د ښځو د مقام په اړه هم خوشحال خورا مهمې خبرې لري، خوشحال خان ليکي: په زوی ښادي په لور دلګيري نه بويه.
په پښتنو کې نن هم د لور په زوکړه پښتانه خپګان اظهاروي، خوشحال لا په خپل وخت کې دا خبره غندلې ده او د ټولنې د حاکم ذهنیت په مقابل کې ولاړ دی. دا چې اسلام د څلورو ښځو جواز ورکړی، خوشحال هم دا خبره کوي مګر وايي چې یوه بهتره ده.
چې مېرمنې په کې دوه شي
هغه خونه ابته شي
خوشحال بابا د ښځو په اړه کله کله د عام ذهنيت تر تاثير لاندې راغلی او وايي:
ښځې له ځايه په عقل کمې دي
سمې به نه شي، پيدا ناسمې دي
هنر:
خوشحال د هنر کلمه په دوه ډوله کارولې ده، په يو ځای کې يې له هنر نه کسب، کمال او نور مطلب دي، په بل ځای کې يې له هنر څخه موخه ښکلي هنرونه لکه شعر، موسيقي، خط او خطاطي، نقاشي او مصوري ده.
سواد، تعليم او تربيه:
خوشحال په خپل عصر کې د ښوونې او روزنې په باب ډېرې داسې خبرې کړي دي چې نننی طب او ارواپوهان پرې هم تاکید کوي. دی وايي، د ماشوم روزنه د مور په بطن کې شروع کیږي. بې تعلیمه سړی ورته د ړانده په شان ښکاري.
چې خبر په هنر نه هغه کم عقل
چې د خط سترګې يې نه وي هغه کور
ميوند شينواري خپل ليکچر د خوشحال خان په داسې شعر پای ته ورسوه چې د هغه شهکار شعر یې ګڼلی شوو او د هغه د ژوند او افکارو نچوړ دی.
دا نادره عقيده لکه زما ده
لا عجب که بل پيدا هسې افغان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
د مزريو مړنتوب په لښکر نه وي
مټ يې هر کله يوازې په خپل ځان شي
ازادي تر بادشاهيه لا تيری کا
چې د بل تر حکم لاندې شي زندان شي
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې زبير ودان، جاويد شينا، افتخار جانان، مهربان ستومان، نصرت ارمان، نصرت الهام، صادق الله صادق، ذاکر الله احساس او عزت الله ځواب په کې خپل شعرونه وويل.
ياده دې وي چې په دې ناسته کې انجينر احمد جنيد مجددي، پوهيالي حبيب الرحمن، عبدالوکيل لېوال، پوهيالي عبدالکريم احمدي، پوهيالي ضيا الدين، انيس بشير، هارون راعون، شيرين توکلي، نور عمر، نورالحق حداد، شهباز ساپي، انعام الله انعام، رحيم الله رومان، عطا الله ځواب، ثناء الله ځواب، ياسين جان او هوسۍ هم برخه اخيستې وه.
د بلې ناستې لپاره زبير ودان د واکسينو پر ارزښت لکچر په غاړه واخيست..
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي