د مازیګر بنډار اومه ناسته وکړه!

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
مازیګر خپله اومه ناسته د نومبر په دوهمه سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې پیل کړه.
د ناستې په لومړۍ برخه کې ډاکټر نورستان شینوراي د مور د شیدو په ارزښت خپل ترتیب کړی لیکچر وړاندې کړ.
نورستان د بنډار ګډونوالو ته په لومړي سر کې د مور د شیدو په اړه مقدماتي خبرې وکړې، نوموړي وویل د مور شیده ماشوم لپاره ارزښتمنه ډالۍ ده او د ماشوم لپاره مناسب خواړه دي چې د لومړنۍ شپږو میاشتو پورې په بشپړ ډؤل په یواځې توګه کفایت کوي.
هغه د شیدو ګټې په دریو کټه ګوریو باندې وویشلې
۱ـ د مور د شیدو ګټې ماشوم ته ۲ـ د مور د شیدو ګټې خپله مور ته ۳ـ د مور د شیدو ګټې مور او ماشوم دواړو ته مشترکې!
نوموړي له دې کټه ګورۍ نه لومړی د شیدو ګټې ماشوم ته شرحه کړې، او ویې ویل چې د مور شیده ماشوم ته ـ غذایي ګټې، معافیتې ګټې او نورې ګڼې ګټې لري.
د غذايي ګټو په اړه یې وویل چې د مور شیده ټول مغذي مواد لري ( پروټین، شحمیات، قندي مواد، اوبه او ویټامینونه تر ټولو ارزښتمنې ګټې دي.
د پروټینو په اړه یې وویل کوم پروټین چې د مور شیده لري د هغې هضم او جذب یې ښه دی، د مور شیده د سیستین او تورین په نوم امینو اسیدونه لري چې د عصبي سيستم د ودې لپاره اړین دي. اړینه خبره پکې دا ده چې دغه امینو اسیدونه د غوا او فارمولا شیدو کې نه پیدا کېږي.
ډاکټر صاحب د مور د شیدو په ترکیب کې د اوبو په اړه هم خبرې وکړې چې د مور شیده ۸۸ ٪ اوبه لري، مهمه خبره دا ده چې ماشوم ته د دې اوبو په شتون کې د نورو اوبو ضرورت هم نه پیدا کېږي، که څه هم په اوړي کې وي.
معافیتي ښېګڼو باندې هم خبرې وشوې، چې معافیتي سيستم کې د مور له اړخه ځینې انتي باډي ګانې ماشوم ته انتقالېږي، چې ماشوم د ځينو ناروغيو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي. هغه ماشومان چې د مور له شیدو څخه استفاده کوي، څوارلس ځله د هغه ماشومانو په نسبت چې د غوا او فارمولا له شیدو څخه اسفاده کوي په اسهالاتو کم اخته کېږي، او درې ځله د تنفسي سيستم په ناروغیو کم اخته کېږي.
د مور د شیدو په واسطه تغذیه کېدونکي ماشومان په ماشوموالي کې په الرژۍ د غوږ انتانات، د غاښونو په چینجي او په ځوانۍ کې د زړه په ناروغیو او د شکرې په ناروغیو کم اخته کېږي.
نوموړي ماشوم ته په شیدو ورکولو باندې مور ته چې کومې ګټې دي هم تشریح کړې.
ویې ویل که د ماشوم د پیدا کېدو څخه وروسته ماشوم ژر تي ته واچول شي د رحم د بېرته راټولېدو باعث کېږي، چې د ماشوم د زېږېدنې څخه وروسته د اضافي وینې د بهېدنې څخه مخنیوي کوي، همدارنګه یې وویل کومې میندې چې ماشوم ته شیده ورکوي ژر حمل نه اخلي او هغه وزن یې چې د حامله ګۍ په جریان کې اخیستی له لاسه ورکوي او دغه میندې د تینو او د تخم دان په کنسر باندې نه اخته کېږي.
په وروستیو کې یې د مور او ماشوم مشترکو ګټو باندې هم لنډې خبرې وکړې چې د مور او ماشوم ترمنځ مینه زیاتوي، دواړو ته د شکرې د ناروغۍ چانس کموي او د مور د امید وارۍ څخه مخنیوي کوي چې مور او ماشوم دواړو ته ګټې لري.
د ناستې په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه!
په یاده مشاعره کې ذاهد افغان، زلمي، میوند شینواري، جاوید شینا، افتخار جانان، زبیر ودان، صادق الله صادق، مجاهد څارن، نورستان شینواري، نصرت ارمان، سید لالپوروال، عزت الله ځواب او په اخره کې هوسۍ مينې یاد کړی شعر ګډونوالو ته واوراوه.
یاده دې وي چې نورالحق حداد، اجمل، عیسی حمزه خیل، عطاء الله ځواب، حزب الله شهباز، یار محمد پردیس، رشید اتل، ډاکټر تسکین حسن زی، ثنا الله ځواب، سبحان الله برداشت، غلام سخي روغانیوال هم ګډون کړی ؤ.
د غونډې په پای کې د پښتو ژبې دروند شاعر ریاض تسنیم ته د روغتیا لپاره مشترکه دعا و شوه، عزت الله ځواب ژمنه وکړه چې په راتلونکې بنډار کې به په مرکه خبرې وکړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي