د مازیګر بنډار اووه ویشتمه ناسته وکړه!

ګزارش ـ عزت الله ځواب
[pukhto]
د مارچ په ۲۲مه سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې زاهدالله احمد په اداري کلتور تیار کړی لکچر وړاندې کړ.
ده وویل : (( کلتور د پخوانیو ارزښتونو ټولګه ده، هیڅ بد کلتور نشته، هغه بدې ټولنیزې پدیدې دي چې بد قراردادونه رامنځته کوي.
اداره د یو ډول منل شویو قواعدو، ارقامو، مقرراتو او اصولو عملي کولو ټولګه ده.
کله چې انسان پیدا شوی کلتور ورسره پیدا شوی، کلتور په لومړي سر کې یونانیانو درک کړ او هغوی هم کلتور د کر کیلي طرز ته وویلو.
اداري کلتور د ګډو ارزښتونو او باورونو ټولګه ده، د وګړو ګډې انګیرنې، ارزښتونه او عقیدې دي چې کارکوونکو ته سم او ناسم ور په ګوته کوي.
ادارې ته فزیکي اډانه ورکولی شو، خو د کلتور ځینې برخې نه شو حس کولی، که ښه اداره نه وي؛ ښه کلتور نه شي رامنځ ته کېدی او ښه کلتور دی چې ښه اداره رامنځ ته کوي.
که له اداري اصولو سمه ګټه پورته نه شي په کمزوري کلتور دلالت کوي، د ادارې د غړیو ترمنځ هماهنګي د کلتور نماینده ګي کوي.
فردي خلاقیت ته ارزښت ورکول او پنځونه رامنځ ته کول، وګړنیزه پانګونه، نوښت او پنځونه، سمه رهبري، همغږي، خطر منل، کنترول، فعالیت، رښتینولي، سیالي رقابت، ښې اړیکې د یوې ادارې د ښه کلتور تصویر وړاندې کوي.
د اداري کلتور تاریخي شالید. په پالیسۍ جوړونه کې تاریخي شالید مطالعه کوو.
اداري کلتور نوې موضوع ده، چې زمونږ ادبیاتو کې پخوا نه وه، علمي ادبیاتو ته نه ده ننوتې، نو ځکه په اداري کلتور ډېر بحث نشو کولی.
زمونږ خبرې، زمونږ لباس، زمونږ د اداري کلتور برخه ده چې د دې لپاره د ادارې داخلي او بهرنی چاپیریال مطالعه کېږي.
اداري کلتور له څه شي جوړ دی؟
۱ـ ارزښتونه د یوې کړنې د سم او ناسم درک ۲ـ نورمونه او قواعد ۳ـ د ادارې فزیکي اډانه وسایل او لوازم او له هغې نه د ګټې اخیستو مهارت او طرز ۴ـ د رهبرۍ شېوه چې څه ډول رهبري وي هماغسې کلتور جوړېږي.
که یوه اداره کلتوري قوه ونه لري د راتلونکو کارونو اټکل نه شي کولای، اداري کلتور د ادارې شخصیت څرګندوي.
د اداري کلتور دندې: خپلو غړو ته هویت ورکوي، ژمنتیا رامنځته کوي، ګډ کار، اعتماد، باور، ټولنیز سیستم، ثبات، د دندو لایحې او مسولیت.
په اداري کلتور موثر عوامل:
اقلیمي وضعیت، جغرافیي موقعیت، د مذهبي نظام حاکمیت، ټولنیز کلتور.
اداري کلتور د ګډو ارزښتونو ګډ پوهاوی دی.))
تر زاهد الله وروسته انجینر مسعود خان په ځان جوړونه او په دې کې د مغزو رول او ظرفیت باندې لنډې خبرې وکړې، ده وویل چې د انسان په شخصیت جوړونه کې تر ټولو ډېر رول د مغزو دی.
پوهه ده چې ماغزه فعالوي او ماغزه د ډېرې وړتیا، ظرفیت او پوتنشیل لروونکي دي چې د سم او ناسم درک پرې کولی شو، که انسان یو هدف ولري نو په ځان کې دي وګوري چې ما کې څومره وړتیا ده چې دې هدف ته ورسېږم؟
اول سوچ پیدا کېږي، بیا یقین جوړېږي، تعهد، هوډ، ذهني سواد، مثبت فکر، بصیرت، رښتیا ویل او نه ډارېدل د نابغه ګانو ځانګړتیاوې دي.
ورپسې اکمل خان، عزت الله پرهر او عزت الله ځواب شعرونه وویل.
مبارک شاه داودزي، ایاز محمود مشواڼي، نور عمر، یاسین علي، ثناء الله ځواب، رضاءالله مالکزي، رحیم الله رومان، سبحان الله برداشت، اجمیر سیرت او وحید زهیر شینواري په بنډار کې ګډون کړی ؤ.
د بلې ناستې لپاره وحید زهیر ژمنه وکړه، چې پر انلاین ژورنالېزم به لکچر وړاندې کړي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي