د مازیګر بنډار دوه دېرشمه ناسته وکړه!

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د اپريل په ۲۶ مه سهار لس بجې په مازيګر کتاب پلورځي کې محمد جنيد بابکرخېل پر مارکسيزم لکچر وړاندې کړ.
بابکرخېل وویل: ( مارکس د مارکسیزم فلسفې تهداب په ۱۸۴۸م کال کې کېښود او دی خپله د جرمن یا المان پورې تړاو لري او همالته اوسېده، چې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي نه فارغ ؤ او زیاته علاقه یې سیاست او فلسفې سره وه، ټوله کې یو محرک انسان ؤ، نو په همدې خاطر یې د کارګرۍ سیاسي جریانونو سره روابط درلودل او لېوالتیا یې ورسره ښوده.
دی له اره ماده پال و، نو فلسفه یې هم ماتریالیستي ده.
د ده مشهور کتابونه، د کمونیسټ ګوند اعلامیه، سرمایه، پر سیاسي اقتصاد نقد، مقدسه کورنۍ، د ايپیکوریانو پر فلسفې څېړنه، چې دا د ده د دوکتورا پایلیک ؤ.
د مارکس ځینې نظریات چې باید یادونه ترې وشي په لاندې ډول دي.
د دولت په اړه دی وايي؛ دولت د ټولنیزو طبقاتي کشالو یوه اله ده چې حاکمه طبقه یې پر محکومه طبقه عملي کوي او د فشار د یوې الې اطلاق هم پرې کېدای شي.
د قانون په هکله وايي؛ د هرې ټولنیزې موسسې اهمیت د هغه په زېربینا کې دی او قانون د هغه د ساتنې او تنظیم لپاره دی.
د تاریخ په اړه وايي؛ پرته له طبقاتي جګړې څخه د نړیوال بدلون او حالاتو د ښه کېدو هیله ناشونې ده او هره مبارزه ناکامه ده.
د مارکسیزم فلسفې سرچینې عبارت دي له؛ ( د فویر باخ ماتریالیزم، سن سیمون او فوریه ټولنپوهنه او د ریکاردو او اډوارډ میل اقتصاد تر اغېز لاندې او دیالکتیک یې له هیګل نه راخیستی ؤ؛ او د ده د دیالکتیکي ماتریالیزم قوانین څلور دي. د تړاو قانون، د کمیت تغیر په کیفیت باندې، له نفې په نفې، د اضدادو وحدت.
د مارکسیسزم اسلوب دیالکتیک دی.
د مارکسیزم اصلي مساله د مادې تقدم پر شعور دی. د د هیګل پر خلاف، چې هغه ویل، لومړی ذهن موجود ؤ او وروسته ماده رامنځته شوه. د هیګل د دیالکتیک سره د مارکس د دیالکتیک توپیر دا دی چې مارکس دیالکتیک یو مادي دیالکتیک دی او په مادیاتو ولاړ او د مادې د تقدم اصل ته قایل دیالکتیک دی، خو برعکس هیګل یو معنوي دیالتیک لري او هغه په تاریخي پېښو کې میتافزیک دخیل بولي او مارکس بیا وايي مادي عوامل په تاریخي پېښو کې رول لري.
د سوسیالیزم، مارکسیزم او کمونیزم توپیر.
سوسیالیزم ټولنیز، سیاسي اقتصادي نظام دی چې د تولید وسایل د ټولنې د وګړو ترمنځ مشترګ ګڼي، سوسیالیزم مخکې له مارکس نه هم موجود ؤ، خو علمي بڼه یې نه لرله، ولې د مارکسیزم تیورۍ په ایجاد سره دغې بڼې تکامل وموند او همدا د سوسیالیزم د تکامل پړاو دی چې کمونیزم ورته وايي.
مارکس تاریخ په دوه پړاوونو ویشي.
۱ـ د تاریخ څخه مخکې دوره، چې دا د کمونیزم نه مخکې دوره هم ګڼل کېږي او بله یې د تاریخ نه وروسته دوره ده چې د عملي کمونیزم د دورې په نوم یادېږي.
یادونه باید وکړو، چې د موضوع توضیح زیاته وه، نو ومو نشو کولی چې ټوله په یو وړوکي ګزارش کې راونغاړو.
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه، چې صادق الله صادق، اکمل نیکبین، نصرت ارمان، رفیع الله همدرد، نصرت الهام، حاجي شهباز او عزت الله ځواب شعورنه وویل. نعمت الله صديقي، رضاءالله مالکزی، ر طیب الله، ثناء الله ځواب، رشيد اتل، رحيم الله رومان، انیس بشیر، سبحان الله برداشت او نثار ځواب هم د بنډار ګډونوال وو.
د راتلونکي بنډار لپاره انیس بشیر ژمنه وکړه، چې پر هنر (ارټ) به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي