د مازیګر بنډار دېرشمه ناسته وکړه

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د اپرېل په ۱۲ مه سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې اکمل نېکبین پر ډاکټر نجیب الله لکچر وړاندې کړ.
اکمل وويل : ( د افغاستان پخوانی ولسشمر ډاکټر نجیب الله د اختر محمد زوی دی چې د پکتیا ولایت پورې تړاو لري او په ۱۳۲۵ کال د کابل په مراد خانیو کې زېږېدلی دی. خپلې لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۱ کال کې پیل او په ۱۳۴۳ کال یې د حبیبې په لېسه کې پای ته ورسولې، وروسته يې د کابل پوهنتون طب پوهنځی ولوست.
په ۱۳۴۴ کال سیاسي ډګر ته شامل شو او د خلق دیموکراتیک ګوند غړیتوب یې واخیست، په ۱۳۴۸ کال کې په سیاست کې د فعالې برخې اخستنې له امله ۴ میاشتې بندي شو، چې دغه کال د اعتصابونو د کال په نامه هم شهرت لري.
یو کال وروسته له دې امله چې د کابل ښاریانو لخوا د امریکا د جمهور رئيس ریچارډ نېکسن د مرستيال په موټر چې د افغاستان د حکومت مېلمه ؤ، د خوسا هګیو ګزارونه وکړل او د هغه مخې ته یې د امریکا بېرغ وسوځاوه. له دې امله نهه مياشتې بندي شو.
نجيب الله په ۱۳۵۳ کال له فتانې سره واده کړی، کوم زوی يې نه درلود، د هیلۍ، اونۍ او مسکا په نومونو درې لورانې ترې پاتې دي.
په ۱۳۵۶ کال یې د افغانستان د خلک دیموکراتیک ګوند د مرکزي کميټې غړیتوب ترلاسه کړ او د کابل ښار د ښاري ګوندي کميټې مشر وټاکل شو، له دې وروسته په ۱۳۵۷ کال د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت لخوا په ایران کې د لوی سفیر په توګه دنده پیل کړه او د همدې کال د میزان د میاشتې په نیمایي کې له رژیم سره د سیاسي اختلافاتو د ژوروالي له امله د سفارت له دندې ګوښه او تابعیت ترې واخیستل شو. بيا اروپا کې اوسېده.
په ۱۹۷۹ د روسانو له یرغل سره سم بېرته هېواد ته راغی او۱۹۸۰د هېواد د استخباراتي ادارې [خاد] مشر وټاکل شو، په همدې دوران کې د افغانستان ډېری وګړي د خاد تر شکنجې لاندې راغلل، زیاتره په زندانونو کې په دار وځړول شول، ځینې نور یې وربړول شول او د افغانستان په بېلابېلوسيمو کې په زرګونو مرګونه وشول، هغه وخت د خاد څارګره اداره يوه واکمنه او ځواکمنه اداره وه.
په ۱۹۸۶د ببرک کارمل له ګوښه کېدو سره ډاکټر نجيب الله واک ته رسېږي. نوموړی د پښتو او دري ژبې ښه نطاق و او په انګريزي او اردو ژبو هم پوهېده، د ولسمشرۍ دوره يې ۶ کاله وه، چې په دې دوران کې یې د وطن ګوند جوړول، لویه جرګه راغوښتل، د نوي اساسي قانون تصویبول، ملې روغې جوړې ته لاره پرانېستل او د روسانو وتلو ته پلان چمتو کول شامل وو.
ډاکټر نجيب الله په وطن مئين، په خلکو ګران او مهربان شخصيت خپل کړ؛ خو د واک په دوران کې د عبدالرشید دوستم، فريد احمد مزدک، محمود بريالي، نجم الدين ګاوياني، عبدالوکیل، جنرال انورالحق علومي او …. لخوا پرې ګوتا وشوه، چې وروسته ده وغوښتل له هېواده ووځي، خو د عبدالرشید دوستم او برهان الدین رباني لخوا یې مخه ونیول شوه او نوموړی مجبور شو چې کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه ويسي.
مجاهدين په خپلو کې په جګړو کې ښکېلېږي، د ډاکټر نجيب الله د واک د مهال ډېرې ويناوې او وړاندوينې رښتيا کېږي، کابل ښار ورانېږي او په زرګونو خلک وژل کېږي، نوموړی څلور نیم کاله د ملګرو ملتونوپه دفتر کې اوسېږي.
له دې ځایه يې بار بار کوښښونه وکړل او بې سیمه پېغامونه یې اسلام اباد کې د مګرو ملتونو دفتر ته واستول چې له ده سره مرسته وکړي، خو ای ایس ای نه غوښتل چې غږ یې څوک واوري، د ده پېغام یې پرېنښود چې د ملګرو ملتونو استازي یې وګوري، نجیب الله ته یې په ځواب کې ویل چې مونږ سره ډېورنډ کرښه ومنه بیا به مونږ مرسته درسره وکړو؛ خو ده ورسره ونه منله او له مرستې نهیلی شو.
په ۱۹۹۶ د طالبانو لخوا د کابل له نیولو سره سم یې دی او د ده ورور د ملګرو ملتونو له دفتره راوویستل ښه یې شکنجه کړل، ویې وهل، ویې ټکول، تر هاغه ځایه چې ده پکې د پاکستان ضد شعارونه ورکول د ټویټا موټر په واسطه کش شول، ويې ويشتل او دواړه يې د ترافيکو په پايه کې وځړول.
دده په غير اسلامي او غير انساني مړينه هېوادوالو او نړيوالو خواشيني وښوده؛ خو د طالبانو مشر ملا رباني وويل چې دا يو کمونست و.
وروسته دده جنازه د احمدزيو قومي مشرانو پکتيا ته وېوړه او ګرديز ته نېږدې يې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپاره.)
د بنډار په دویمه برخه کې مشاعره وشوه چې احمد جمال جمال، رضاء الله مالکزي، اکمل نېکبین او عزت الله ځواب پکې شعرونه وویل، قاري روح الله، سبحان الله برداشت، رحیم الله رومان، نورالحق حداد، رشید اتل، عطاء الله ځواب او وړې هوسۍ هم په بنډار کې ګډون کړی ؤ.
د راتلونکې ناستې لپاره رضاء الله مالکزي ژمنه وکړه چې پر ویکټور هوګو به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي