د مازیګر بنډار نهه ویشتمه ناسته وکړه

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د اپرېل په پنځمه سهار لس بجې مازیګر کتاب پلورځي کې صفدر خان د USAID په تاریخچه لکچر وړاندې کړ.
صفدر خان وویل: ( د USAID تمرکز صادقانه نه بلکې، د امریکا د ګټو په پار دی او د خپلو ګټو لپار نورو هېوادونو کې لګښت کوي.
له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته امریکا د دې لپاره چې سوسياليزم اروپا ته داخل نه شي مارشال پلان تیار کړ، ویې ویل چې مونږ به اروپا ځانته نه پرېږدو او یو ځل بیا به یې جوړوو.
دغه اداره په تمامه مانا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر څار لاندې کار کوي.
امریکا د USAID له لارې نورو هېوادونو سره د مرستو لړۍ پیل کړه. خو د دغې ادارې اصلي تمرکز په دې دی چې په هماغو هېوادونو کې امريکا ته جاسوسان وروزي.
واشنګټن پوسټ په ۲۰۱۰ کال کې وویل؛ امریکا د جاسوسانو د پټولو لپاره له دوه لارو کار اخلي. ۱ـ رسمي ۲ـ غیر رسمي
رسمي هغه دي چې دولت هغوی ته امکانات ورکوي، په هغه هېواد کې د سفارت تر نظارت لاندې کار کوي او د سې اي ای کارونه پر مخ وړي او غیر رسمي یې د امریکا نماینده ګۍ دي چې د جاسوسانو لپاره پوښښ چمتو کوي. د امریکا له دغې نماینده ګیو څخه یوه نړیواله پراختیايي اداره USAID ده.
د ادارې په سر کې د دان ميتريون په نوم شخص ؤ چې د FBI کارکوونکی هم پاتې شوی. نوموړي لومړی ماموریت په برازیل کې ترسره کړ، چې د برازیل دیکتاتوري نظام راس کې ديموکرات مشر ختم کړي، ځکه امریکا په وېره کې وه چې سوسیالېزم يې پر وړاندې سر راپورته نکړي، هماغه و چې په ۱۹۶۴ کال کې یې د ده حکومت راوپرځاوه.
يوسايډ په نورو ډېرو هېوادونو کې هم فعالیتونه کړي، چې د هر هېواد مبارزین به یې شکنجه او خسي کول.
په ۱۹۴۷ کې امریکا (NSSM 200) هوکړه لیک لاسلیک کړ، په دې کې لیکل شوي وو: امریکا د دریمې نړۍ خامو موادو ته ضرورت لري، چې پکار ده ددې هېوادونو نفوس کنترول کړي، د دغې فعالیت د ترسره کولو لپاره USAID ادارې سینه وټپوله او په ډېرو هېوادونو کې یې میلیونونه وګړي ختم کړل او خپل کار یې سرته ورساوه.
هایتي په نامه هېواد کې هم دوی شر اچولی ؤ، د مرستو سېلاب یې پرې راپرېښود، د نظام ټول مخالفین یې ښه پوره ډک کړل چې د نظام مخالفت وکړي.
سریلانکا کې هم د USAID خونړي کارونه ترسره شوي، دغه ځای کې د تامیل پړانګانو په نوم ډله وه چې سریلانکا د پوره توانایې سره هم ونشو کولی چې ختمه یې کړي. اخر د USAID په مرسته ختم شول.
په اندونیزیا کې یې هم د وړو پورونو دفتر پرانیست چې له زېرمو یې ګټه واخلي او خپل پوروړي یې کړي او وروسته پرې تسلط پیدا کړي.
داسې هېوادونه هم شته چې د دوی له شره خبر شوي او نه غواړي چې د هېواد دننه یې فعاليت وکړي، لکه روسیه، بېلاروس، وینزویلا، کیوبا، ایوتوپیا او داسې نور….
په پاکستان او اندونيزيا کې د بارک اوباما مور ستانلی ان دونهام د (يو. اس. ايد) مشره وه چې افغان جهادي رهبرانو ته يې مرستې رسولې، په څه مرستو يې ورته وسلې رانيوې او په نورو يې مجلل کورونه ورته جوړ کړل.
په افغانستان کې هم دوی ډېر کارونه د خیریه نمونو په شکل کړي، خو د خیر کارونه ورته نشو ویلی. دوی د ښځو لپاره نمايشي کارونه ترسره کوي، لکه سیمینارونو کې ونډه او د زعفرانو مرکزونو کې یې ورته د کار زمینې برابرې کړې.
رسنيو، رادیوګانو او تلویزیونو باندې یې ډېره پانګونه وکړه چې د دوی جنایت پټ او کاذب پرمختیایي کارونه خلکو ته وښيي، بله دا چې ټولې ارتجاعي ډلې هم د دوی لخوا تمویلېږي چې مهمه یې د جمعیت اصلاح ډله ده.)
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې حضرت یوسف یوسفزي، نصرت ارمان، اکمل نیکبین او عزت الله ځواب شعرونه وویل.
رحیم الله رومان، انیس بشیر، شریف خان، کامران خان، ثناء الله ځواب، حزب الله شهباز، نورالحق حداد، سبحان الله برداشت او عطاءالله ځواب هم د بنډار ګډونوال وو.
د بلې ناستې لپاره اکمل نیکبین ژمنه وکړه چې پر ډاکټر نجیب الله به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي