د مازیګر بنډار پنځه ویشتمه ناسته وکړه

ګزارش ـ نور عمر
[pukhto]
د مارچ په اتمه سهار لس بجې محمد خان ذهین د مازيګر بنډار ملګرو ته په ځان جوړونه تیار کړی لکچر وړاندې کړ.
نوموړي وويل: ( د هر څه د مخه باید د ارواپوهنې لنډه مخینه تشریح کړم، د ارواپوهنې منځ ته راتګ په دریو پړاوونو کې ؤ. لومړی هغه ؤ، چې نړۍ کې ارواپوهنه په ځانګړي توګه نه وه پېژندل شوې، دوهم پړاو یې هغه دی چې ارواپوهنې ته پکې کار وشو او ویلیمز جمیز پکې د ارواپوهنې د اصولو اړوند کتاب ولیکه، دریم معاصر عصر دی چې ارواپوهنه پکې د ځانګړې پوهې په نامه پېژندل شوې.
په پښتو کې ارواپوهنه، دري کې روانشناسي، عربي کې علم نفس او په انګریزي کېPsychology وایي او په مجموع کې ارواپوهنه زمونږ پوښتنو ته ځواب ویونکی علم دی، هغه پوښتنې چې هر وخت مونږ ورسره مخ یو.
زمونږ اصلي موضوع ځان جوړونه ده نو راځو خپلې موضوع ته!
انسان اشرف المخلوقات دی، نو ځکه خو د ډېر درناوي وړ دی.
د هر څه له مخه موږ ته پکار دي، چې ځان وپېژنو، ځکه که مونږ ځان ونه پېژنو نو خدای هم نه پېژنو او که ځان مو وپېژانده نو خدای به هم وپېژنو. په ځان جوړونه کولی شو چې خپله اصلي څهره خلکو ته راښکاره کړو. مونږ باید د خلکو درناوی وکړو، ځکه بل ته درناوی زموږ د درناوي باعث کېږي.
په کار دي چې زموږ په خپلو ښو کړنو باندې خپله خپل ځان وهڅوو، خپل وجود کې خپل لوړوالی وپېژنو، خو له غرور نه باید ځان وساتو، بلکې هغه کارونه وکړو چې عادي شخص له مونږ خپل ځان ټیټ ونه ګڼي.
په ښو کارونو باید خپله ځانته شاباسی ورکړو او داسې کارونه ترسره کړو چې خپل ځانته نابغه پرې ووایو. زمونږ او ستاسو بدن کې یوه دنیا ویده ده، دغه دنیا ويښول غواړي او دا هله ویېښېږي چې مونږ ویښ شو.
د ځان پېژندنې لپاره د انسان باطن کې یوه قوه وجود لري، چې وجدان نومېږي، دا هغه څه دي چې انسان ته د ښو کارونو توصیه کوي. که مونږ غواړو چې خپل وجدان ارام وساتو؛ نو باید خپل نفس د هغه واک کې ورکړو، خپله روغتیا، پاکي او صحت ښه وساتو، ځکه دا د وجدان د ارامتیا سبب ګرځي.
مونږ او تاسې باید خپل ژوند په مهال ویش پرمخ یوسو، ځکه مهالویش په ځان جوړونه کې بنسټیزه قوه ده او د انسان لپاره ښه مهالویش پنځه وخته لمونځ دی.
سپورټ یا ورزش هم زمونږ وجدان اراموي او زمونږ د ذهني پیاوړتیا د غوټو د خلاصون ښه وصیله ده.
هغه کارونه باید وکړو چې مینه ورسره لرو، په خپلو خوښیو باید فکر وکړو. پراخه اړیکې او عاقلانه چلند هم کولی شي چې زمونږ وجدان ارام کړي.
موفق اشخاص دوه زړي نه وي، دوی د بریالي توب تمه لري او په عمل کې خلکو ته ځان ثابتوي چې مونږ موفق یو. دغه ډول اشخاص، له خان سره کتابچه ګرځوي او خپلې ترسره شوې کړنې پرې لیکي، چې ځان ارزیابي کړي. دوی له بدۍ ځان ساتي، د نورو په عزت کې خپل عزت لټوي، ټولنه کې مهم کارونه ترسره کوي، خپلې ناسمې کړنې ارزیابي کوي او د هغې د سمون لپاره کار کوي.)
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې احمد جمال جمال، صادق الله صادق، هارون راعون، عزت الله ځواب، نصرت ارمان شعرونه وویل او غیرت مل ترنم وکړ.
هېره دې نه وي چې په ناسته کې نور الحق حداد، مبارک شاه داودزي، احمد شاه ګليار، ظريف خان، کوټوال صيب، حزب الله شهباز، وړې هوسۍ، عطاء الله ځواب، رحیم الله رومان، سبحان الله برداشت او ثناء الله ځواب هم ګډون کړی ؤ.
د راتلونکي ناستې لپاره نورالحق حداد ژمنه وکړه چې پر هندي سبک به وغږېږي.
[/pukhto]
تبصرې
تبصرې بندې دي