67 99 34 799 (93+)
/
info@mazigar.com
Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر Mazigar – مازيګر
مینو
  • کور
  • ادب
    • لیکنې
    • لنډې کیسې
    • شعر
    • طنز
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سيمه
    • نړۍ
  • سپورټ
    • افغانستان کرکټ
    • نورې لوبې
    • مرکې
  • فرهنگ
    • ټولنیز
    • سیاسي
    • ساینس او ټکنالوژي
    • کتابونه
    • هنر
  • کالمونه
    • څوک څنګه او څوک څنګه
    • زما ځواب
    • زما نړۍ
    • د مازیګر انځور
  • مینه مجله

د مازیګر بڼدار دوه ویشتمه ناسته وکړه!

ګزارش: نور عمر

[pukhto]
د فیبروري په ۱۵ سهار لس بجې په مازیګر کتاب پلورځي کې يار محمد پردېس پر ایف ايم راډيوګانو خپل تيار کړی لېکچر وړاندې کړ.
نوموړي وويل: ( نن سبا رسنیو نړۍ ته د کلي شکل ورکړی او د یو هېواد وګړي د بل هېواد له حالاتو خبروي، زه په رادیو غږېږم
راډیو هغه رسنۍ ده چې زیات شمېر مینه وال لري. د رادیو له لارې خلک د تجربو تبادله کوي. د رادیو له لارې خلک د مختلفو قومونو له فرهنګونو خبرېږي. راديو خلک د بېلابېلو سیمو د حالاتو او په مجموع کې د نړۍ له حالاتو خبروي. اشخاص د نورو ملتونو د ژوند له سطحې خبرېږي او د هغوی له ژونده مثبت تقلید کولی شي.
رادیو باید هر ډول خپرونې ولري، خو اساسي موخه یې باید د مثبت فکر خپرول وي. د خلکو له غوښتنې سره سم مخ ته تلل، د اشخاصو له ذوق سره برابرې خپرونې چمتو کول او په مجموع کې خلک له کرکې او بې اتفاقۍ ژغورل.
راديو ګانې بايد د هرې طبقې اوريدونکې په پام کې ونيسي او خپلې خپرونې داسې چمتو کړي چې خلکو ته ګټورې وي.
افغانستان ته د غازي امان الله خان په وخت کې راديو راغله، چې په لومړي سر کې لندنۍ کوټه بلل کېده، وروسته کابل راديو شوه.
اوس په ټول هېواد کې څه باندې دوه سوه راديوګانې فعالې دي چې شل يې په ننګرهارکې دي، له دې څخه ۱۷ یې پاتې دي او درېیو یې د یو لړ ستونزو له امله خپل فعالیتونه درولي.
شرق لومړنۍ خصوصي رادیو ده چې د کرزي د واکمنۍ پر مهال يې جلال اباد کې فعالیت پیل کړی او تر اوسه روانه ده، دوهمه مرام وه او ورپسې همداسې نورې هم رامنځته شوې….
په دې کې کليد او انعکاس نسبتا ښې او معياري خپرونې لري؛ د ځینو رادیوګانو خپرونې کمزورې دي او چلونکي يې د ژورناليزم اصولو ته پام نه کوي.
د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت بايد رسنۍ وڅاري او هر ډول نشراتو ته اجازه ور نه کړي.)
د بنډار په دوهمه برخه کې مشاعره وشوه چې افتخار جانان، نورستان شینواري، خیبر روښان، میوند شینواري، ذاکر احساس، صادق الله صادق، عزت الله ځواب پکې شعرونه وويل او یار محمد پردېس د شاهد کلام په ښه انداز ترنم کړ.
د بلې ناستې لپاره ميوند شينواري پر خوشال خان خټک د لېکچر ژمنه وکړه.

[/pukhto]

1 خوښ یی کړئ

اړوند مطالب

څوک پاکستانی دی او څوک نه دی؟
چې قد لري هغه قدر نه لري
اردوغان چې زه پېژنم!
ملي ورځې که شخصي ورځې؟
د ګلونو ورځ
له ډاکټر شمس نجيبي سره مرکه
اخر نارينه يې!
کــــپیټالــــیسم…

تبصرې

تبصرې بندې دي

  • مخکی
  • وروسته

Calendar

فبروري 2018
S S M T W T F
 12
3456789
10111213141516
17181920212223
2425262728  
« Jan   Mar »
Copyright مازيګر ۲۰۱۶

Deprecated: Required parameter $args follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11

Deprecated: Required parameter $output follows optional parameter $depth in /home/mazigar/public_html/wp-content/themes/envision/cloudfw/core/classes/class.conditional-menu.php on line 11
  • ادب
  • /
  • خبرونه
  • /
  • سپورټ
  • /
  • فرهنگ
  • /
  • کالمونه
  • /
  • مینه مجله
  • /